لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېنټاګان: امریکايي‌ الوتکو په یمن کې د حوثي یاغیانو د وسلو پر زېرمو بریدونه کړي


د امریکې د دفاع وزارت «پېنټاګان» وايي د شنبې- خالي په شپه یې جنګي‌ الوتکو په یمن کې د حوثي یاغیانو د جدیدو وسلو پر زېرمو بریدونه کړي دي.

د پېنټاګان د معلوماتو له مخې حوثي یاغیانو په دغو زېرمو کې بېلابېل رنګه وسلې ساتلې وې او وایي په دغو وسلو یې په سره سمندر او عدن خلیج کې هغه پوځي او ملکي بېړۍ په نخښه کولې چې له نړیوالو اوبوتېرېږي.

د حوثيانو له خوا چلېدونکي المسیره ټیلیویژني نیټورک هم د یمن د سرښار صنعا په السبین میدان کې د امریکې او برتانیې د هوايي ځواکونو د درو بریدونو خبر ورکړی دی.

المسیره وایي عیني شاهدانو ورته ویلي، "د صنعا ښار په بېلابېلو برخو کې یې د جنګي الوتکو د الوتلو شدید اوازونه او د چاودنو ږغونه اورېدلي دي".

المسیره ټیلیویژن د یکشنبې- اتوار په ورځ ویلي، د صنعا په ځینو برخو، په شمالي امران او نورو سیمو کې د شپې بریدونه شوي دي. د چا د مرګ ژوبلې په اړه یې سمدستي رپوټ نه دی ورکړی.

امریکې او برتانیې د روان کال له جنورۍ میاشتې راهیسې په سره سمندر او عدن خلیج کې پر امریکایي او نړیوالو بېړیو باندې د حوثي یاغیانو د بریدونو په جواب کې په یمن کې د هغوی مرکزونه په نخښه کوي.

حوثي یاغیانو ویلي چې له فلسطینانو سره د پیوستون او پر غزه د اسرایل د بریدونو د غچ اخیستلو لپاره د اسرايل اړوند بېړیو په نخښه کولو ته به دوام ورکوي.

د حوثي یاغیانو دغو بریدونو د سره سمندر له لارې کېدونکی تجارت په شدیده توګه اغېزمن کړی دی. د نړۍ 12 فیصده تجارت د همدې سمندر له لارې کېږي.

په نیزدې یو کال کې د حوثیانو په څه باندې 100 بریدونو کې دوې بېړۍ ډوبې شوي دي او څلور کسان پکې وژل شوي دي.

حوثي یاغیانو د تېر کال په نومبر کې یوه بېړۍ او ټوله عمله یې تښتولې هم وه چې لا هم د دغې ډلې په بند کې دي.

د یمن د حوثیانو مشر عبدالمالک الحوثي د امریکې پر منتخب صدر ډانالډ ټرمپ باندې له دې کبله نیوکه کړې چې وایي د اسرایل ملاتړ کوي.

هغه وویل د ټرمپ په ملاتړ د عربي‌ هېوادونو او اسرایل ترمنځ د اړیکو د عادي کولو تړون په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي ختمولو سبب نه شو او دعوه یې وکړه چې ټرمپ به په خپل دویم ځل صدارت کې هم په دې برخه کې ناکام شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په مردان کی د نړیوالو ژبو د زدکړو یو ورځنی کانفرنس شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG