لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 ایف  16 جنګي جهازونه او په شام کې پوځي عملیاتو د امریکې او ترک خارجه وزیرانو د ملاقات اهم موضوعات ګڼل کېږي


ترکي په کال 2021 کې په رسمي توګه امريکا ته د څلوېښت ايف 16 جنګي جهازونو اخستلو او نزدې اتيا بيا نوي کېدونکو پرزو خواست کړی
ترکي په کال 2021 کې په رسمي توګه امريکا ته د څلوېښت ايف 16 جنګي جهازونو اخستلو او نزدې اتيا بيا نوي کېدونکو پرزو خواست کړی

د امريکا نه د ترکي د ايف 16 جهازونو خواست او په شام کې د ترکي پوځي عملیات د شورو، چهارشنبې، په ورځ په واشنګټن کې د امریکې او ترکي د مذاکراتو اهم موضوعات ګڼل کېږي. امریکا غواړي چې ترکي دې د شام په شمال کې نور پوځي عملیات نه کوي.

د ترکي د خارجه چارو وزير ميولوت کاوسوګلو د شورو/چهار شنبې په ورځ د امريکا د وزير خارجه انټوني بلېنکن سره په واشنګټن کې ملاقات کوي او څېړونکي وايي د ايف 16 په اړه څه قسم پرېکړه به د نيټو ځواک د غځولو او په شام کې د ترکي نور پوځي عمليات نه کولو سره تړل کيږي .

ترکي په کال 2021 کې په رسمي توګه امريکا ته د څلوېښت ايف 16 جنګي جهازونو اخستلو او نزدې اتيا بيا نوي کېدونکو پرزو خواست کړی. د بايډن حکومت د سودا کولو په حق کې دی خو دا به د کانګرس تايد غواړي.

د وال سټريټ جرنل د رپورټ تر مخه د امریکې حکومت د کانګرس سره مشورې پيل کړي چې د شل بيلينه ډالرو په دې سودا سره يوه خله شي.

د څېړنيزې ادارې وېلسن سنټر څېړنکار جيمز جيفري وايي د کانګرس لخوا هر قسمه مرسته به د ترکي نه د دوو غوښتنو سره تړلې وي يو دا چې ترکي به د شام په شمال کې هيڅ قسمه پوځي عمليات نه کوي او په نيټو کې به د فېن لينډ او سويډن د شامېليدلو مخالفت نه کوي.

هغه وي او ای ته وويل “په سينټ کې مخالفت به د حکومت د لوړ پوړو چارواکو د امنيت په ترڅ کې دليل ته اړتيا لري او نه پوهېږم چې دا به رامنځ ته شي. خو زه وينم چې که ترکي ايف 16 جهازونه غواړي دا به د دې دوو غوښتنو د پوره کولو پرته ونه شي”.

د امريکا د پوځي ځواک سنټرل کمانډ پخوانی مشر جنرل جوزېف وټل چې په عراق او شام کې یې د داعش خلاف د اپريشنو مشري کړې د دې خبرې سره اتفاق کوي او وايي “امريکا دې په ترکي د ايف 16 خرڅول خا مخا د نيټو د غځولو او د شام شمالي برخې نورې نه کمزورې کولو سره وتړي”.

د نيټو ځواک 28 غړو ملکونو د وړاندې نه د سويډن او فېن لينډ د شاميلېدو اجازت ورکړی خو ترکي او هنګري لا نه دی ورکړی. هنګري ويلي د فيبرورۍ په شروع کې به اجازت ورکړي او د ترکي پرېکړې ته لا انتظار دی.

ترکي تمه لري چې فېن لينډ او سويډن د کردي وسله والو او د ګلان تحريک د غړو خلاف نور ګامونه واخلي ځکه ترکي ګڼي په ترکي کې د کال 2016 د کودتا د هڅې په شا د دوی لاس و.

د وال سټريټ جرنل د رپورټ مطابق د بايډن حکومت د ترکي سيمه ايز حريف او د نيټو غړي ملک يونان ته د ايف 35 جنګي جهازونو ورکولو په اړه به د کانګرس نه بيل اجازت غواړي.

ترکي د ايف 35 جهازونو د ګډو عملياتو نه هغه وخت لرې کړل شو کله چې انقره د روس نه ايس 400 دفاعي ميزايل واخستل

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې بېګم دونمز اېرسوز د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG