لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د یو پاکستاني الاصله شهري په هکله د ترهگرۍ اړوند څیړنې


په واشنگټن کې د فدرال د څیړنې ادارې، یا اېف بي آی مرکز
په واشنگټن کې د فدرال د څیړنې ادارې، یا اېف بي آی مرکز

په امریکې کې پر یو پاکستاني الاصله شهري دا الزام لگیدلی چې گني د ترهگرۍ اړوند یوې څیړنې کې یې د امریکې حکومتي اینجنټانو ته دروغ ویلي دي، خو د هغه وکیل دا تور نه مني.

د امریکې د کنیټیکټ ریاست د منچیسټر ښار اوسیدونکی، ٦٠ کلن فرهید احمد خان چې د گاډو ترمیمکار دی، د سټمبر پر شپږمه د یو جوري (منصفه هیئت) لخوا په دې ملزم وگڼل شو چې د ترهگرۍ پورې اړوندې یوې څیړنې کې یې دروغ بیان ورکړی و.

د هغه مدافع وکیل، فیصل گیل، بیا دا نه مني چې گني فرهید خان دې دروغ ویلي وي او یا دې له ترهگرۍ سره کومه اړیکه ولري.

گیل وویل: «په دغسې یو بې بنیاده کیس کې، دا چې دا خبره عدالت ته لا وړاندې کیږي، زما قهر او غوسه راپاروي. هغوی دا دعوه لا نه لري چې دې سړي دې په پاکستان کې کومې ترهگرې ډلې ته څه لیږلې وي. زه کوښښ کوم دا پیدا کړم چې په دې کیس کې د ترهگرۍ خبره له کومه راپیدا شوه؟»

د امریکې د داخلي امنیت یو کارکن، کریسټوفر ایوانز عدالت ته په یو بیان کې ویلي چې دوی په دې څیړنه کوله چې پاکستان ته د خان لخوا د طبي وسایلو بستې خو به د ترهگرۍ اړوندو فعالیتونو یا سازمانونو د ملاتړ په مقصد نه وې لیږل شوې.

د کریسټوفر ایوانز په وینا، ایجنټانو چې غوښتل معلومه کړي چې خان د طبي وسایلو د اخیستو پیسې له کومه کوي، دا یې وموندل چې د ٢٠٠٧ او ٢٠١٥ کلونو ترمنځ، د هغه بانکي حساب ته له نامعلومو ذرایعو څخه پیسې راغلي چې ټولټال له دوه لاکهو ډالرو زیاتې وې.

د ایوانز د بیان ترمخه، د امریکې د داخلي امنیت اداره په دې خبره شوله چې خان داسې عقیده ښودلې وه چې گني ټول مسلمانان باید د جهاد ملاتړ وکړي، که د چندو د ټولو له لارې هم وي.

خان د حکومت کارکنانو ته ویلي و چې په امریکا کې د اسلامي حلقې په نامه یو خیراتي تنظیم سره کوم پیوند نه لري، او پاکستان ته یې خپلې کورنۍ ته یوازې جامې لیږلي دي.

خو اف بي آی چې په ٢٠١٥ کال کې د هغه پر کور چاپه ولگوله، نو داسې باکسونه او فایلونه یې وموندل چې د حکومتي مامور په باور، د اسلامي حلقې له خیراتي تنظیم سره یې د خان اړیکه اثباتوله.

که څه هم پاکستان ته د طبي وسایلو لیږل، او یا په امریکا کې د اسلامي حلقې سره اړیکه درلودل، کوم جرم نه دی، خو پر فرهید خان دا الزام لگیدلی چې ولې یې حکومت ته په دې برخه کې دروغ بیان ورکړی و.

خان اوس د پنځوس زره ډالره ضمانت په بدل کې له قیده خوشې شوی دی. هغه په ٢٠٠٣ کال کې د امریکې شهري شوی و او په کنیتیکټ ریاست کې یو ځایي امام وایي چې د خلکو ترمنځ د خیریه کارونو او چندو ټولولو په برخه کې ښه نوم لري.

د سیمې امام یې ویلي چې خان انتهایي پسند سیاسي ذهنیت نه لري او دا ناشونی دی چې هغه دې له ترهگرۍ سره اړیکه ولري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG