لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وایرس د خبرونو په سر صدر ټرمب په وایس اف امریکا تنقید کړی، ادارې خپله دفاع کړې


د وي او ای خبریال ګرېټا وان سسټرن د صدر ټرمپ سره مرکه کوي
د وي او ای خبریال ګرېټا وان سسټرن د صدر ټرمپ سره مرکه کوي

صدر ډانلډ ټرمپ د کرونا وایرس د خبرونو په سر په وایس اف امریکا سخت تنقید کړی دی او ويلي یې دي که چېرې کانګرس د وي او ای د انتظامي ادارې د مشرۍ او د یو شمېر نورو حکومتي ادارو د دپاره د هغه نامزد کړي امیدواران د دغه چوکیو دپاره د ګمارنې منظوري ورنکړه نو کانګرس به وځندوي.

وايټ هاوس تېره هفته هم کرونا وایرس د خبرونو په لړ کې په وي او ای ټکونه کړي وو خو د وي او ای انتظاميي دغه تنقید رد کړی او د ادارې د کردرا دفاع یې کړې ده.

صدر ټرمپ د یواېس اېجنسي فار ګلوبل میډيا یا یواېس جي اېم د مشرۍ دپاره د دستاوېزي فلمونو جوړونکی مایکل پېک نامزد کړی دی. یو اېس ای جي اېم د وي او ای سرپرسته حکومتي اداره ده چې د وي او ای ترڅنګ د ځېنو نورو مطبوعاتي ادارو انتظام یې هم په لاس کې دی.

صدر ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ کرونا وایرس په اړه د معمول خبري غونډې ده وویل د مایکل پېک تقرري د تېرو دوو کلونو راهسې د کانګرس دلاسه ځنډېلې ده چې د هغه په خبره حکومت د وي او ای د انتظام نه منع کوي. هغه وویل وي او ای ډیر اهمیت لري.

هم په دې لړ کې صدر ټرمپ په وي او ای تنقید هم وکړو. "او که چیرې تاسو هغه څه اورېدلي دي چې وایس اف امریکا یې خپروي، دا د کرکې وړ دي. کومې خبرې چې دوی کوي زمونږ د ملک په اړه د کرکې وړ دي."

صدر ټرمپ وویل مایکل پېک به ښه کار وکړي خو هغه د تېرو دوو کلونو راهسې انتظار کوي ځکه چې کانګرس د هغه د تقررۍ منظوري نه ده ورکړې.

د وي او ای په اړه د صدر ټرمپ د خبرو په ځواب کې د مطبوعاتي ادارې انتظاميي په وي او ای تنقید رد کړو.

د وي او ای ډایرېکترې امېنډا بېنېټ په يو بیان کې وویل "د تېرو ۷۵ کلونو راهسې وي او ای د خپل مشن سره سم د سمندر پورې د امریکا قیصه رسولې ده، د دنیا هغه سیمو ته یې بې طرفه او د حقیقت په بنیاد معلومات رسولي دي چې رسايي ورته نلري. او څنګه چې مونږ ویلي دي مونږ (د اساسي قانون) لومړۍ ماده صادروو." د امرېکې د ایین لومړۍ ماده شهریانو ته د رای د ازادۍ ضمانت ورکوي.

امېنډا بېنېټ وویل هغه د وي او ای په مشن یقین لري او د وي او ای اورېدونکو، کتونکو او لوستونکو ته په کتنه وېلی شي چې د کرونا وایرس په دې وخت کې خلک د وي او ای نه معلومات ترلاسه کوي او "دنیا زمونږ په مشن یقین لري. دا د زیار کار دی او د بل هر وخت نه زیات دا وخت دا (مشن) اهمیت لري."

د صدر ټرمپ د خبرو په ځواب کې د بیان نه علاوه امېنډا بېڼېټ د وي او ای کارکونکو ته به جلا ایمېل کې وویل باید چې "زمونږ توجه زمونږ په وړاندې پروت کار نه لېرې نشي."

امېنډا بېنېټ د پخواني صدر براک اوباما په وخت کې د وي او ای ډایرېکره ګمارل شوي ده او د وي او ای په تاریخ کې د ادارې لومړۍ مشره ده چې د صحافت پولیټرز جایزه یې ګټلې ده.

وایټ هاوس د جمعې په ورځ هم د کرونا وایرس د خبرونو په سر په وایس اف امریکا سخت ټکونه وکړل.

د ایسوسي اېټیډپرېس خبري ادارې ترمخه د جمعې په ورځ د وایټ هاوس یو چارواکي په وي او ای الزام ولګولو چې د ټېکس ادا کوونکو امریکایانو په پېسو د امرانه حکومتونو په حق کې خبرونه ورکوي ځکه چې ادارې په ووهان ښار کې د لاک ډاون يا په حرکت د لېرې کېدو خبر ورکړی و. کرونا وایرس تېرکال په ووهان کې شروع شوی و چې د چین د هوبی صوبې مرکزي ښار دی.

وایټ هاوس د خبرونو په یو ایمېل کې امریکايي ولس په مخاطب کولو وویل "وایس اف امریکا د ستاسو پېسو په لګولو د امرانه حکومتونو دپاره خبره کوي. "

ای پي وايي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د سوشل میډیا دپاره د وایټ هاوس مشر ډېن سکېوینو په یو ټویټ کې وي او ای یو "ډېسګرېس" یا سپکاوی وبللو.

ای پي وايي وي او ای د وایټ هاوس او هم د سکېوینو حملو ته ځواب وېلی او خپله دفاع یې کړې ده. وي او ای وویل قانون پرې دا پابندي لګولې چې په هرې مسلې به د ټولو خواو دریځونه وړاندې کوي.

د وایټ هاوس د ټکونو په ځواب کې امېنډا بېڼېټ وویل په وي او ای او د حکومت په اختیار کې د مطبوعاتي ادارو ترمنځ فرق دا دی چې "مونږ ازاد یوو چې د یوې مسلې ټول اړخونه وښایوو او په حقیقت کې څنګه چې د وي او ای په تګلاره (چارټر) کې وویل شوي قانون مونږ ته د داسې کوولو اجازت راکړی دی."

ای پي وايي امېنډا بېنېټ په یو ایمېل کې نه یوازې خپل دریځ څرګند کړو بلکې پکې د وي او ای د هغه خبرونو حواله هم ورکړه چې پکې د کرونا وایرس په اړه د چین په تګلاره تنقید هم شوی و.

ای پي وايي وي او ای د امریکې د کانګرس نه په منظور شوي مالي مرسته چلېږي او د تېرو څو لسیزو راهسې د دنیا ګوټ ګوټ ته په ازاد ډول خبرونه نشر کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG