لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د سپریم کورټ د مړې شوې قاضي د ځایناستي په سر سیاسي جنجالونه


د امریکا د سپریم کورټ د یوې قاضي د مړینې وروسته، د هغې د ځایناستي په ټاکل کېدو باندې په دې هېواد کې تاوده سیاسي بحثونه راپارېدلي دي. جج روت بېډر ګېنزبورګ د جمعې په ورځ له نړۍ سترګې پټې کړې او د هغې په مړینې سره د امریکا په ستره محکمه (سپریم کورټ) کې یو پېژندل شوی لېبرال آواز چوپ شو. د دې ترڅنګ دا امکان اوس لیدل کیږي چې د امریکا د سپریم کورټ په نهه کسیز بېنچ کې د کنزرویټیو ججانو شمېر شپږ او د لېبرال یا آزاد خیاله ججانو شمېر درې شي.

د امریکا د سپریم کورټ په بېنچ کې یوه کرسۍ په داسې وخت کې تشه شوه چې څو هفتې وروسته، د نوامبر په درېیمه نېټه امریکا کې عمومي انتخابات کیږي او په دې انتخاباتو کې به هم دا معلومه شي چې آیا صدر ټرمپ په دویم ځل د صدارت په څوکۍ پاته کیږي کنه، او هم دا به معلومه شي چې په کانګرس کې به د استازو د اېوان او د سنېټ اکثریت به د ډېموکریټ ګوند وي او که د رېپبلېکنانو. دا چې د مړې شوې جج، روت بېډر ګېنزبورګ، ځایناستی/ځایناستې به څه وخت او څنګه وټاکل شي، دا به په سیاسي ډګر کې فوري اثرات ولري او کېدی شي چې د سنېټ او د امریکا د انتظام په څرنګوالي هم یو دایمي اثر پرېږدي.

د امریکا د سپریم کورټ قاضي، روت بېډر ګېنزبورګ، آزاد خیاله ګڼل کېده او ښځو ته یې ډېر خدمتونه کړي و
د امریکا د سپریم کورټ قاضي، روت بېډر ګېنزبورګ، آزاد خیاله ګڼل کېده او ښځو ته یې ډېر خدمتونه کړي و

په سنېټ کې د رېپبلېکنانو مشر سنېټر مېچ مېکانل د جمعې ورځې په ناوخته وعده وکړه چې سنېټ به دې څوکۍ دپاره د صدر ټرمپ لخوا غوره شوي تن ته رایه ورکړي، خو هغه څرګنده نکړه چې دا به څه وخت وي.

په واشنګټن کې د هرېټیج فاونډېشن سیاسي برخه، هرېټیج اېکشن، یو بیان جاري کړی او هغه کې یې ویلي، "صدر ټرمپ او د سنېټ رېپبلېکنانو سخت زیار اېستلی چې زمونږ د عدالت په نظام کې د آزادخیالۍ (لېبرالیزم) د لسګونو کلونو فعالیت ختم کړي، او هغو ته نده په کار چې اوس په دې کار کې ځنډ وکړي. ریپبلېکنان باید د تاییدولو د هغه اختیار نه کار واخلي کوم چې ووټرانو دوی ته سپارلی دی."

خو په ورته وخت کې لېبرالې ډلې او ډېموکراټان سیاسي مقابلې ته تیاري ښيي. د وېرمانټ ریاست سنېټر پاټرېک لیهې، د 2016 کال حالاتو ته اشاره کوي، په کوم کې چې د هغه وخت صدر براک اوباما د سپریم کورټ یوې تشې څوکۍ ته آزادخیاله مېرېک ګارلنډ ونوماوه، خو هغه وخت رېپبلېکن سنېټر مېچ مکانل هغه ته د تایید رایې اخېستو موقع ورنه کړه او دا دلیل یې وایه چې د انتخاباتو په کال دې د سپریم کورټ څوکۍ نه ډکیږي. سنېټر پاټرېک لیهې د مېچ مکانل هغې خبرې او د نن خبرو ته په تړاو، د اېن پي آر رېډیو ته ویلي چې، "ما تر اوسه په دې اندازه سیاسي منافقت نه دی لیدلی. دا دوه مخي ده، سیاست کول دي."

سنېټر پاټرېک لیهې (ډېموکرېټ) د رېپبلېکنانو وروستی دریځ سیاسي منافقت بللی
سنېټر پاټرېک لیهې (ډېموکرېټ) د رېپبلېکنانو وروستی دریځ سیاسي منافقت بللی

لیهې او نورو ډېموکرېټانو د سنېټ د یوې کمیټې مشر، رېپبلېکن سنېټر لېندسي ګراهم ته یو خط لیکلی او هغه کې یې ورته ویلي، "داسي نشي کېدی چې د یو رېپلېکن صدر دپاره دې یو ډول قواعد وي او د یو ډېموکرېټ صدر دپاره دې بل ډول. د راتلونکي [صدر] سوګند یادولو دستورې نه وړاندې [د سپریم کورټ څوکۍ ته] د کوم نومل شوي کس په سر غور کول به کاملأ نامناسب وي."

بل اړخ ته بیا سنېټر ګراهم داسې غوښتنې رد کړي دي او یادونه یې کړې ده چې په ۲۰۱۳ کال کې، ډېموکراټانو د سنېټ قواعد په دې خاطر بدل کړل چې د اوباما لخوا عدالت ته نومل شوي کسان ژر تر ژره د اعتماد رایه واخلي، او همدا راز یې دا ناکامه کوشش وکړ چې سپریم کورټ ته د ټرمپ لخوا د دویم نومل شوي جج، برېټ کاواناف د تایید مخه ونیسي.

ګراهام په خپل ټویټر کې لیکلي چې، "د دغو دوو پېښو په نظر کې نیولو سره، زه به [د سپریم کورټ] د تشې څوکۍ د ډکولو په اړه د صدر ټرمپ د هرې هڅې ملاتړ وکړم."

سنېټر لیندسي ګراهم (رېپبلېکن) ویلي چې د ټرمپ د فیصلې ملاتړ به کوي
سنېټر لیندسي ګراهم (رېپبلېکن) ویلي چې د ټرمپ د فیصلې ملاتړ به کوي

د امریکا په سنېټ کې ټولټال سل څوکۍ شته چې ۵۳ یې د رېپبلیکنانو دي، او په یو ساده اکثریت سره کولی شي د ټرمپ نومل شوي کس ته د باور رایه ورکړي، حتی که دوه درې رېپبلېکنان خپله لاره بېله هم کړي.

د مېئن ریاست سره تعلق لرونکې یوه رېپبلېکنه سنېټره سوزان کالېنز د دې خبرې مخالفت کوي چې سنېټ دې دا ځل د ټرمپ لخوا کوم نومل شوي جج ته د اعتماد یا تایید رایه ورکړي. سنېټرې کالېنز د خالي/شنبې په ورځ یو بیان خپور کړ او هغه کې یې وویل، "مونږ ته په کار ده چې په انصاف او په یو مخۍ رایه ورکړو – پروا یې نشته چې کومه سیاسي پارټۍ په واک کې ده.... زه په دې باور نه یم چې د انتخاباتو نه دې وړاندې سنېټ نومل شوي جج ته رایه ورکړي.... د سپریم کورټ عمري څوکۍ په اړه باید هغه صدر فیصله وکړي کوم چې د نوامبر په ۳یمه ټاکل کیږي."

د الاسکا ریاست سره تعلق لرونکې یوې بلې رېپبلېکنې سنېټرې لیسه مارکوسکي هم ویلي چې د انتخاباتو نه مخکې به د سپریم کورټ څوکۍ دپاره چا ته رایه ورنکړي.

تر اوسه لا معلومه نده چې د صدارتي انتخاباتو په رانږدې کېدو سره د سپریم کورټ د تشې څوکۍ د ډکولو په سر به د ډېموکراټانو او رېپبلېکنانو دا سیاسي جنجال کوم ځای ته ورسیږي، خو سیاسي څېړونکي وایي چې ډېموکراتان به نور هم وهڅیږي تر څو په آینده انتخاباتو کې د کانګرېس د دواړو اېوانونو کنټرول په لاس راوړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG