لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او مغربي اتحادیان یې وايي په روس به سختې اقتصادي پابندۍ لګوي 


د اوکراین په سر ښار کیف کې د اوکراین د ځواکونو د موټرو قطار
د اوکراین په سر ښار کیف کې د اوکراین د ځواکونو د موټرو قطار

په اوکراین د روس د حملې نه وروسته د امریکې صدر جوبایډن او د یو شمېر نورو مغربي ملکونو مشرانو ویلي چې په روس به سختې اقتصادي پابندۍ لګوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، د اروپايي اتحاد یا يورپین یونین مشران د روس په ضد په بندیزونو غور کوي او د زیارت، پنجشنبې، په ورخ به حتمي شکل ورکړي.

د يورپین یونین د خارجه تګلارې مشر جوزف بورېل وویل اروپايي مشران تیاری کوي چې د روس په ضد د شدېدو بندیزونو عملي کولو تیاری کوي.

په اوکراین د روس د حملې په اړه هغه وویل د يورپ دپاره د دویم عالمي جنګ نه وروسته دا د ټولو نه د زیاتې تېرې ګنټې دي.

د برطانيي وزیراعظم بورس جانسن د ټویټر دلارې وویل چې د اوکراین صدر ولادمیر زیلنکسي سره یې د اینده ګامونو به اړه خبرې کړي دي.

جانسن وویل د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین د تباهۍ او د خونرېزۍ لاره غوره کړې ده.

د وي او ای رپورټ وايي روسیې د اوکراین د مشرقي سرحد سره قریباً 150000 عسکر ځای په ځای کړي و او د تېرو څو میاشتو راهسې به یې د دې خبرې تردید کولو چې په اوکراین د حملې تیاری کوي. مغربي ملکونو به د مسکو نه غوښتل چې تاوتریخوالی دې کم کړي په جواب کې به کرېملېن ویل چې مغربي ملکونه د جذباتو نه کار اخلي.

د اوکراین خارجه وزیر دمېترو کولېبا د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ټوېټر وویل چې روسیې په اوکراین په پراخه کچه یرغل شروع کړی دی.

کولېبا وویل نړیوالې ټولنې ته پکار دي چې په روسیې سخت بندیزونه ولګوي، اوکراین ته وسلې، پوځي ساز او سامان ولېږي او د اوکراین سره مالي او انساني مرسته وکړي.

د نېټو مشر ینس سټالټنبرګ په اوکراین د روس حمله د نړیوالو قوانینو سنګینه خلاف ورزي وبلله.

سټالټنبرګ په یو بیان کې وویل د خبراریو او د سفارتي کوښښونو کې د ښکېلېدو په ځای روس د یو خپلواکه ملک په ضد جارحیت غوره کړی دی.

هغه وویل د نېټو اتحادیان به په حالاتو غور کوي او د اوکراین د ولس سره به یوځای ودرېږي.

په اوکراین د حملې په اړه د روسي صدر ولادمیر پوتین د خبرو نه وړاندې د ملګرو ملتونو مشر انېټوګوټېرېس د سېکیورټي کاونسل بېړنۍ غونډې په موقع د روسيې نه وغوښتل چې د جګړ نه دې ډډه وکړي.

ګوټېرېس وویل "نن شپا زه د زړه د تل نه یوه خبره کول غواړم: صدر پوتین خپل ځواکونه په اوکراین د یرغل نه ودروه. امن ته موقع ورکړه. ګڼ شمېر خلک اوس هم وژل شوي دي."


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG