لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د ټېلیویژن مشهور کوربه لېري کنګ د ۸۷ کالو په عمر کې مړ شو 


راېټرز خبري اداره وايي د امریکايي‌ ټي وي چېنلو مشهور کوربه لېري کنګ د ۸۷ کالو په عمر کې مړ شو.

لېري کنګ د ۶۰ کالو نه زیاتې مودې پورې د امریکا سي‌ اېن اېن او نورو مطبوعاتي ادارو لپاره د نړۍ د زرګونو مشرانو، سیاست مدارو او پیژندلو خلکو مرکې کړD. د لېري کنګ د مرګ خبر سي اېن اېن د خالي/ شنبې په ورځ سهر وختي ورکړی.‌

یو شمیر امریکايي مطبوعات وايي لېري کنګ په کرونا وبا اخته کیدو وروسته د لاس اېنجلس په یو هسپتال کې داخل/ بستر وو. لېري کینګ د تیرو څو کالو راهسې یو شمیر روغتیايي ستونزې لرلې او په کال ۲۰۱۹م کې ورته هارټ اټېک (زړه دوره) او شوګر هم لږیدلی وو.

د سي اېن اېن د رپورټ تر مخه لېري کنګ د تیرې یوې اونۍ راهسې د لاس اېنجلس په سیډر میډیکل سنټر روغتون کې داخل وو.

د کال ۱۹۸۵م نه تر ۲۰۱۰م پورې په ګرده نړۍ کې په مېلینونو کتونکو په سي اېن اېن د لېري کنګ ځانګړې خپرونه ٫٫ لېري کنګ لاېو٬٬ خپرونه کتلې، چې پکې به نوموړي د نړیوالو مشرانو، پیژندلو شخصیتونو او پیژندلي ستورو مرکې کولې.

په دغه خپرونه کې به اکثره سیاسي بحثونه، مرکې، په تازه حالاتو بحثونه او د کتونکو سره خبرې هم کیدلې. یاده خپرونه د پراېم ټاېم یا زیات کتل کیدو خپرونو کې یوه تر ټولو مشهوره خپرونه ګڼل کیدله.

د لېري کنګ نقادانو به تل دا نیوکې کولې چې د خپل کار د اخیري وختونو پورې لېري کنګ د مرکو نه وړاندې کوم تحقیق نه کوو او زیاتره به یې د مېلمنو نه اسانې پوښتنې وکړې او بې د چېلنج کولو به یې هغوي خپلو خبرو ته ازاد پرېښودل چې مېلمنوبه بیا د خپل ځان د مشهورتیا خبرې کولې.

د دغې په ځواب کې به لېري کنګ وویل چې هغه زیات تحقیق نه کوي او غواړي د خپلو کتونکو سره په ګډه د میلمنو نه څه زده کړي. سره د دې لېري کنګ به ویل هغه نه غوښتل چې د یو خبریال په هیڅ وپیژندل شي.

په کال ۲۰۰۷م کې د یوې پوښتنې په ځواب کې لېري کنګ ویلي‌ وو ٫٫ زما کار چې څنګه یې زه ګورم چې ایا زه کامیاب یم، ځه د خو پوښتنو کولو هڅه کومه. بیا ځوابونه اورم. کوشش کومه چې نورې پوښتنې وکړمه.‌ او تمه لرم چې کتونکي او اوریدونکي به ترې څه نتیجه واخلي. زه کومو پرېکړو یا نتیجو ته نه یم ناست. زه هڅه کومه چې په ښه توګه دغه هر څه وړاندې کړم.٬٬

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG