لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مغربي ملکونو په کابل هوايي اډه د ترهګر حملې خبرداری کړی


د امریکې خارجه وزیرا ېنتني بلېنکن د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل امریکې په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې څاتګې د حملې خطر ويني
د امریکې خارجه وزیرا ېنتني بلېنکن د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل امریکې په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې څاتګې د حملې خطر ويني

یو شمېر مغربي ملکونو د زیارت، پنجشنبې، په ورخ خبرداری وکړو چې د کابل په هوايي اډه ترهګر حمله کولی شي او هلته جمع شوي کسان دې په سمدسي ډول محفوظ ځای ته منتقل شي.

په کابل کې امریکايي په یو بیان کې وویل د کابل هوايي اډې نه بهر او د هوايي دګر په دروزو د امنیت د خطر له امله امریکايي شهریان دې هوايي اډې او د هوايي اډې دروازو ته د تګ نه ډډه وکړي ترڅو ورته د امریکې د حکومت نماینده هدایات نه وي ورکړي.

په بیان کې وویل شوو چې د هوايي اډې په اېبي، ختیځه دروازه او شمالي دروازې موجود امریکايي شهریان باید په سمدستي ډول دغه سېمې پرېږدي.

د برطانيي د مسلح خواکونو وزیر جېمز هيپې بي بي سي رېډیو ته وویل د ممکنه حملې په اړه د باور وړ رپورټه ترلاسه کېږي.

د اسټرېلیا د خارجه او تجارتي امورو محکمې وویل د ترهګر حملې په خطر ډیر زیات دی او د بېلجیم وزیراعظم اېلېګزېنډر ډي کروو وویل د امریکې او نورو سرچینو نه یې حملې د امکان په اړه د رپورټونو ترلاسه کولو وروسته یې د کابل نه د انخلا پروازونه ختم کړي دي.

د امریکې خارجه وزیرا ېنتني بلېنکن د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل امریکې په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې څاتګې د حملې خطر ويني.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG