لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې په طالبانو غږ کړی چې افغانانو ته دې د ملک نه بهر تګ اجازت ورکړي


د امریکايي پوځ پخوانی عسکر مېټ زېلر چې د نو ون لېفټ بهاینډ نومې غېر حکومتي تنظیم یې افغانانو سره په بهر تګ کې مرسته کوي وايي د 250000 چې امریکې ته د مهاجرت خصوصي ویزو دپاره اهلیت لري اوس هم په افغانستان کې دي
د امریکايي پوځ پخوانی عسکر مېټ زېلر چې د نو ون لېفټ بهاینډ نومې غېر حکومتي تنظیم یې افغانانو سره په بهر تګ کې مرسته کوي وايي د 250000 چې امریکې ته د مهاجرت خصوصي ویزو دپاره اهلیت لري اوس هم په افغانستان کې دي

په افغانانو د سفر د بندیزونو او افغانستان نه د انخلا پروازونه د ودرېدلو په سر د تشویش په مهال امریکايي ماموینو په طالبانو غږ کړی چې د خپل لوظ سره سم دې هغو افغانانو ته د بهر تګ اجازت ورکړي چې د افغانستان نه وتل غواړي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه تېر کال د اګست په میاشت کې په افغانستان د واکمنېدو وروسته طالبانو ژمنه کړې وه چې هغه افغانان چې قانوني سفري دستاوېزات لري ورته به ملک نه د بهر تګ اجازت ورکولی شي. د دې خبرې غوښتنه نړیوالې ټولنې هم کوله چې هېواد نه تلونکي افغانان باید د سفر اجازت ولري.

د امریکې خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل امریکايي ماموینو د افغانانو په بهر تګ د پابندۍ په مسله طالبانو سره خبرې کړي دي.

د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان (نې) وي او ای ته وویل د افغان اتحادیاتو بل ځای په انتقالولو کې امریکا دې خبرې ته ضرورت لري چې طالبان هم په خپل لوظ ودرېږي."مونږ دا تګی هغوي (طالبانو) ته تکرار کړی دی."

د افغانستان دپاره د امریکې موقتي سفیر این مېکېري د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ټوېټر وویل هغه خلک چې قانوني دستاوېزات لري پکار ده چې د ملک نه بهر سفر وکړی شي.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د تېرې هفتې په اخیره کې په کابل کې خبري یوې غونډې ته وویل چې هغه افغانان به د بهر تګ نه ودرول کېږي چې بغېر د څه "‌عذر" ملک نه تلل غواړي.

مجاهد وویل هغه خلک چې د کورنۍ د غړو ترڅنګ ملک پرېښودل غواړي "عذر نلري"...."مونږ د دوی مخه نیسوو."

د برطانيي موقتي سفیر هکوشورټر د طالبانو نه غوښتلي چې د دغې وېنا دې سپینه وی وکړي.

برطانوي سفارتکار په ټوېټر خپل پېغام کې وویل د طالبانو دغه ډول خبرې د نړیوالې ټولنې سره د طالبانو لوظ کمزوری کوي او هم د افغان ولس اعتماد زیانمن کوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، د نهې، سه شنبې، په ورځ داسې ښکارېدله چې ذبیح الله مجاهد د خپلې خبرې نه په شا شوی دی.

مجاهد وویل خبره یې د هغو افغانان په اړه کړې وه چې د ملک نه تګ دپاره قانوني دستاوېزات نه لري.

هغه په ټوېټر پېغام کې وویل هغه افغانان چې قانوني دستاوېزات او د نورو ملکونه نه بلنې لري بهر تګ او بېرته افغانستان ته ستنېدلی شي.

وي او ای د مجاهد نه پوښتنه وکړه چې طالبانو افغانستان ته په داخلي او په بهر تګ لارو طالب مامورینو ته ویلي چې هغه چا چې د امریکې او نېټو ځواکونو سره یې کار کړی دی هغوی دې ودرول کېږي، طالب ترجمان وویل ممکنه ده چې دا رپورټ ناسم وي.

د طالبانو دغه مبینه امر یو افغان خبري وېب پاڼې شایع کړی دی.

د مجاهد د یقین دهانیو باوجود د وي او ای رپورټ وايي د افغانانو د سفر په اړه د طالبانو تګلاره واضحه نه ده چې له امله یې د زرګونو هغو افغانانو سفرونه ځنډېدلي دي چې د افغانستان نه وتل غواړي.

د امریکايي پوځ پخوانی عسکر مېټ زېلر چې د نو ون لېفټ بهاینډ نومې غېر حکومتي تنظیم یې افغانانو سره په بهر تګ کې مرسته کوي وايي د 250000 چې امریکې ته د مهاجرت خصوصي ویزو دپاره اهلیت لري اوس هم په افغانستان کې دي. په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس امریکې او نورو ادارو د 124000 نه زیات کسان د افغانستان نه راوېستلي دي.

د هیومن فرست کوالېشن نومې امدادي ادارې اېلېکس پلېټساس وايي په تېرو شپږو میاشتو کې 10000 افغانان راویستل شوي دي.

افغانستان نه د انخلا پروازونه په تېرو څو هفتو کې ځنډیدلي دي او ښکاره سبب یې د قطري او د طالب چارواکو په خپل منځو کې څه شخړه ده. دا خبره د وي او ای رپورټ د هغو کسانو له قوله کړې چې په دې معامله خبر دي.


کابل نه د سټېټ ډپارټمنټ د کرایې اخیری پرواز د جنورۍ په 26 نېټه و. د دې وروسته د سټېټ ډپارټمنټ یو چارواکي وویل پروازونه بیا ودرول شوو. د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان (ترجمانې) د رسمي انخلا په اړه څه ونه وېل. ترجمان (ترجمانې) وویل وزارت د امریکايي شهریانو، د امریکې مستقل اوسېدونکو، د افغان اتحادیانو او د کورنیو په انخلا مرستې ته دوام ورکړی دی.


ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG