لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ رښتیا هم د اوکراین له صدر څخه د بایډن په اړه د څېړنو غوښتنه کړې وه


وایټ هاوس د اوکراین له صدر ولادیمیر زیلینسکي سره د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ د هغو جنجالي ټلیفوني خبرو د متن لنډیز خپور کړ چې په دې وروستیو ورځو کې یې په امریکا کې خورا تاوده سیاسي بحثونه راپارولي دي.

د وایټ هاوس لخوا د خپاره شوي متن له مخې، ولسمشر ټرمپ له خپل اوکرایني سیال څخه غوښتي دي چې د امریکا د پخواني ډیموکرات نایب صدر جو بایډن او د هغه د زوی په اړه دې پلټنې پیلې کړي او دا دې پیدا کړي چې آیا جو بایډن، کله چې نایب صدر و، د یوې اوکرایني کمپنۍ په هکله چې زوی یې هم پکې کار کاوه، څېړنې بندې کړې وې او کنه.

د وایټ هاوس لخوا په خپاره شوي متن کې د صدر ټرمپ له قوله چې زیلینسکي سره خبرې کوي، لیکل شوي: "د بایډن د زوی په اړه ډېرې خبرې کیږي، دا چې بایډن د پلټنو مخه نیولې او ډېر شمیر خلک غواړي چې په دې هکله پوه شي، نو تاسو چې له سرکاري وکیل سره [په دې برخه کې] هرڅه کولای شئ، دا به ډېره غوره وي."

د دغو ټلیفوني خبرو د متن د لنډیز له مخې، ټرمپ د اوکراین ولسمشر ته دا هم ویلي چې "بایډن به گرځېده او لاپې به یې وهلې چې څېړنې یې بندې کړي دي، نو که تاسو دې ته کتنه وکړی شئ....ما ته ډېره ناوړه خبره معلومیږي".

دا چې صدر ټرمپ د اوکراین له ولسمشر، یعنې د یو پردي واکمن څخه د خپل سیاسي مخالف په هکله د څېړنو غوښتنه کړېده، په امریکا کې د ډیموکراتانو غوسه راپارولې او دوی وایي چې صدر ټرمپ باید مواخذه کړی شي.

جو بایډن اوس د امریکا د راتلونکو ولسمشري ټاکنو دپاره د ډیموکرات گوند مخکښ کاندید دی او امکان لري چې په انتخاباتو کې د ولسمشر ټرمپ پرخلاف سیالي وکړي.

صدر ټرمپ د امریکا په صدارتي انتخاباتو کې بیا هم کاندید دی، او ډیموکراتان پر هغه تور لگوي چې گني د اوکراین له ولسمشر څخه یې په دې خاطر د بایډن په اړه د پلټنو غوښتنه کړې ده چې د ډیموکراتانو په مقدماتي انتخاباتو کې د بایډن چانس وسوځوي.

د ټرمپ او د اوکراین د صدر ترمنځ د ټلیفوني خبرو د متن لنډیز په داسې وخت کې رابرسېره کیږي چې پرون د نهې/سې شنبې د امریکا په کانگرېس کې د ډیموکراتانو مشرې نېنسي پېلوسي د ټرمپ د مواخذه کېدو په هکله د څېړنو د رسمي لړۍ پیل اعلان کړ.

پېلوسي پر صدر ټرمپ تور ولگاوه چې د خپلې دندې پورته کړی سوگند یې مات کړی، د امریکې قامي سلامتیا او د انتخاباتو امنیت ته یې غداري کړې ده.

د نېنسي پېلوسي له اعلان څو شېبې وروسته، صدر ټرمپ څو ټویټونه خپاره کړل او په یو کې یې وویل چې د ډېموکراتانو دغه ډول خبرې، "د صدر آزارول" دي. ښاغلي ټرمپ په یو بل ټویټ کې ولیکل: "په ملگرو ملتونو کې څه یوه اهمه ورځ، ډېر زیات کار او ډېرې زیاتې کامیابۍ، او ډېموکراتانو په قصدي توگه هڅه وکړه چې د ناولو بې بنیاده خبرو سره په برېکېنگ نیوزونو باندې دا هرڅه وران کړي. زمونږ هېواد ته دا کار ډېر زیان لري!"

په امریکا کې د یو صدر مواخذه یا اېمپیچمنټ چې په حقیقت کې په کانگرېس کې د صدر پر وړاندې عدالتي کاروایي ده، د دې هېواد په تاریخ کې ډېر ساری نه لري. که څه هم ډېموکراتانو د صدر ټرمپ خلاف د مواخذې د پلټنو پیل اعلان کړی، خو گومان نه کیږي چې دا لړۍ دې د سنېټ لخوا تایید شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG