لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایالتونو استازي د ګل په ورځ جو بایډن د امریکا صدر ټاکي – ټرمپ لا خپله ماته نه مني


وایټ هاوس
وایټ هاوس

په امریکا کې د ګل/دوشنبې په ورځ د صدارتي انتخاباتو دپاره د ایالتي ټاکونکو (اېلکټرال کالج استازو) عمومي غونډه کیږي چې په نتیجه کې به یې د اټکلونو له مخې دغه استازي د نوامبر انتخاباتو نتایجو ته په کتنې سره جو بایډن د امریکا شپږ څلوېښتم صدر وټاکي.

په امریکا کې د صدر انتخاب، د خلکو په نېغه ووټونو نه کیږي، بلکې هر ایالت کې چې یو کاندید بریالی اعلان شي، نو د هغه ایالت ځانګړې شمېر انتخابي استازي یا اېلکټرال کالج استازي بیا د هماغه کاندید په حق کې شمېرل کیدی شي. که څه هم د قانون له مخې دغه استازي کولی شي چې د خپلو ایالتونو د ووټرانو خوښه له سترګو وغورځوي او پخپله خوښه څوک صدر وټاکي، مګر په عملي توګه د دې کار امکان ډېر کم دی.

د الکټرال کالج استازو شمېر به (۵۳۸) وي او تمه ده چې په دې کې به ۳۰۶ تنه یې جو بایډن او ۲۳۲ تنه به یې ډانلډ ټرمپ ته رایه ورکړي.

پس له هغه چې الکټرال کالج استازي د دېسمبر په څوارلسمه آینده صدر وټاکي، د دوی فیصله کانګرس ته ځي او د جنوري په شپږمه (۶) د دوی د فیصلې تایید کوي او بیا به د جنوري په شلمه نوی صدر سوګند پورته کوي.

په داسې حال کې چې بایډن ګام په ګام وایټ هاوس ته په نږدې کېدو ښکاري، برحاله صدر ډانلډ ټرمپ تر اوسه په انتخاباتو کې خپله ماته نده منلې او د اتوار/یکشنبې په ورځ یې هم دعوه وکړه چې د نوامبر میاشتې انتخابات یې ګټلي دي.

ټرمپ فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل چې تر اوسه یې دعوه ختمه نده. هغه بغیر له کوم شواهدو ټینګار وکړ چې په انتخاباتو کې ټګي او درغلي ورسره شوې ګني پنسلوېنیا، مشیګن، او جورجیا کې یې، د ده په وینا، په لوی توپیر سره انتخابات ګټلي دي.

د یادونې وړ ده چې ایالتي او فېډرال عدالتونو تر اوسه د انتخاباتو د نتایجو په اړه د صدر ټرمپ د ټیم لخوا څه باندې پنځوس پېش کړی شوې مقدمې، بې اساسه ګرځولي او ردې کړي یې دي. د جمعې په ورځ سپریم کورټ هم تېکزاس ایالت هغه خواست رد کړ چې غوښتل یې په جورجیا، پېنسلوېنیا، مشیګن، او وېسکانسن کې دې د انتخاباتو نتایج باطله وګرځول شي. ټرمپ د ټېکزاس د دې دعوې ملاتړ کولو او ورته خوشبینه ښکارېده، مګر سترې محکمې سمدستي هغه دعوه باطله وګرځوله.

که څه هم د امریکا د ګڼ شمېر سیاستوالو په نظر، وایټ هاوس ته د بایډن د رسېدو مخینوی قریب ناممکنه شوی دی، مګر ټرمپ لا هم له خپلو کوششونو لاس نه اخلي. بل طرف ته د کانګرس یو کم شمېر رېپبلېکنانو تر اوسه په انتخاباتو کې د جو بایډن ګټل تسلیم کړي دي.

ټرمپ د اتوار/یکشنبې په ورځ بیا هم ټویټونه وکړل او یوه کې یې ولیکل، "د امریکا په تاریخ کې تر ټولو له درغلۍ ډک انتخابات!"

د شنبې/خالي په ورځ سرښار واشنګټن کې د انتخاباتو په اړه مظاهرې هم وشوې. د ټرمپ زرګونه پلویانو نارې وهلې چې ټرمپ دې د واک په څوکۍ پاته شي، خو یو شمېر نورو بیا د هغه خلاف مظاهره وکړه.

په دې منځ کې د مظاهره چیانو ترمنځ د لاس او ګرېوان کېدلو خبرونه هم ورکړل شول او ویل کیږي چې څلور تنه په چاړه ووهل شول او هسپتال ته منتقل کړی شول. همدا شان درويشت (۲۳) کسان په دې مظاهرو کې نیول شوي هم دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG