لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: د "وینې تږي" داعش ته ماتې ورکړې شوې ده


صدر ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورځ د ملگرو ملتونو عمومي شورا یا جنرل اسمبلۍ غونډې وینا کې د سعودي عرب، هندوستان، قطر، متحده عرب امارات، اردن او د مصر ستاینه وکړه چې په سیمه کې د امن او د ثبات دپاره کوښښونه کوي
صدر ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورځ د ملگرو ملتونو عمومي شورا یا جنرل اسمبلۍ غونډې وینا کې د سعودي عرب، هندوستان، قطر، متحده عرب امارات، اردن او د مصر ستاینه وکړه چې په سیمه کې د امن او د ثبات دپاره کوښښونه کوي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي په منځني ختیځ کې د "وینې تږي" داعش ډلې ته ماتې ورکړې شوې ده او ایران په منځني ختیځ او په نړۍ کې د ترهگرو ملاتړ کوي.

صدر ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورځ د ملگرو ملتونو عمومي شورا یا جنرل اسمبلۍ غونډې وینا کې د سعودي عرب، هندوستان، قطر، متحده عرب امارات، اردن او د مصر ستاینه وکړه چې په سیمه کې د امن او د ثبات دپاره کوښښونه کوي.

صدر ټرمپ وویل په سعودي عرب کې د شاه سلمان حکومت "زړه ور" اصلاحات پېل کړې دي او د قطر ترڅنگ یې په یمن کې د خانه جنگۍ ځپلو خلکو سره د مېلینونو ډالرو کومک کړی دی.

صدر ټرمپ وویل سعودي عرب د ترهگرۍ خلاف خصوصي مرکز یې قایم کړی دی او د ترهگرۍ خلاف جنگ کې زیاتې ذمه وارۍ یې په غاړه کړې دي.

په منځني ختیځ کې صدر ټرمپ په ایران سخت ټکونه وکړل او وې ویل د ایران "کرپټ" یا بدعنونه رهبرانو د ولس پېسې لوټلې دي او د ایران گاونډیان د ایران د ترهگرو د ملاتړ قیمت ادا کوي.

صدر ټرمپ ایران سره کال ٢٠١٥ د اېټمي معاهدې معاهدې د ختمولو دفاع وکړه او وې ویل د معاهدې ورسته د ایران په دفاعي بجټ کې ۴٠ فیصد اضافه شوي وه او ایران دغه پېسې د یمن او د شام په خانه جنگۍ، مرگونو او تباهۍ کې استعمالولې. صدر ټرمپ په ایران الزام ولگولو چې په منځتي ختیځ "قتل عام" خوروي.

صدر ټرمپ وویل چې ایران د اسرایل د تباه کولو ژمنه کوي او د امریکا "مرده باد" نعرې وهي.

د ایران حکومت د صدر ټرمپ د ایټمي معاهدې د وتلو غندنه کړې ده او وس به کتنه دا وي چې ایراني صدر یا نور نمایندگان په ملگرو ملتونو کې د صدر ټرمپ خبرو ته څه جواب وايي؟

صدر ټرمپ وویل ایران په یمن او شام کې خانه جنگۍ ته لمن وهي او په هېواد د امریکې اقتصادي پابندۍ بیا پرځای کړی شوې دي.

صدر ټرمپ وویل په منځني ختیځ کې د داعش وسله والو ته ماتی ورکړی شوی دی. هغه د داعش دپاره د انگریزی ټکی "بلډ ترسټي" استعمال کړو چې مطلب یې دی د وینې تگی.

صدر ټرمپ د افغانستان څه ذکر خو وه نکړو خو وې ویل چې هېواد به د جرایمو نړيوال عدالت با انټرنیشنل کریمېنل کورټ ته خپله خپلواکي نه تسلیموي. هغه وویل دغه عدالت د غیرمنتخب افسرانو ډله ده چې چا ته جوابده نه ده.

صدر ټرمپ د ايي سي سي ذکر په داسې حال وکړو چې د عدالت نه غوښتنه شوي چې ایا امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د انساني حقونو سرغړونې او جنگي جرمونه کړې دي او که نا؟

امریکا د ایي سي سي غړی هېواد نه دی. افغانستان د ايي سي سي رکن دی.

په افغانستان کې د مبینه بې قاعدگیو دغه رپورټونه د کال ٢٠٠٣ او د کال ٢٠٠۴ د وخت د خفیه زندانونو په اړه دي چې په افغانستان او د نورو هغه هېوادونو په خاوره وو چې د ايي سي سي غړي دي.

صدر ټرمپ د شمالي کوریا سره د تعلقاتو ذکر هم وکړو. هغه وویل د سږ کال د جون په میاشت کې یې د شمالي کوریا د مشر کېم جانگ ین سره یې گټه ورې خبرې کړې دي. هغه وویل دغه خبرې د دواړو هېوادونو په گټه وې او ددې خبرو په نتیجه کې اوس "مزایل او راکټې" نه چلیږي.

یو کال وړاندې صدر ټرمپ د ملگرو ملتونو هم په دغه تالار کې د شمالي کوریا مشر د "راکټ مین" په نوم یاد کړی و.

صدر ټرمپ د لاطیني امریکې څخه امریکې ته د خلکو غیرقانوني مهاجرت ذکر هم وکړ او وې ویل چې د میکسیکو سره په پوله په دیوال کار پېل کړی شوی دی.

هغه وویل چې په نړي واله کچه تجارت کې عدم توازن د امریکې د زغم څخه بهر دی.

صدر ټرمپ وویل د سوشلزم مخالفت پکار دی ځکه چې د هغه په قول دغه نظام د ځان سره مشکلات راوړي.

صدر ټرمپ په ملگرو ملتونو کې د اصلاحاتو په ضرورت زور واچولو او وې ویل اداره باید زیاته فعاله او موثره کړی شي. هغه وویل ترڅو اصلاحات ونشي امریکا به د ملگرو ملتونو د امن ساتنې دپاره د ٢٥ فیصد نه زیاته برخه نه ادا کوي.

صدر ټرمپ په هېواد کې دننه د خپل حکومت د کامیابۍ ذکر وکړو. هغه وویل حکومت یې داسې کامیابۍ ترلاسه کړې دي چې د امریکې وړاندې حکومتونو نه دي ترلاسه کړي. په دغه ټکې په تالار کې خنده هم راپورته شوه نو صدر ټرمپ وویل ددې عکس العمل توقع نه کوله خو "ځه خیر دی."

صدر ټرمپ د ملگرو ملتونو په غړو هېوادونو غږ وکړو چې د نړۍ د سوکالۍ او د غوره اینده دپاره دې په شریکه وکړي. د خپل تقریر په اخېره کې صدر ټرمپ د امریکې او د نړۍ د قامونو دپاره د خدای د رحمتونو خواهش وکړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG