لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن: کابل کې د پرونۍ چاودنې عاملین به پیدا کوو او له منځه به یې وړو - انخلا مېشن به جاري وي


صدر بایډن د وژل شویو تنانو په یاد د درناوي په توګه یوه شېبه چوپ پاته شو
صدر بایډن د وژل شویو تنانو په یاد د درناوي په توګه یوه شېبه چوپ پاته شو

د امریکا صدر جو بایډن وایي چې کابل هوایي ډګر سره د شوې پرونۍ چاودنې عاملین به امریکا پیدا کوي او له منځه به یې وړي.

امریکایي چارواکو تایید کړې ده چې په پرونۍ چاودنه کې ټولټال دیارلس ۱۳ امریکایي پوځیان وژل شوي او پنځلس ۱۵ نور یې زخمیان شوي دي. ویل کیږي چې د ۲۰۱۱ کال راهیسي، امریکايي ځواکونو ته په یوه ورځ دومره مرګ ژوبله نه وه اووښتې.

همدا راز د عامو افغانانو د مړو شمېر لږ تر لږه شپېته (۶۰) تنو ته رسېدلی او ویل کیږي چې شاوخوا یو نیم سل نور ټپیان دي. د دې چاودنې ذمه واري، داعش ډلې په غاړه واخیسته.

چاودنه د کابل هوایي ډګر جنوب ختیځ پلو، ایبي ګېټ سره وشوه، چېرته چې سلګونه افغانان په شمول د ښځې او ماشومان راټول شوي و
چاودنه د کابل هوایي ډګر جنوب ختیځ پلو، ایبي ګېټ سره وشوه، چېرته چې سلګونه افغانان په شمول د ښځې او ماشومان راټول شوي و

صدر بایډن د واشنګټن په وخت د زیارت ورځې په مازدیګر پرېس کنفرانس ته خبرې وکړې او ویې ویل چې امریکا به دا حمله هېره نه کړي، وبه یې نه بخښي، او ضرور به یې عاملینو پسې وګرځي او هغو به له منځه یوسي. هغه دا هم وویل چې د داعش ډلې مفاداتو باندې د حملو دستور یې ورکړی دی.

د دې ترڅنګ، صدر بایډن وویل چې امریکا به ونه ډاره شي او د افغانستان نه د انخلا مېشن به تر تمامېدو پورې جاري ساتي.

هغه په داسې حال کې چې ډېر غمجن ښکارېده، د مړو شویو کسانو کورنیو سره یې غمرازي وښوده او د درناوي په توګه یې یوه شېبه چوپتیا غوره کړه.

د کابل هوایي ډګر سره خوا کې، پرون هغې دروازې ته نږدې چاودنه وشوه چې هلته ګڼ شمېر کسان راټول شوي و او غوښتل یې ځانونه ائیرپورټ ته ورسوي او د انخلا مېشن په لړ کې، له ملک نه بهر ولاړ شي.

په سوشل میډیا باندې داسې تصویرونه مخې ته راغلي چې د حملې نه وروسته، په هغه ځای کې ګڼ شمېر مړي او زخمیان یو د بل په سر پراته ښيي. د امریکا د پوځ یو کمانډر، جنرل فرانک مکینزي د زیارت په ورځ وویل چې دا برید د داعش ډلې د دوو خودکشه بریدګرو لخوا ترسره شو. یو د هوایي ډګر ایبي نومي ګېټ سره، او بل یې د بارون هوټل سره نږدې.

په وروستیو ورځو کې زرګونو کسانو کوشش وکړ چې د کابل هوایي ډګر د لارې، د طالبانو له قبضې لاندې افغانستانه، ځانونه بهر ورسوي
په وروستیو ورځو کې زرګونو کسانو کوشش وکړ چې د کابل هوایي ډګر د لارې، د طالبانو له قبضې لاندې افغانستانه، ځانونه بهر ورسوي

د کابل هوایي ډګر سره پرونۍ حملې د افغانستان دننه او بهر پراخ غبرګونونه راوپارول. طالبانو دا حمله په کلکه غندلې او ویلي يې دي چې د شریرو عناصرو د شر غوښتونکو کړيو مخه به په کلکه سره ونيول شي.

د امریکا صدر جو بایډن سمدستي خپل امنیتي ټیم سره وکتل او د حالاتو جاج یې واخیست. د برطانیې، اېټلي، فرانس، سپېن او اسټرالیا حکومتونو او د نېټو عمومي منشي هم په کابل کې شوې چاودنه غندلې ده.

د امریکا یو ریټایرډ جنرال، مارک کېمېت بي بي سره سره مرکه کې ویلي چې طالبانو امریکا سره دا ذمه واري منلې چې د افغانستان د خاورې نه به چا ته د امریکا خلاف کاروایۍ اجازت ورنکړي، خو اوس د ائیرپورټ نه بهر ګېټ هم نشي کنټرولولی، نو آینده کې به په ملک کې داعش غوندې ډلې څنګه کنټرول کړي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG