لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نېټو ذرائع: خارجي قوتونه به د مئې میاشتې له میعاده پس هم افغانستان کې پاته شي


د نېټو ائتلاف کې شامل د برطانیې عسکر - افغانستان ۲۰۲۰
د نېټو ائتلاف کې شامل د برطانیې عسکر - افغانستان ۲۰۲۰

د نېټو څلورو جګپوړو چارواکو ویلي، نړېوال قوتونه په پام کې لري چې د مئې میاشتې د میعاد نه پس هم په افغانستان کې پاته شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د تېرکال لوظنامې له مخې، تمه کېده چې خارجي عسکر د افغانستان څخه د ۲۰۲۱ کال د مئې میاشتې پورې ووځي. اوس چې نېټو د بېرته پاته کېدو تکل کړی دی، دا ګام ممکن له طالبانو سره کشیدګي زیاته کړي، ځکه طالبانو د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله.

د نېټو یو چارواکي رائټرز خبري ادارې ته ویلي: "د اپرېل تر ختمه پورې به ائتلاف ځواکونه [له افغانستانه] په بشپړه توګه ونه وځي. شرایط برابر ندي."

دې چارواکي چې غوښتل یې نوم یې پټ وساتل شي، زیاته کړې چې: "په امریکا کې د نوې انتظامیې په راتلو سره به په پالیسۍ کې بدلونونه راشي، د فوري وتلو مسئلې ته چې خبرې یې کېدلې، کتنه وشي او کیدای شي د وتلو دپاره یوه داسې سټراټیجي یا تګلاره وګورو چې پوره یې حساب سنجول شوی وي."

د ۲۰۲۰ کال د فرورۍ په آخره کې امریکا او طالبانو په دوحه کې یوه لوظنامه لاسلیک کړله
د ۲۰۲۰ کال د فرورۍ په آخره کې امریکا او طالبانو په دوحه کې یوه لوظنامه لاسلیک کړله

د امریکا د مخکیني صدر ډانلډ ټرمپ انتظامیې تېرکال له طالبانو سره یوه لوظنامه لاسلیک کړه چې له مخې یې، د افغانستان نه د ۲۰۲۱ کال تر مئې میاشتې پورې ټول خارجي عسکر ووځي او په بدل کې به یې طالبان ځیني خاص امنیتي تضمینونه ورکوي.

ټرمپ هغه لوظنامه ستایلې وه – په کومه کې چې افغان حکومت هېڅ شریک نه و – او هغه یې د افغانستان د شل کلنې جګړې پای بللی و. ټرمپ په افغانستان کې د امریکایي عسکرو شمېر هم ۲۵۰۰ ته راټيټ کړ چې د ۲۰۰۱ کال راهیسي دا په افغانستان کې د امریکایي قوتونو تر ټولو لږه شمېره وه.

د فرورۍ په میاشت کې د نېټو په یوه غونډه کې د افغانستان په حالاتو کتنه کیږي، او د نېټو ذرائعو ویلي چې په دې ناسته کې به په دې پلانونو خبرې وشي چې د اپریل نه پس به په افغانستان کې څه وشي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د امن خبرې په تېر سپټمبر میاشت کې په دوحه کې پیلې شوې، خو افغانستان کې تشدد دوام پیدا کړ.

د نېټو یوې ترجمانې، اووانا لانګېسکو وایي: "د نېټو هېڅ غړی هېواد دا نه غواړي چې د ضرورت نه ډېر په افغانستان کې پاته شي، خو مونږ دا خبره واضحه کړې ده چې زمونږ شتون به [په افغانستان کې] شرایطو پورې تړلی وي. د نېټو ملګري به د حالاتو عمومي جاج واخلي او د آینده ګامونو په اړه به مشورې وکړي."

هغې دا هم وویل چې اوس مهال د امریکایي عسکرو په شمول، د نېټو شاوخوا لس زره (۱۰۰۰۰) عسکر په افغانستان کې شته دي. د نېټو یو چارواکي بیا وویل چې دا شمېره به د مئې میاشتې نه پس هم قریب همدومره شاوخوا پاته وي، خو پس له هغه بیا نده معلومه.

د افغانستان حکومت او ځیني خارجي ریاستونه او عالمي ادارې وایي چې طالبانو د تشدد په زیاتولو او له تندروه ډلو، لکه القاعده سره د خپلو تعلقاتو د نه پرېکون له امله، شرایط ندي برابر کړي. خو طالبان دا الزامونه نه مني.

د جو بایډن انتظامیې چې د جنوري په شلمه د ټرمپ د انتظامیې ځایناستې شوه، نو د طالبانو سره د دوحې لوظنامې بیا کتنه یې پیل کړه.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند ویلي چې طالبانو خپلې وعدې پر ځای کړي ندي، خو واشنګټن هغې پروسې ته ژمن پاته دی او د عسکرو د آینده شمېرو په اړه یې څه فیصله نده کړې.

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او ملګري یې په تهران کې
د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او ملګري یې په تهران کې

د امریکا د خارجه وزارت یو چارواکي ویلي چې بایډن غواړي اوږدمهاله جګړې، په ذمه وارانه ډول پای ته ورسوي، خو په عین وخت کې دا هڅه هم کوي چې د امریکا خلک د ترهګرو او نورو خطرو په وړاندې محفوظ وساتي.

د افغانستان حکومت مو د تازه پرمختګونو په اړه پوښتلی، خو تر اوسه خپل غبرګون مونږ ته ندی څرګند کړی.

د طالبانو دوو ذرائعو رائټرز خبري ادارې ته ویلي چې طالبان په دې وروستو هفتو کې زیات فکرمند شوي چې هسې نه واشنګټن د دوحې د لوظنامې په اړه خپل نظر بدل کړي او د مئې میاشتې نه پس هم خپل عسکر په افغانستان کې وساتي.

د طالبانو یو هیئت په دې تېرو څو ورځو کې ایران او روس ته تللی، او ویل کیږي چې د چین سره د رابطې نیولو کوشش هم کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG