لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په امریکا کې د ښځو د ووټ اچولو د حق سل کاله پوره شول


په امریکا کې د ښځو د حقونو پلویانو د نولسمې پېړۍ په آخرو او د شلمې پېړۍ په سر کې، د ښځو د ووټ اچولو د حق دپاره پراخ کمپاینونه کړي او زیات زیار یې ایستلی دی. بالاخره سل کاله مخکې په همدې میاشت (اګست) د امریکا په آئین کې نولسم ترمیم راغی او د هغې لارې ښځو ته دا حق ورکړل شو چې په انتخاباتو کې خپل ووټ ورکړي.

د یادونې وړ ده چې په اول ځل د دې ترمیم قرارداد، په کال ۱۸۷۸ کې کانګرس ته پیش کړی شو، مګر څلوېښت کاله یې وخت ونیو چې هغه پاس شي او بیا د امریکا د څلورو برخو نه درېیمه برخه ریاستونه هغه منظور کړي.

د ووټ اچولو په برخه کې د ښځو په حق کې مبارزه، اول ځل د ښځو د حقونو په هغه کنوېنشن کې پیل شوه چې په کال ۱۸۴۸ کې د نیویارک ایالت په سینیکا فالز ښار کې جوړ شوی و. په دې کنوېنشن کې چې په یو چرچ (کلیسا) کې ترسره شو، شاوخوا درې سوه کسانو ګډون کړی و چې پکې یوه تورپوستې ښځه هم نه وه شامله. هغه چرچ اوس د ښځو د حقونو د قامي تاریخي پارک یوه برخه او د ښځو د حقونو د تحریک د پیدا کېدو ځای ګڼل کیږي.

د هغه کنوېنشن برخه والو یوه اعلامیه هم جاري کړه چې د ډېکلرېشن آف سېنټېمنټس په نوم پېژندل کیږي او هغه کې یې لیکلي چې ښځو ته دې د نارینه و په شان حقونه ورکړی شي، په شمول د ووټ اچولو.

د ښځو د حقونو د قامي تاریخي پارک یوې چارواکې انډریه ډېکوټر وي او اې ته وویل چې د ښځو د حقونو هغه اعلامیه، د امریکا د خپلواکۍ یا استقلال د اعلامیې نه په تقلید لیکل شوې، خو دا الفاظ چې "ټول نارینه برابر پیدا شوي دي" په دې اوړېدلي چې "ټول نارینه او ښځې سره برابر پیدا شوي دي."

ډېکوټر یادونه کوي چې په کال ۱۸۷۰ کې د آئین د پنځلسم ترمیم له لارې، په تور پوستو کې یوازې نارینه و ته د ووټ اچولو حق ورکړل شو، خو کله چې ښځو د ووټ اچولو دپاره خپله مبارزه پیله کړه، نو په دې تحریک کې بیا د نسلي تفریق او سترو اختلافاتو موضوع مخې ته راغله، ځکه هغو سپین پوستو چې د ښځو دپاره یې د ووټ ورکولو حق غوښته، دا حق یې تور پوستو ښځو ته نه غوښته.

په جانز هاپکنز یونیورسېټي کې د تاریخ یوه پروفېسره مارتا جونز چې د تورپوستو ښځو د مبارزې په اړه یې یو کتاب هم لیکلی، وایي: "د دوو پېړیو په اوږدو کې، تور پوستو ښځو په خپلو تنظیمونو کې یو موازي تحریک رامنځ ته کړ."

پروفېسره مارتا زیاتوي چې تورپوستو ښځو ځان ته د چرچ کنفرانسونه، د مدني حقونو تنظیمونه، او د غلامۍ ضد ټولنې جوړې کړلې.

د امریکا ځینو ایالتونو د ښځو د ووټ اچولو په حق کې ځان ته قوانین پاس کړل، خو د ښځو د چارو فعالانو غوښتل چې په قامي کچه دې آئین ترمیم شي.

نوي فعالان

کله چې د شلمې پېړۍ په سر کې د ښځو په رول کې تغییر راغی، نو د ځوانو او باعزمه ښځو یو نوي کهول، د ښځو د حقونو مبارزې ته ادامه ورکړه. د ښځو د ووټ اچولو یوه تاریخپوهه او لیکواله، اېلېن ډوبیوس، وایي "هغوی کالجونه لوستي و، او د ټولو کاریګرو یو په څلورمه برخه و. هغو کې داسې کسان و چې په لیکوالۍ، شاعرۍ او هنرونو کې یې اېوارډونه ګټلي و."

تر کال ۱۹۱۶ پورې، د ښځو د ووټ اچولو د حق فعالانو خپلو مظاهرو ته زور ورکړ – مارچونه یې تنظیم کړل، شمعې یې ولګولې، او د لوږې اعتصابونه یې وکړل. هغوی په دې لاره کې ډېر هم وځورول شول.

مېرمن ډوبیوس وایي چې هغه ښځې کارکنانې به د ښځو د ووټ اچولو په حق کې په سر عام ویناوې کولې چې نارینه و ته خپل غږ ورسوي، او کله به په کارخانو کې د ډوډۍ خوړلو په وقفې کې نارینه کاریګرو ته ورتلل او ورته به یې خبرې کولې چې د هغوی نظر واړوي.

د ښځو د مبارزې دغه تازه پړاو، او ورسره د صدر ووډرو وېلسن په دریځ کې بدلون او په کال ۱۹۱۸ کې یې د ترمیم نه ملاتړ، دا ټول د دې سبب شول چې دوه کاله وروسته په آئین کې ترمیم پاس شي.

د ښځینه ووټ اچوونکو د لیګ وینا ده چې یوه پېړۍ پس، ښځو ته بیا هم د ووټ اچولو په لاره کې خنډونه شته او په دې خنډونو کې "د ووټ اچوونکي دپاره د تفریقي شناختي کارډ جبري ګرځول، د شهريتوب د اثبات دپاره په قانوني ووټرانو باندې لګول شوي محدودیتونه، په غېرسپین پوستي معاشرو کې د ووټ اچولو د مرکزونو کموالی، او داسې نور شامل دي."

په امریکا کې اوس ښځې، که سپین پوستي وي او که تور پوستي او یا د کوم بل نسل، چې په قانوني شرایطو برابر وي، د ووټ اچولو حق لري. مګر د ښځو د حقونو دپاره مبارزه نده ختمه او په ډېرو نورو برخو کې د ښځو د حقونو پلویان بیا هم هڅه کوي چې ښځې د نارینه و سره برابرې وي.

XS
SM
MD
LG