لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا خپله د آزادۍ ورځ‌ لمانځي - د امریکا ۲۴۵مه کلیزه


امریکا د اتوار/یکشنبې په ورځ د خپلې آزادۍ ورځ‌ لمانځي.‌ دا د امریکا د جوړېدو ۲۴۵مه کلیزه ده او سږ کال دا ورځ بله مهمه ځانګړتیا هم لري او هغه دا چې د کرونا عالمي وبا له راپیدا کېدو نه دا دی څه باندې یو کال تېر شو او په دې موده کې د محدودیتونو له امله ډېر خلک د یو بل له لیدو، راغونډېدو او مېلو جوړولو نه ایسار کړی شوي و،‌ مګر اوس چې دا محدودیتونه کم شوي دي، خلک به د جولائي څلورمه یا د آزادۍ ورځ‌ په لا خوشحالۍ ولمانځي.

د امریکا صدر جو بایډن او مېرمنې یې جېل بایډن زر (۱۰۰۰) تنه د پوځ غړي او اولني مرسته رسوونکي وایټ‌هاوس ته بللي دي چې هلته باربکیو (یا د کباب مېله)‌جوړه کړي او له هغه ځایه د واشنګټن په نشنل مال کې د آزادۍ ورځې په ویاړ آتشبازي هم ننداره کړي.‌

په نیویارک کې هم د سترو اورلوبو (آتشبازیو) دپاره آمادګۍ نیول شوي دي.‌ د امریکا په مختلفو برخو کې د آزادۍ جشن دپاره هرې ډلې ځان ځان ته پرېډونه او مېلې تنظیمې کړي دي.

د واشنګټن ښار په نشنل مال کې آتشبازي کیږي
د واشنګټن ښار په نشنل مال کې آتشبازي کیږي

ډېری کورنۍ پس له ډېره وخته سره یوځای شوي،‌ کورونو کې یې مېلې جوړې کړي او خپل خپل رشته داران یط راغوښتي.‌ اکثرو ته یې پس له ډېره وخته دا اول ځل دی چې د کرونا وبا د مخنیوي محدودیتونو نه پس،‌ یو بل ګوري او خوشحالۍ کوي.

د امریکا په ګڼ شمېر ائیرپورټونو کې د مسافرو ګڼه ګوڼه او رش و،‌ ځکه خلکو پس له ډېره وخته د جولائی څلورمې نېټې د جشن دپاره خپلو کورونو او رشته دارانو ته د تګ اراده کړې ده.

د امریکا د ګاډو انجمن ویلي چې طمعه ده دا ځل د جولائی څلورمې نېټې د جشن پر مهال په روډونو او لارو باندې دومره زیات ګاډي په تګ راتګ کې وي چې مخکې تر دې په بل جشن کې نه و لیدل شوي.

یاده دې وي‌ چې امریکا د نړۍ په کچه د کرونا وایرس له امله تر ټولو زیاته وځپل شوه او ګڼ‌ شمېر خلک په کې په دې مرض ووژل شول،‌ خو اوس حالات د پخوا په نسبت ښه شوي او خلکو ته د کرونا وېکسینونه لګول کیږي. که څه هم د صدر بایډن هدف دا و چې د جولائی څلورمې پورې د امریکا د آباتۍ اویا فیصده (٪۷۰) لویان،‌ کم از کم د کرونا وېکسین یو ډوز ولګوي،‌ خو اوس دا فیصدي (٪۶۷.۱) ده.‌

بل اړخ ته د امریکا د داخلي امنیت ادارې تېره هفته د ریاستونو او ښارونو پولیسو ته خبرداری ورکړ چې د آزادۍ د جشن په ورځو کې د داخلي سختدریځه ډلو لخوا د تشدد مخ ته راتلو خطره شته،‌ خو تر دې دمه هرڅه په امن کې تیریږي.‌

د امریکا د آزادۍ جشن،‌ د ۱۷۷۶ کال د جولائی څلورمې نېټې ته ورګرځي چې کله د هغه مهال د دیارلسو کالوني ګانو نمایندګانو د استقلال د اعلان تاریخي سند دستخط کړ او د برطانیې نه یې خپله آزادي اعلانه کړه.‌

په دې رپوټ کې د رائټرز خبرې ادارې ځیني معلومات هم شامل دي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG