لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بحیره جنوبي چین کې د امریکا د فضایي طاقت زیاتېدل او په اړه یې اندېښنې


امریکا په بحیره جنوبي چین کې چې د چین او نورو ملکونو ترمنځ ورباندې لانجه هم ده، خپل فضایي طاقت اضافه کوي. امریکا په داسې حال کې خپل جهازونه سیمې ته ورلېږي چې چین حکومت، بحیره جنوبي چین خپل د اثررسوخ سیمه ګڼي، خو د امریکا حکومت وایي چې هغه په اوبو کې یوه آزاده بین الاقوامي لاره ده.

د امریکا حکومت بحیره جنوبي چین ته ۵۲-بي ډوله طیارې، جاسوسي طیارې، او لږ تر لږه د سمندري ځواکونو یوه جنګي طیاره لېږلې ده. د سیمې ماهرین وایي امریکایي چارواکي د دې څو ډوله جهازونو له طریقه غواړي چې په هغې لانجمنې سیمې کې د چین د اثر رسوخ د پراخېدو پوره او بېړنۍ ارزونه وکړي.

څېړونکي په دې باور دي چې دا پروازونه او همدا راز په بحیره جنوبي چین کې د بحري پوځي جهازونو په تګ راتګ کې زیاتوالی به چین لا پسې وپاروي. د امریکا په هاوایي ایالت کې د امنیتي څېړنو د یو مرکز څېړونکی، پروفېسر الکزنډر ووېنګ وایي، طیارې د بحري جهازونو په نسبت ډېره سیمه لیدلی او ارزولی شي او خپل کار ژر خلاصولی شي.

په بحیره جنوبي چین کې د امریکا د جنګي بحري جهازونو تګ راتګ په کال ۲۰۱۹ دوه برابره زیات شو، او پروفیسر الکزنډر وایي چې د امریکا هوایي جهازونه د چین له سواحلو نه څه باندې دوه ویشت کلومټره لېرې پروازونه کوي.

په ۲۰۱۸ کې، او بیا تېر کال په جولائی میاشت کې د امریکا د فضایي قواوو ۵۲-بي ډوله طیارې د ګوام نه سیمې ته والوتې چې په پوځي تمریناتو کې برخه واخلي. همدا شان تېره میاشت له یو طیاره بردار بحري جهاز نه چې د بحیره جنوبي چین نه تېرېده، د امریکا جنګي طیارو پروازونه وکړل.

د دې نه علاوه، په چین کې ذرائع وایي چې امریکا په منظمه توګه هغې بحیرې ته جاسوسي طیاره هم لېږي.

د چین او ګاونډیو لانجه

د بین الاقوامي قوانینو له مخې، د یو ملک له سواحلو نه دوه وېشت (۲۲) کلومټره لېرې فضایي حریم، د هېڅ کوم هېواد متعلقه نه ګڼل کیږي. خو بجینګ د بحیره جنوبي چین ٪۹۰ سیمه خپله ګڼي او دا دلیل راوړي چې پخوا په تاریخ کې به چین د اوبو دغه لاره کاروله.

بل اړخ ته بروني، ملېشیا، فلیپین، ټایوان، او ویټنام هریو په بحیره جنوبي چین او یا د دې بحیرې په یوه برخه خپلې دعوې لري. دغه ملکونه د یادې بحیرې وسایلو ته چې ماهیان او د اوبو لاندې د تیلو قدرتي ذخیرې دي، سترګې لري.

د چین پوځي جهازونه
د چین پوځي جهازونه

په همدې حال کې د چین څېړندویه مرکزونه وایي چې سیمه کې د امریکا جاسوسي فعالیتونه زیات شوي او دا کار د جګړې دپاره آمادګي نیول ښيي.

په بجینګ کې چارواکي دعوه لري چې د امریکا پوځ امن خدشه داره کوي او د نړېوالو قوانینو خلاف ورزي کوي. امریکا چې پخوا د سړې جګړې په دوران کې د چین رقیب و او نن سبا د اقتصاد له اړخه یې ستر رقیب ګڼل کیږي، په بحیره جنوبي چین هېڅ کومه دعوه نلري، خو دا وایي چې په دې بحیره کې دې د اوبو نړېواله آزاده لاره محفوظه وي او په دې کې باید د چین د زیاتېدونکي پوځي اثر رسوخ مخه ونیول شي. امریکا پس له هغه د دې بحیرې په جنجال کې ګام رامخ ته کړ چې بجینګ د ټایوان او فلیپین په شان امریکایي پلوه حکومتونو ته پوځي دړکې پیلې کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG