لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: د جوهري منصوبو په اړه فیصله د ایران د مشر رهبر خامنه یي په لاس ده


د ایران مشر رهبر آیت الله علي خامنه یي د ملک تر ټولو واکداره کس ګڼل کیږي چې واک اختیار یې د صدر نه ډېر دی
د ایران مشر رهبر آیت الله علي خامنه یي د ملک تر ټولو واکداره کس ګڼل کیږي چې واک اختیار یې د صدر نه ډېر دی

د امریکا د قامي سلامتیا مشاور جېک سولېوان د اتوار/یکشنبې په ورځ د ایران د نوي صدر په توګه د ابراهیم رئیسي ټاکل کېدل لویه خبره ونه بلله او ویې ویل، دا چې امریکا به بالاخره ایران سره جوهري لوظنامې کې بیا شامل شي او کنه، دا کار د ایران د مشر رهبر آیت الله علي خامنه یي په فیصلې پورې تړلی دی.

انتظار کیږي چې ابراهیم رئیسي به شپږ هفتې وروسته، د منځلاري حسن روحاني په ځای د ایران د صدر په چوکۍ کیني. د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار جېک سولیوان د اې بي سي نیوز ډېس ویک پروګرام سره خبرو کې وویل، مهمه نده چې ایران کې څوک صدر ټاکل کیږي، مهمه دا ده چې آیا د ایران «ټول نظام» دې ته آماده دی چې «د اعتبار وړ وعدې» وکړي چې د اېټمي وسلو د جوړولو احتمال هم له منځه یوسي او که نه.

د نړۍ د پنځو طاقتونو ترڅنګ، امریکا له ایران سره په خبرو لګیا ده چې د هغه هېواد د ۲۰۱۵ کال جوهري لوظنامې کې بېرته شامل شي. دا لوظنامه، ایران د اېټمي وسلو له جوړولو ایساروي، خو د امریکا مخکېني صدر ډانلډ ټرمپ د دې لوظنامې نه امریکا وایستله او ویل یې چې دا لوظنامه په ایران باندې کافي اندازه فشار نه اچوي. ټرمپ همدا راز هغه اقتصادي پابندۍ چې د لوظنامې په نتیجه کې له ایرانه لېرې کړی شوې وې، بېرته په ایران ولګولې چې تر اوسه هماغسې پاته دي.

ایران سره جوهري لوظنامه هغه وخت لاسلیک شوې وه چې اوباما د امریکا صدر و او جو بایډن یې نایب و. اوس چې جو بایډن د امریکا صدر ټاکل شوې دی، غواړي بېرته امریکا په هغې لوظنامې کې شامله کړي، مګر په دې شرط چې ایران اول د یورېنمیو د غني کولو کار محدود کړي او دا یقیني کړي چې لوظنامې ته ژمن دی.

د ایران او شپږو طاقتورو هېوادونو مرکچیانو د اتوار/یکشنبې په ورځ مذاکرات ودرول چې خپلو ملکونو ته ولاړ شي او په مهمو مسایلو له خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړي.

د ایران د مرکچیانو مشر، عباس عراقچي وویل: «مونږ اوس تر بل هر وخت یو توافق ته نږدې یو، خو تر اوسه هم فاصله پاته ده چې د دې فاصلې له منځه وړل، آسانه کار ندی.»

د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار جېک سولېوان هم همداسې نظر لري. هغه وایي چې اوس هم په ځینو مسایلو اتفاق ندی شوی، لکه په ایران باندې د پابندیو مسئله او هغه ژمنې چې ایران غواړي څرګندې یې کړي.

سولېوان زیاته کړه: «آخري فېصله د ایران د مشر رهبر په لاس کې ده، آیا هغه د ډېپلوماسۍ لاره غوره کوي او یا د زیاتېدونکي فشار سره مخامخ کيږي، هم د امریکا او هم د عالمي ورورولۍ له اړخه.»

سولېوان په یوه بله مرکه کې د فاکس نیوز سنډې پروګرام ته ویلي چې که کومه نوې لوظنامه لاسلیک شي، نو د هغې موده کېدلی شي چې د هغې اولۍ لوظنامۍ د ۲۰۳۰ کال له معیاده اوږده وي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG