لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سږکال به امریکا کې د تېر کال په نسبت ډېر خلک د هالوین جشن ولمانځي


سږکال به امریکا کې د هالوین په شپه شیشکې، بلاوې او ارواګانې لږ څه په سکون ساه وباسي، ځکه دې ملک کې د کرونا وبا مخ په کمېدو شوې او د هالوین جشن لمانځونکي په دې شپه کې په ډاډه زړه کور په کور ګرځي او خواږه راغونډوي.

هالوین یو روایتي جشن دی چې په هغه کې خلک د شیشکو، قسماقسم بلاګانو او ارواګانو جامې اچوي، ځانونه د بلاګانو یا شیشکو په څېر سینګاروي، او کور په کور ګرځي چې خواږه راټول کړي. نورو کلونو کې به د اکټوبر په وروستۍ شپه چې د هالوین شپه ده، ډېر شمېر خلک په دې بهانه راوتل او خوشحالۍ به یې جوړولې، خو د کله نه چې کرونا عالمي وبا خوره شوه، د هالوین لمانځنه هم کمزورې شوه. سږکال به بېرته د تېر کال په نسبت ډېر خلک د هالوین په لمانځنه کې راووځي، مګر یوه نظرپوښتنه ښیي چې بیا به هم د وبا نه مخکې کلونو په شان نه وي.

د هالوین اېنډ کسټمز اېسوسيشن تنظیم یوه ویانده وایي، سږ کال په امریکا کې د هالوین په شپو کې د خواږو، د ډاروونکو جامو، او ډاروونکو ډېکورونو یا سینګارونو مارکېټ د تېر په نسبت حد اقل پنځه ویشت (۲۵) فیصده جګ شوی او د لسو نه واخله بیا تر یوولسو بلینه ډالرو پورې دې صنعت کې سږکال خرڅلاو شوی دی.

که څه هم امریکا کې تر اوسه کرونا وبا هډو ختمه نده، مګر د وبایي امراضو د انسټیټوټ مشر ډاکټر انټوني فاوچي ویلي، خلک کولای شي د کوره بهر د هالوین جشن ولمانځي او خواږه راټول کړي. سره د دې، د صحت ماهرینو خلکو ته مشوره ورکړې ده چې ماسکونه او سېټایزرې یا عفوني ضد مواد له ځانه سره ولري.

امریکا کې قریب ۱۹۱ میلینه خلکو د کرونا ضد دواړه ډوزه وېکسینونه لګولي دي چې د دې ملک د آباتۍ ۵۸ فیصده جوړوي. تېر کال چې د اکټوبر په آخره کې د هالوین جشن راورسېد، نو هغه وخت امریکا کې د کرونا کېسونو شمېر د ورځې شاوخوا یو اتیا زره (۸۱۰۰۰) ته رسېده. نن سبا دا شمېره راټیټه شوې ده. د سپټمبر په نیمایي کې په اوسط ډول به امریکا کې د ورځې ۱۷۳۰۰۰ د کرونا مرض کېسونه مخې ته راتلل، خو اوس د ورځې ۷۳۰۰۰ کېسونه مخې ته راځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG