لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا سنېټ: د کرونا وایرس په حواله د مالي مرستو پر غټ پکېج خبرې ناکامه شوې


په سنېټ کې د رېپبلېکنانو مشر، سنېټر مېچ مکانل
په سنېټ کې د رېپبلېکنانو مشر، سنېټر مېچ مکانل

د کرونا وایرس عالمي آفت، د امریکا اقتصاد هم زیانمن کړی او اوس واشنګټن هڅه کوي چې د کاروباریانو او خلکو سره مرسته وکړي.

د امریکا سنېټ د ګل/دوشنبې په ورځ یوځل بیا د مالي مرستو د هغه دوه ټریلین ډالري پکېج پر سر خبرو کې پاته راغی کوم چې د کرونا وایرس د آفت له امله، د اقتصادي اړخه سختو ځپل شویو امریکاییانو او کاروباریانو ته په پام کې نیول شوی دی.

د کرونا وایرس عالمي آفت، د امریکا پر اقتصاد اغېزه کړې او هم خلک او هم کاروباري کمپنۍ یې سختې ځپلي دي. امریکا اعلان کړی چې د اقتصادي زیانونو د معاوضې دپاره به دوه ټریلینه ډالره بېلې کړي. مګر دا چې دا دوه ټرېلینه ډالره به څنګه مصرف شي، او څنګه او پر کومو کسانو به وویشل شي، د دې لارې چارې باید په یو قانون کې واضح کړی شي چي هغه قانون د امریکا کانګرس تصویبوي.

تر اوسه لا د دې قانون د نهایي تصویب دپاره په سنېټ کې رایه یا ووټ اخیستنه نده شوې، خو تر هغې وړاندې د قانون پر څرنګوالي باندې، دوه ځله مقدماتي رایه اخیستنه وشوه چې ناکامه پاته شوه.

پر دې مالي پکېج یا بستې باندې تر مقدماتي ووټ اچونې مخکې، د سنېټ د رېپبلېکنانو مشر مېچ مکانل، پر ډېموکراتانو باندې له دې امله غوسه ښکاره کړه چې ګني هغوی داسې دفعې په دې قانون کې ځایول غواړي کوم چې د کرونا وایرس له عالمي وبا سره هېڅ نېغ تړاو نه لري.

سنېټر مکانل وویل: "بازارونه یو ځل بیا خرابیږي، ځکه سنېټ نشي کولای د مرستې دا قانون پاس کړي. دا حال باید نور ختم کړی شي، او همدا نن په کار ده چې دا حال ختم شي، امریکا سره نوره موقع نشته."

خو په سنېټ کې د ډېموکراتانو مشر، سنېټر چک شومر بیا د رېپبلېکنانو دا خبره چې ګني پر طرزالعمل باندې ووټ اخیستل د وخت ضایع کول دي، رد کړه او ويې ویل چې "مونږ یو ډیل یا جوړجاړي ته ډېر نږدې شوي یو، مونږ ټول پوهېږو چې دا حساس وخت دی. مونږ ته دا ذمه واري شته چې جزییات سم کړو. په دې معنا چې دا قانون ښه جوړ شي."

د امریکا په سنېټ کې د ډېموکراتانو مشر سنېټر چک شومر
د امریکا په سنېټ کې د ډېموکراتانو مشر سنېټر چک شومر

ډېموکراتانو په اول ځل د اتوار یا یکشنبې په ورځ، نهایي ووټ اخیستنې ته د مالي مرستې د پکېج د وړاندې تللو مخه ونیوله، او د اتوار په ماخوستن او د ګل ورځې سهار د زیاتو خبرو اترو وروسته، یوځل بیا یې د ګل یا دوشنبې ورځې په ماسپښین، د دغه مالي مرستې د پکېج په حق کې همدا کار وکړ. د دې مالي بستې د مقدماتي پاس کېدو دپاره، د امریکا په سنېټ کې کم تر کمه شپېتو ووټونو ته ضرورت دی.

ډېموکراتان وایي د مالي مرستو د بستې په دې مسوده کې، د خوارېکښو، هسپتالونو، او د طبي کارکنانو په نسبت ډېره توجه کاروباریانو او کمپنیانو ته شوې ده. بل اړخ ته رېپبلېکنان بیا پر ډېموکراتانو دا الزام لګوي چې ګني په داسې یوه موقع کې چې امریکاییان د کرونا وایرس د آفت له امله سخت ځپل شوي او مرستو ته اړتیا لري، دوی د مرستې مخه نیسي.

د امریکا د خزانې وزیر ستېفن منوشن، چې د صدر ټرمپ په استازیتوب د کانګرس له غړو سره اهم مرکچي دی، د ډېموکارتانو دا دعوه باطله وګرځوله چې ګني دا مالي مرستې به د کاریګرو په قیمت، د امریکا له کاروباریانو سره کومک وکړي.

منوشن له فاکس بزنېس نېټورک سره په مرکه کې وویل: "دا د کمپنیو د پاره خیرات ندی، دا د ټولو امریکایي کاریګرو سره مرسته کول دي."

د دغې مالي مرستې د قانوني مسودې تر مخه، د امریکا حکومت به څه باندې ۹۰ فیصده امریکاییانو ته نېغ په نېغه د پېسو مرسته وکړي. اکثره امریکایي کورنۍ چې پکې څلور کسان وي، ۳۰۰۰ ډالره به ترلاسه کړي، خو بل طرف ته د کاروباریانو، ښارونو، او ریاستونو دپاره به د ۵۰۰ بېلینه ډالرو په ارزښت د قرضې ورکولو پروګرام جوړ شي. له وړو کاروبارونو سره د مالي مرستې دپاره هم ۳۵۰ بېلینه ډالره په پام کې نیول شوي دي.

د ډېموکراتانو د اعتراض ټکی هم پر ۵۰۰ بیلینه ډالره والا د قرضې پر پروګرام باندې دی. ځیني منتقدین وایي چې د خزانې وزارت به پراخ اختیار ولري چې دا پېسې به چا ته ورکوي او چاته به یې نه ورکوي، او د مصرف کولو احتساب یې هم ډېر روښانه ندی. په دې برخه کې ډونالډ ټرمپ هم ډېموکراتانو ته نږدې نظر لري او ټینګار کوي چې کمپنۍ باید اخیستل شوې پېسې د ځان په ګټه نه، بلکې د خپلو کاریګرو په ګټه وکاروي.

د کرونا وایرس عالمي آفت نه وروسته، د امریکا د ونډو بازارونه یا سټاک مارکېټونه ډېر رالوېدلي دي. اقتصادپوهان وایي کیدای شي چې د امریکا اقتصاد ډېر زر کسادبازاري ته ولاړ شي، او دا به په تېرو لسو کلونو کې، لومړی ځل وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG