لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وژل شوو فلسطینیانو په جنازو کې زرگونو خلکو د اسرائیل خلاف احتجاجونه کړې دي


په ملگرو ملتونو کې د امریکې استازې مېرمن نیکي هېلي د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل اسرائیلي ځواکونو د غزه سره په پوله د فلسطیني مظاهره چیانو سره نښتو کې د ضبط نه کار اخیستی دی. هغې په غزه کې د خونړي تشدد پړه په حماس واچوله
په ملگرو ملتونو کې د امریکې استازې مېرمن نیکي هېلي د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل اسرائیلي ځواکونو د غزه سره په پوله د فلسطیني مظاهره چیانو سره نښتو کې د ضبط نه کار اخیستی دی. هغې په غزه کې د خونړي تشدد پړه په حماس واچوله

د فلسطین په غزه برخه کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د وژل شوو فلسطینیانو په جنازو کې په زرگونو خلکو د اسرائیل خلاف مظاهرې وکړې او د اسرائیل نه یې د بدل اخیستو نعرې پورته کړې.

په غزه کې جنازې د هغه فلسطینیانو وې چې یوه ورځ وړاندې د اسرائیل خلاف احتجاجونو کې د اسرئیلي ځواکونو دلاسه وژل شوي وو. د گل، دوشنبې، په ورځ د اسرائیل پرضد احتجاج کې ٦٠ فلسطینیان ووژل شو او ٢٧٠٠ نور زخمیان شول.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د وژل شوو فلسطینیانو په جنازو کې د انتقام نعرې او د فلسطین بېرغونه پورته کړل.

اسرائیلي وزیراعظم بېنجمن نیټن یاهو د اسرائیل دفاع وکړه او وې ویل چې اسرائیل د خپلې دفاع حق لري. خو نړيوالې ټولنې په فلسطینیانو د طاقت د استعمال غندنه کړې ده.

امریکې په غزه کې د خونړي تشدد پړه په حماس اچولې ده چې او ویلي یې دي چې مسلح ډلې قصداً تشدد راپارولو. د غزه انتظام د حماس په لاس کې دی.

په ملگرو ملتونو کې د امریکې استازې مېرمن نیکي هېلي د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل اسرائیلي ځواکونو د غزه سره په پوله د فلسطیني مظاهره چیانو سره نښتو کې د ضبط نه کار اخیستی دی. هغې په غزه کې د خونړي تشدد پړه په حماس واچوله.

نېکي هېلي د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل غونډې ته وویل "په ورستیو ورځو کې د حماس ترهگرو د ایران په ملاتړ د اسرائیلي امنیتي قواؤ او بنیادي اسانتیاؤ په ضد حملې راپارولي دي."

مېرمن هېلي دا خبره رد کړه چې په غزه کې تشدد د امریکې ددې فېصلې په ردعمل کې راپاریدلی دی چې په اسرئیل کې یې خپله سفارتخانه د گل، دوشنبې، په ورځ د تل ابیب نه یروشلم ته منتقل کړه.

فلسطینیان، د امریکې اتحادي ځینې غربي هېوادونه او گڼ شمیر اسلامي ملکونو د امریکې د فېصلې مخالفت کړی دی. د امریکې د فېصلې مخالفت کونکي وايي ددې په نتیجه کې به په منځني ختیځ کې تشدد په تشدد کې اضافه وشي.

خو مېرمن نېکي هېلي دا خبره رد کړه او وې ویل "دا په هیڅ صورت کې د امن امکانات نه کمزوري کوي، خو ځینې خلک دا د تشدد وجه بولي. راځئ چې دا خبره یاده وساتو چې د حماس ترهگر تنظیم د کلونو راهېسې تشدد راپاروي."

د منځني ختیځ دپاره د ملگرو ملتونو خصوصي رابطه کار نکولايي ملادینوو د سکیورټي کاونسل غړو ته د یروشلم نه وویل چې په غزه کې د خلکو د وژل کیدو هیڅ جواز نه و.

هغه وویل "څوک د هغه مور دپاره د عمرازۍ الفاظ موندلی شي چې بچی یې ووژل شي؟ څوک؟ زه په ټولو غږ کوم چې راشئ او ځما سره په شریکه په سخت ترینو ټکو د هغه قامونو غندنه وکړۍ چې په نتیجه کې یې په غزه کې د دومره خلکو ژوندونه تللې دي."

د ملگرو ملتونو د انساني حقونو څېړونکی مایکل لنک په یو بیان کې وویل اسرائیل د فلسطینیانو خلاف د ضرورت نه زیات د طاقت استعمال وکړو. هغه په یو بیان کې وویل اسرائیل دې د "باڼه په بدل کې د سترگې" د اخیستلو رویه بنده کړي.

په غزه کې په صورتحال د غور دپاره د ملگرو ملتونو د امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل غونډه په بېړنۍ توگه د نهی، سه شنبې، په ورځ رابلل شوي ده. د منځني ختیځ دپاره د ملگرو ملتونو خصوصي استازی نکولای ملادینوف به د پروشلم نه د سکیورټي کاونسل غونډې ته تازه حال وړاندې کوي.

د ملگرو ملتونو د سکیورټي کاونسل غونډې نه وړاندې کویت یو بیان وړاندې کړی و چې د فلسطینیانو په وژل کیدو یې د خفگان څرگندونه کوله خو د پېښې بې پلوه تحقیقاتو غوښتنه پکې شوې وه خو په سکیورټي کاونسل کې د اسرائیل حمایتي هېواد چې د وېټو اختیار هم لري، د کویت د بیان مخه ونیوله.

د ملگرو ترڅنگ، د امرېکې مخالفینو هم د گل، دوشنبې، په ورځ یروشلم ته د امریکې د سفارتخانې د منتقل کیدو غندنه وکړه. د امریکې د گام ناقدین وايي ددې په نتیجه کې به په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی لا نور هم زیات شي.

د امریکې د یورپي اتحادیانو ترڅنگ، گڼ شمیر اسلامي هېوادونو د تل ابیب نه یروشلم ته د امریکې د سفارتخانې د منتقلۍ غندنه وکړه.

وایټ هاوس وايي تشدد فلسطینیانو راپارولی دی. د وایټ هاوس نایب ترجمان راج شاه وویل حماس قصداً دا ردعمل راپارولی دی او څه رنگ چې د امریکې خارجه وزیر مایک پامپی یو ویلي اسرائیل د خپلې دفاع حق لري.

خو ځینې امریکایان یروشلم ته د امریکايي سفارتخانې د منتقلۍ په اړه پوښتنې پوښتنې کوي. په واشنگټن د ټرمپ هوټل بهر د یهودیانو ډلې مظاهره وکړه او په فلسطیني علاقو یې د اسرائیل د قبضې د ختمولو او فلسطینیانو ته د مساوي حقونو ورکولو غوښتنه یې وکړه.

د واشنگټن په مظاهره کې برخه اخیستونکي ایتن ملر وايي یروشلم مقبوضه ښار دی چرته چې درې لکه او اویه زره فلسطنیان هم ژوند کوي خو د خپلو یهودي گونډیانو برابر حقونه نه لري.

د امرېکې د نژدې ملگري هېواد برطانيي د وزیراعظمې تریسا می ترجمان وویل ترڅو په منځني ختیځ کې د امن حتمي لوظنامه نه وي ترسره شوي "مونږ یروشلم ته د سفارتخانې د منتقلولو د امریکې د فېصلې سره متفق نه یوو."

د فرانس صدر اېمینیول مېکران په غزه کې د تشدد غندنه وکړه او وې ویل چې په وار وار یې خبرادری یې کړی و چې یروشلم د اسرائیل د مرکزي ښار په توگه د تسلیمولو د صدر ډانلډ ټرمپ فېصله به بدې نتیجې راوپاروي. هغه وویل د اردن باچا شاه عبدالله او د فلسطیني صدر محمودعباس سره یې خبرې کړې دی او د نهې، سه شنبې، په ورځ به د اسرائیلي وزیراعظم بېنجمن نیټن یاهو سره هم خبرې کوي.

د روس خارجه وزیر سرگی لاو رو هم د امریکې گام سره د روس مخالفت تکرار کړو او وې ویل چې داغیر مناسب دی په یو اړخیزه توگه د نړیوالې ټولنې فېصلې دې بیرته واخیستل شي.

د پاکستان خارجه وزارت هم په یو بیان کې د امریکې د فېصلې مخالفت وکړو او وې ویل دا د نړيوالو قوانینو او د ملگرو ملتونو د یو شمیر قراردادونو خلاف ورزي ده. بیان وايي د پاکستان پارلیمنټ هم د امریکايي اقدام مخالفت کړی دی، پاکستان د فلسطیني اولس اوږه په اوږه ولاړ دی او د فلس‍طینیانو د یو داسې ریاست د قیام حمایت کوي چې پایتخت یې القدس وي.

د لبنان وزیراعظم سعد حریري د امریکې فیصله راپارونکي وټاکله او د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف وویل دا "د لوې شرم" ورځ ده.

د سعودي عرب خارجه وزارت د فلسطینیانو د وژل کیدو غندونه وکړه خو یروشلم ته د امریکې د سفارتخانې د منتقل کیدو څه ذکر یې ونکړو.

د ترکي صدر رجپ طیب اردوان د برطانيي د سفر په مهال وویل امریکايي اقدام ډیره د بد قسمتۍ خبره ده او په منځني خیتځ کې یې د امن په بهیر کې د بې طرفه مرکچي حيثیت دلاسه ورکړو.

د ترکي حکومت ویلي په واشنگټن کې یې خپل سفیر د صلاح مشورې دپاره بیرته رابللی دی. په غزه کې د تشدد ورسته ترکي د اسرائیل نه هم خپل سفیر بېرته رابللی و.

ترکي د اسلامی هېوادونو تر ټولو لوې تنظیم او ايي سي ای ارگنایزیشن فار اسلامک کانفرنس بېړنۍ غونډه د جمعې په ورځ رابللې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG