لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وایس اف امریکا د قیام ۷۹ کاله وشول


د وي او ای سرپرستي د امریکې د حکومت اداره یو اېس اېجنسي فار ګلوبل میډیا کوي چې د وي او ای ترڅنګ ځینې نورې غير پوځې نشریاتي ادارې هم چلوي
د وي او ای سرپرستي د امریکې د حکومت اداره یو اېس اېجنسي فار ګلوبل میډیا کوي چې د وي او ای ترڅنګ ځینې نورې غير پوځې نشریاتي ادارې هم چلوي

په کال ۱۹۴۲ کې د امریکې د نیویارک ښار د يوې سټوډیو نه جرمني ته د ۱۵ منټو نشریات خپاره کړل.

دغه د وایس اف امریکا د قیام ورځ وه.

په موجوده وخت کې وي اوای چې د امریکې په مالي وسایلو چلېږي د ۴۰ نه زیاتو ژبو کې د دنیا ۲۸۰ مېلین خلکو ته په ازاده ډول خبرونه رسوي.

په امریکا او د دنیا په ګوټ ګوټ کې د ورستي حالاتو په اړه د وي او ای خبرونه په ټېلې وژن، رېډیو، انټرنېټ او سوشل ميډیا خپرول کېږي. د دې ترڅنګ د وي او ای نشریات او خبرونه د ۲۵۰۰ نه زیاتې همکارې سټېشنې هم خپروي.

د کال ۱۹۴۲ د لومړۍ خپرونې نه اووه هفتې وړاندې امریکا په رسمې ډول په دویم نړیوال جنګ کې شامله شوې وه. د وي او ای په دغه لومړۍ خپرونه کې اورېدونکو د امریکې د و وطن سره د مینې سندره واورېدله دغه سندره د جمهوریي د جنګ سندره نومېږي.

په ۱۹۷۶ کې د هغه وخت د امریکې صدر جرالډ فورډ د وي او ای چارټر لاس لیک کړو
په ۱۹۷۶ کې د هغه وخت د امریکې صدر جرالډ فورډ د وي او ای چارټر لاس لیک کړو

د وي او ای په دغه لومړۍ خپرونه کې اناونسر وېلیم هارن وویل "مونږ درته د امریکې غږونه راوړوو. نن او هره ورځ به مونږ درسره د امریکې او د جنګ په باره کې خبرو کوو. دغه خبرونه ښه هم کېدلی شي. کېدی شي چې دغه خبرونه بد وي. خو مونږ په تاسو ته ريښتیا وایوو."

په کال ‍۱۹۷۶ کې وي او ای د رېښتین ګويي دغه عقیده په خپل چارټر یا بنیادي تګلاره کې شامله کړه چې د یوې ادارې په توګه په وي او ای دا قانوني پابندي پرځاي کوي چې په مستقل ډول به د اعتباري خبرونو سرچینه وي او دا چې خبرونه به یې کره، بې طرفه او جامع وي.

د وي او ای سرپرستي د امریکې د حکومت اداره یو اېس اېجنسي فار ګلوبل میډیا کوي چې د وي او ای ترڅنګ ځینې نورې غير پوځې نشریاتي ادارې هم چلوي.

په امریکا او نړۍ کې د تازه حالاتو په اړه د وي او ای خبریالان د حکومت د مداخلت نه بغیر په خپلو رپورټونو کې هره ورځ بې طرفه او کره معلومات وړاندې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG