۲۰۲۲ کال د امریکا دپاره له سیاسي اړخه نوي بدلونونه راوړي، چې په کې د نیویارک دپاره د نوي ښاروال یا مېئر ټاکل کېدل او د امریکا د پنځوسو ریاستونو نه په اکثرو کې یې نوي قانونونه منظوره کېدل شامل دي.
په نوامبر میاشت کې چې د نیویارک بلدیاتي انتخاباتو کې اېرک اډمز کامیاب شوی و، د نوي کال په شپه یې د عهدې سوګند پورته کړ او د بېل ډې بلازیو ځایناستی شو. بېل ډې بلازیو د ۲۰۱۴ راهیسي دوه ځله د نیویارک مېئر یا ښاروال ټاکل شوی و.
بل پلو د امریکا په بل ښار، سیاټل کې هم نوي ښاروال د هفتې د ورځې نه خپله عهده پیل کړه. سیاټل د امریکا په شمال لویديځ کې، کېنېډا سره د همسرحده ریاست واشنګټن سرښار دی.
د دې نه علاوه، د ۲۰۲۲ کال په راتلو سره د امریکا د ریاستونو په سطحه نوي منظور شوي قوانین هم نافذه شول، چې په هغو کې د ترټولو کم اجرت یا تنخوا په کچه کې د اضافې متعلق قوانین هم شامل دي.
په کیلي فورنیا، مساچوسټس، نیوجرسي او نیومېکسیکو ریاستونو کې سر د همدې نوي کال نه، تر ټولو لږې تنخوا یا اجرت په کچه کې اضافه راغله، ځکه په دې ریاستونو کې د اضافې پاس شوي قوانین، د ګورنرانو لخوا منظور شوي دي.
په ځینو نورو ریاستونو کې هم د اجرت د کچې لوړولو متعلق قوانین په مختلفو مرحلو کې دي او شاید په آینده کلونو کې منظور او نافذ کړی شي.
د ځناورو حقوق، او د ووټ اچولو حقوق
په ورجینیا ریاست کې یو نوی قانون معرفي شو چې په بنیاد به یې نور د کاسمېټکس یا د سینګار توکو کمپنۍ دا حق ونلري چې خپل مصنوعات په ځناورو د ازمايښت دپاره استعمال کړي.
بل پلو په واشنګټن ریاست کې دا قانون نافذ شو چې که څوک د سنګینو جرائمو په خاطر سزا کاټ کړې وي، کله چې د جېل نه بهر شي، بېرته د ووټ اچولو حق خپل ترلاسه کولی شي.
د نیواډا ریاست چې د خپلو وګړو دپاره د ووټ اچولو طریقه عمل آسانه کول غواړي، یو قانون جوړ کړی چې پس د دې به هر رېجسټر شوي ووټر یا رای ورکوونکي ته د هغه کور ته د رای یا ووټ پاڼه ولېږل شي، بیا نو د هغه خوښه چې خپل ووټ د ډاګ د لارې لېږي او که پخپله د انتخاباتو مرکز ته ځي او ووټ ورکوي.
د نورو سره مرسته او امداد
په ټېکساس ریاست کې داسې یو نوی قانون نافذ شو چې له مخې یې پس د دې د هغو خیریه یا فلاحي تنظیمونو د پراپرټۍ ټېکسونه معاف کیږي کوم چې بې کوره کسانو ته د اوسېدو سهولت یا نور امداد برابروي.
په اېلېنوی ریاست کې بیا هغو کسانو ته چې په رېسټورېنټونو او یا ټرک سټاپونو کې کار کوي، لازمي تربیه ورکول کیږي چې د انساني سمګلېنګ ممکنه واقعات وپېژني او چارواکو ته د شکمنو پېښو په اړه خبر ورکړي.
په نیوهمپشېر ریاست کې داسې یو نوی قانون جوړ شو چې له مخې یې د نشې په حال کې چلوونکو ګاډو ډرائیورانو ته سزاګانې لا سختې کیږي.
په کولراډو ریاست کې داسې یو نوی قانون نافذ شو چې هغو کسانو ته چې په ماشومتوب کې د جنسي تشدد ښکار شوي وي، د مقدمو درجولو کار آسانه کوي.