لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کروناوایرس له امله د اقتصادي کړکیچ په مهال څلور اشاریه څلور مېلینه نور امریکایان بې روزګاره شوي دي


رپورټ وايي په امریکا کې د ۱۹۳۰ د ګرېټ ډپرېشن یا اقتصادي بدحالۍ نه وروسته دا لومړی ځل دی چې په دومره لویه شمېره کې امریکایان بې روزګاره شوي دي، یعنې په شپږو کې یو تن روزګار د لاسه تللی دی
رپورټ وايي په امریکا کې د ۱۹۳۰ د ګرېټ ډپرېشن یا اقتصادي بدحالۍ نه وروسته دا لومړی ځل دی چې په دومره لویه شمېره کې امریکایان بې روزګاره شوي دي، یعنې په شپږو کې یو تن روزګار د لاسه تللی دی

په داسې مهال چې کرونا وایرس دلاسه د امریکې اقتصاد د زیان سره مخامخ دی، تېره هفته څلور اشاره څلور مېلینه نورو امریکایانو د بې روزګاره کېدو ورسته حکومت ته مالي امداد خواستونه ورګړل.

د امریکې محنت وزارت یا لېبر ډپارټمنټ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په تازه رپورټ کې وویل په تېرو پنځو هفتو کې په ملک کې د بې روزګاره شویو خلکو شمېر شپږویشت اشاره پنځه مېلین ته ورسیدو.

د بې رزوګارۍ په شرح کې د اضافې رپورټ په داهسې حال کې مخې ته راغلی چې ځینې ریاستونه کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر پرځای شوي لاک ډاون کې نرمي وکړي. لاک ډاون د اقتٌصاد څرخ یا پایه قریباً ودرولې ده.

د وي او ای انګریزۍ څانګې په خپل رپورټ کې اټکل کړی چې په راتلونکو هفتو کې د مېلینونو په شمېر کې نور امریکایان هم د بې روزګارۍ خواستونه کولی شي.

رپورټ وايي په امریکا کې د ۱۹۳۰ د ګرېټ ډپرېشن یا اقتصادي بدحالۍ نه وروسته دا لومړی ځل دی چې په دومره لویه شمېره کې امریکایان بې روزګاره شوي دي، یعنې په شپږو کې یو تن روزګار د لاسه تللی دی.

اقتصاد پوهان وايي په امریکا کې د موجوده خراب اقتصادي صورتحال له امله د بې روزګارۍ شرڅ ۲۰ فیصد ته رسېدلی شي.

د ۲۰۰۷ نه ترد ۲۰۰۹ پورې د دوو کلونو په اقتصادي بدحالۍ کې اته اشاره نهه مېلین امریکایانو روزګارونه بېللي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG