لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د وي او ای سرپرستې ادارې نوي مشر د امریکې د نورو مطبوعاتي څانګو مشران لېرې کړل


مایکل پېک

د یو اېس اېجنسي فار ګلوبل میډیا، یو اېس ای جي اېم، چې د وایس اف امریکا انتظام چلوونکي سرپرسته اداره ده د دې نوي مشر د امریکې د نورو مطبوعاتي ادارو مېډل ایسټ براډ کاسټنګ نېټ ورکس، رېډیو فري اېشیا او رېډیو فري یورپ/ فري لېبرټي مشران د دندو څخه لېرې کړل.

د يو اېس ای جي اېم سي ايي او یا مشر مایکل پېک دغه ګامونه د شورو، چهارشنبې، په ورځ واخیستل.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي مایکل پېک د وي او ای د بېلا بېلو څانګو مشرانو د لېرې کوولو اسباب وه نه ښودل خو یوازې دا خبره یې وکړه چې د یواېس ای جي اېم د نوي مشر په توګه دغه اختیارات لري.

د مایکل پېک د یو اېس ای جي اېم د ګمارل کېدو ورسته د وي او ای ډرېکټرې یا مشرې امینډا بېنېټ او د هغې نایبې سېنډي سوګواره استعفاګانې ورکړي دي.

د امریکې سنېټ د خارجه چارو کمېټۍ د ډېموکرېټک پارټۍ غړي سنېټر باب منېنډېز د مایکل پېک د اقداماتو غندنه وکړه او ویې وېل چې ښاغلی پېک په سیاسي مقصد د یو اېس ای جي اېم ازادي او د ادارې تاریخي کردار ختموول غواړي.

سنېټر منېډیز د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د صدر ډانلډ ټرمپ انتظامیه د هغه د شخصي مقاصدو دپاره د امریکې په هغو ادارو حملې کوي چې بنیادونه یې د جمهوريت په اصولو ولاړ دي.

البرټو فرنېنډیز چې د یوایس ای جي اېم د منځني ختیځ دپاره د مېډل ايسټ براډکاسټنګ نېټ ورکس دریو کلونو راهسې مشر و، وویل په خپل کار او په دې خبره فخر کوي چې په امریکا، دوبۍ، بېروت او په نورو سیمو کې یې د باصلاحیته خبریالانو سره کار وکړو.

البرټو فرنېنډیز د شورو، چهارشبنې، په ورځ په ټوېټر وویل امید کوي چې د یواېس ای جي اېم نوي مشران به ادارې ته ورپه غاړه مشکلاتو نه خبر وي او د هغوی دپاره یې ښې هېلې څرګندې کړې.

هم د شورو، چهارشنبې، په ورځ مایکل پېک د وي او ای کارکوونکو ته خپل لومړی پېغام ولېږلو او په لومړي ایمېل کې یې وویل که څه هم وي او ای د امریکې حکومت په مالي مرسته چلیږي خو هغه به په نړیواله کچه په ازاده توګه د خبرونو خپرولو د وي او ای مشن جاري ساتي.

مایکل پېک وویل هغه د وي او ای چارټر یا تګلارې او د دنیا په ګوټ ګوټ کې موجود د وي او ای خبریالانو ته ژمن دی.

صدر ټرمپ مایکل پېک د یواېس ای جي اېم د مشرۍ دپاره دوه کاله وړاندې نامزد کړی و خو ډېموکرېټک ګوند د هغه د تقررۍ مخالفت کولو. په سنېټ کې د صدر ټرمپ د واکمن ريپبلېکن پارټۍ اکثریت دی او دوه هفتې وړاندې یې د دریو کلونو دپاره د یواېس ای جي اېم د مشرۍ په توګه د هغه مشري منظوره کړه.

په تېرو څو هفتو کې د کرونا وایرس په مهال د چین د خبرونو په سر صدر ټرمپ په وي او ای تنقید کړی دی. د می په ۱۵ نېټه صدر ټرمپ نه د مایکل پېک د تقررۍ په اړه پوښتنه وشوه نو هغه وویل د وي او ای انتظام ډیر ناسمه دی، دا د امرېک اواز نه بلکې دا د امرېکې د غږ په ضد دی.

د وي او ای کارکوونکو ته خپل ايمېل کې مایکل پېک نه خو د صدر ټرمپ او نه هم د هغه د تقررۍ په سر د لانجې څه ‌ذکر وکړو. هغه دا هم وه نه وېل چې د وي او ای مشري په چا ته سپاري.

امېنډا بېڼېټ چې د مایکل پېک د راتګ سره سم یې د وي او ای د مشرې په توګه استعفا ورکړه د وي او ای د ازاد صحافت وکیلا وه او د صدر ټرمپ د تنقید په ځواب کې یې د وي اوای د مشن دفاع کړې وه. هغې وویل وي او ای د رای د ازادۍ ضمانت ورکوونکي د امریکې د آیین لومړۍ ماده د نړۍ هغو سیمو ته رسوي چې د باور وړ معلوماتو بله کومه لاره یې نوي.هغې وویل هم دا سبب دی چې په ۴۷ ژبو کې د وي او ای .۲۸۰ مېلین اورېدونکو او کتونکو ۸۰ فیصد برخه د وي او ای کار د اعتماد وړ ګڼي.

د وي او ای انګریزۍ څانګه وايي د مطبوعاتو د چارو ازادو ادارو د یواېس ای جي اېم د مشر په توګه د مایکل پېک په تقررۍ تشویش څرګند کړی دی. مایکل پېک یو زاړه پاله فلم ساز او د صدر ټرمپ د یو پخواني مشیر سټیون بېنن ملګری دی. وېل کیږي چې مایل پېک به د صدر ټرمپ په حق کې خبرونو ورکولو دپاره د وایټ هاوس د فشار مخه ونه نیول شي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دی اړه د نهې، سه شنبې، په ورخ په خپله اداریه کې وویل د وي او ای د وایټ هاوس په اله کې د بدلېدلو امکان باید د ټولو امریکایانو دپاره د ویرې خبره وې که تړون یې د کومې سیاسي ډلې سره هم وي. اداره وايي صدر کومه سفارتي اله نه بلکې خپل غږ خپرول غواړي او په وفادارۍ اصرار کوي.
په داسې حال کې چې مایکل پېک د یو اېس ای جي اېم مشري ترلاسه کوله د براډ کاسټنګ بورډ اف ګورنرز غړو چې وړاندې یې د وي او ای او د نورو نشریاتي څانګو انتظام په لاس کې و د امریکې حکومت د ګامونو ریکارډ ساتونکي فېډرل رېجسټر کې د ازاد صحافت تشریح ولیکله او په یو بیان کې یې وویل د یواېس ای جي اېم نشریاتي ادارې د مدیریت (اېډیټوریل) مکمله ازادي لري چې تشریح یې د صحافت په بهترینو اصولو کې شوي ده.

د بي بي جي غړو ډریکټرانو وویل چې د ازادۍ مطلب دا دی چې د يواېس ای جي اېم د خبرونو راټولو او د خبریالۍ په لړ کې هره فېصله کولی شي او د هر ډول خارجي او سیاسي فشار نه ازاد وي.

د مایکل پېک عمر د ۶۰ په پټۍ کې دی او د دې نه وړاندې هم د امریکې حکومت په مطبوعاتي ادارو کې په لوړو منصبونو یې دندې ترسره کړي دي. خو هغه د وي اوای کارکوونکو ته وویل په نژدې کلونو کې هغه د مېني فولډ پروکشن نومې کمپنۍ دلارې ۱۵ دستاویزي فلمونه جوړ کړي دي چې په پېلک براډ کاسټنګ سروس نشر شوي دي.

مایکل پېک وویل دغه فلمونه د امریکې قېصه بیانولو د هغه وسیله وه خو غوښتل یې چې د امریکې په تاریخ کې په دې حساس وخت کې بیا نړیوالو نشریاتو لورې ته ورشي. هغه وویل د امریکې دښمنانو پروپګېنډا او د غلطو معلوماتو خپرول تند کړي دي او د دنیا خپل تصور وړاندې کوي.

مایکل پېک وویل د وي او ای د کارکوونکو مورال یا حوصله د پورته کولو کوښښ به کوي او په نژدې کلونو کې مطبوعاتو ته ورپېښو مشکلاتو ته به ګوري. هغه زیاته کړه چې تر ټولو اهم مشن به یې دا وي چې وي او ای زیاته موثره اداره جوړه شي.

XS
SM
MD
LG