لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او برطانیه وايي د بنګله دېش عام انتخابات منصفانه نه وو



امریکا او برطانیه بنګله دېش سره تجارتي او ترقیاتي تعلقات لري. دواړو ملکونو د انتخاباتو نه مخکې په بنګله دېش کې د سیاسي تشدد هم غندنه وکړه
امریکا او برطانیه بنګله دېش سره تجارتي او ترقیاتي تعلقات لري. دواړو ملکونو د انتخاباتو نه مخکې په بنګله دېش کې د سیاسي تشدد هم غندنه وکړه

امریکې او برطانيې ویلي په بنګله دېش کې د اتوار، يکشنبې، په ورځ شوي انتخابات چې وزیراعظمه شېخ حسینه په کې بریالۍ بلل شوي د باور وړ، ازاد او منصفانه نه وو.

د حسینه ګوند په انتخاباتو کې د پارلېمنټ په دریو کې دوه برخې چوکۍ ګټلي دي. د حکومت د ټولو نه لوی مخالفې ډلې د انتخاباتو بایکاټ کړی و او د ووټونو شرح هم کمه وه.

امریکا او برطانیه بنګله دېش سره تجارتي او ترقیاتي تعلقات لري. دواړو ملکونو د انتخاباتو نه مخکې په بنګله دېش کې د سیاسي تشدد هم غندنه وکړه.

د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت ترجمان مېتیو مېلر د حزب اختلاف د زرګونو فعالانو په ګرفتارۍ او د ووټونو په ورځ په بې قاعدګیو تشویش لري.

مېلر وویل امریکا د نورو مبصرینو سره دا رای شریکوي چې دا انتخابات ازاد او منصفانه نه وو. مېلر د افسوس اظهار وکړو ټولو ګوندونو په انتخاباتو کې شرکت و نه کړو.

د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان د بنګله دېش د حکومت نه غوښتنه وکړه چې د تشدد د رپورټونو دې په د بااعتماده تحقیقات او د ذمه وارو کسانو دې احتساب وکړي.

برطانيې وویل د انتخاباتو په لوري د تګ په مهال بنګله دېش د جمهوریت مېعارونه نه وو پوره کړي.

د برطانيې د خارجه، کامن وېلت او د ترقۍ دفتر په خپل بیان کې ویل جمهوري انتخابات په باوري، ازادې او منصفانه مقابلې بنیاد لري، انساني حقونو ته احترام او د قانون د جمهوري عمل بنیادي عناصر دي خو په انتخابي عمل کې دا مېعارونه نه وو پوره کړی شوي. برطانيې د حزب اختلاف د فعالانو په ګرفتاریو تشویش څرګند کړو.

امریکې په خپل بیان کې وویل د هند او بحرالکاهل سیمه ازاده ساتلو، په بنګله دېش کې د انساني او شهري حقونو د تحفظ او بنګله دېش سره د ولس په کچه او اقتصادي تعلقات د زیاتولو مشترکه اهداف ترلاسه کولو دپاره به امریکا بنګله دېش سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

د چین د اثر مخه نیولو دپاره د هندوستان ترڅنګ بنګله دېش هم په سیمه کې د امریکې اهم ملګری ملک دی.

چین، روس، هندوستان او ځینو نورو ملکونو په انتخاباتو کې په بريا وزیراعظمې شېخ حسینه ته مبارکي ورکړه او لوظ یې وکړو چې د جنوبي اېشیا دغه ملک سره به همکارۍ ته دوام ورکوي.

د بنګله دېش په انتاباتو د نړیوال ردعمل نه وړاندې شېخ حسینه د ګل، دوشنبې، په ورځ خبري کانفرنس کې انتخابات ازاد او منصفانه وبلل.

د وزیراعظمې واکمن ګوند عوامي لیګ ګوند د ۲۹۹ هغه چوکو څخه چې ووټونه پي شوي وو ۲۲۲ وګټل. ازادو امیدوارانو ۶۲ چوکۍ، جاتیا پارټۍ ۱۱ او دریو نورو وړو ګوندونو درې چوکۍ ګټلي دي. د یوې حلقې نتیجه نه ده اعلان شوي او په یوه چوکۍ ووټونه د یو اميدوار د مرګ په سبب ځنډول شوي دي.

د حزب اختلاف د ټولو نه لوی ډلې بنګله دېش نېشنلېسټ پارټۍ چې مشري يې پخوانۍ وزیراعظمه خالده ضیا کوي، او اتحادیانو يې د انتخاباتو نه بایکاټ کړی و او د ووټونو شرح یو څلوېښت اشاریه اته فیصد وه. که څه هم د ووټونو ورځ پرامنه وه خو د دې نه مخکې د تشدد یوه لړۍ چلېدلې وه.

بنګله دېش نېشنلېسټ پارټۍ ویلي د اکتوبر د ۲۸ نېټې راهسې کله چې په سرښار ډهاکه کې د حکومت خلاف مظاهره په تشدد کې بدله شوه د ۲۰۰۰۰ نه زیات پلویان یې نیول شوي دي. حکومت دغه شمېره مسترد کړې او ویلي يې دي ګرفتارۍ د اور اچونې او د زیان رسونې په مخصوصو الزامات شوي دي.

بنګله دېش د سیاسي تشدد، پوځي بغاوتونو او د قاتلانه حمول تاریخ لري. حسینه او ضیا د تېرو څو کلونو راهسې وار په وار حکومتونه کړی دي او د رقابت په نتیجه کې يې په بنګله دېش کې سیاسي اختلافات او د انتخاباتو سره تړلی تشدد ته دوام ورکړی. د سږ کال د انتخاباتو په اړه پوښتنې ځکه هم راپورته شوې وې چې د موجوده وزیراعظمې د مقابلې دپاره څوک اهم اميدوار په مېدان کې نه و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG