لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې سرکاري وکیل: مهاجرت په اړه د صدر ټرمپ د حکمنامې مقدمه به سپریم کورټ ته وړم


د امریکې مشر سرکاري وکیل یا اټارني جنرل جیف سیشنز
د امریکې مشر سرکاري وکیل یا اټارني جنرل جیف سیشنز

د امریکې مشر سرکاري وکیل یا اټارني جنرل ویلي د شپږ مسلمان اکثریتي هیوادونو نه امریکې ته خلکو د راتگ او د مهاجرت په اړه د صدر ډانلډ ټرمپ د حکمنامې مقدمه به د هیواد تر ټولو ستر عدالت، سپریم کورټ، ته وړي.

اټارني جنرل جیف سیشنز دغه اعلان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د اپیلونو یو وفاقي عدالت د هغه فیصلې په جواب کې وکړو چې د مهاجرت په اړه د صدر ټرمپ حکمنامه يي په ځنډ کې برقرار وساتله.

صدر ټرمپ په خپله حکمنامه کې د ایران، شام، یمن، لیبیا، سوډان او صومالیه نه امریکې ته د خلکو په راتگ او مهاجرت د دریو میاشتو پابندي لگولې وه. مختلفو عدالتونو د مارچ په میاشت کې جاري شوي په دغه حکمنامه عملداري په دې دلیل وځنډوله چې دا د مسلمانانو سره امتیازي سلوک کوي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د روجینیا ریاست په رچمنډ ښار کې د فورت سرکټ کورټ اف اپیلیز، یا د اپیلونو عدالت په صدارتي حکمنامه لگیدلی ځنډ برقرار وساتلو. خپله فیصله کې عدالت وویل د صدر ټرمپ د حکمنامې بنیاد هغه لوظونه دي چې هغه د انتخاباتو نه وړاندې او د صدارتي انتخاباتو ورسته کړي یعني د "مسلمانانو خلاف تعصب" کول.

د فیصلې په جواب کې مشر سرکاري وکیل جیف سیشنز په یو بیان کې وویل سپریم کورټ ته به خواست کوي چې د اپیلونو د عدالت د فیصلې جاج واخلي. هغه وویل صدر خپل قانوني اختیار سره سم هیواد د امنیت په خاطر دغه حکمنامه جاري کړې ده.

د جیف سیشنز بیان وايي د انصاف وزارت د اپیلونو عدالت د فیصلې سره "سخت اختلاف" لري ځکه چې دا د هیواد د امنیت دپاره د صدر په کوښښونو کې خنډان راولاړوي. "صدر داسې څه پابندي نه لري چې د هغه هیوادونو څخه هم خلکو ته د راتگ اجازت ورکړي چې د ترهگرۍ ملاتړ کوي او یا ترهگرۍ ته پناه ورکوي."

د اپیلونو عدالت د ججانو ١٣ کسیزې ډلې د فیصله لپاره په ثبوت کې د ډانلډ ټرمپ د ټویټونو، ټیلی وژن مرکو او په انټرنیټ د هغه د شائع شوو مرکو حواله هم ورکړه چې فیصله وايي د صدر د نیت اندازه ترې کیدی شوه.

صدر ټرمپ په وړمبي ځل د جنورۍ په میاشت کې د اووه مسلمان اکثریتي هیوادونو څخه امریکې ته د خلکو په راتگ یا مهاجرت عارضي پابندي لگولې وه. عدالتونو په دغه حکمنامه عملداري وځنډوله. ددې په جواب کې صدر ټرمپ د مارچ په میاشت کې نوي حکمنامه جاري کړه چې پکې د اووه هیوادونو پرځای د شپږ مسلمان اکثریتي هیوادونو څخه امریکې ته د خلکو په راتگ د دریو میاشتو لپاره پابندي ولگول شوه.

خو د رچمنډ عدالت دویمه حکمنامه هم څه ډیره ښه ونه گڼله.

عدالت په فیصله کې وویل پرځای ددې چې حکومت خپله وړمبۍ "معتصبانه حکمنامه" بیرته اخیستی وی حکومت ددې متل په ډول کوښښ وکړو چې لیوه د گډې په جامه کې پټ کړي.

د اپیلیونو عدالت ددې میاشت په شروع کې د دویمې صدارتي حکمنامې خلاف او په حق کې دلایل اوریدلي وو. د حکومت د وکیل وینا وه چې حکمنامه د مذهب په بنیاد نه بلکې هیواد د امنیت په خاطر جاري کړی شوي ده.

د صدر ډانلډ ټرمپ په وړمبۍ حکمنامه کې د ایران، عراق، سوډان، لیبیا، صومالیه، یمن، شام نه د خلکو په راتگ او مهاجرت عارضي پابندي لگولي وه. ده دویمې حکمنامې نه د عراق نوم لرې کړی شوی و.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG