لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپنې ماڼۍ مخې ته د ٨٠ کلنې میرمن د امن خاموشه مبارزه


که د واشنگټن د ژمي د شپو وارې او یخې هواگانې وي، که باران وي میرن کنپشتو د پلاسټک څخه جوړه کوډله کې دوائټ هاوس مخ ته ناسته وي او د وائټ هاوس سیل ته راغلي امریکائۍ او نړیوال سیلانیانو ته د سولې خپل پیغام ورکوي
که د واشنگټن د ژمي د شپو وارې او یخې هواگانې وي، که باران وي میرن کنپشتو د پلاسټک څخه جوړه کوډله کې دوائټ هاوس مخ ته ناسته وي او د وائټ هاوس سیل ته راغلي امریکائۍ او نړیوال سیلانیانو ته د سولې خپل پیغام ورکوي
د امریکا سر ښار واشنګټن کې د سپینې مانړۍ مخې ته ناسته اتیا کلنه بوډی دخپل ځان نه... بلکه د جهان په غمونو بار ده. هغه وائی چی جنګونه، ایټم بم او یا بیا وینې تویول د مسلو حل نشی کیدائ. دغه بوډۍ کنشیپشین کنپشتو نومیږي او د 'سپین هیواد' اوسیدونکی ده.
هغه د شلو کلو په عمر کې امریکه ته راغلې وه.او د سپین په کونسلګرۍ که د سکرتر په توګه يي کار پیل کړی وو او بیا يي له یو اطالوی تجار سره واده وکو چی یوه لور هم پیده شوئې وه او ډیر خوشاله ژوندون يي درلود. خو له بدمرغه ددې د خوشاله ژوند پائې په طلاق وو .او بیدرده زمانې له هغې خپله یوا ځینۍ لور هم بیله کړه.
هم دا وه چی بیا میرمن کنپشتو په نړی کې د انسانانو د ازادۍ، تولنیز انصاف او د جنګونو پر ضد خپله مبارزه په کال۱۹۸۱ کې د وائټ هاوس مخې ته پیل کړه. د امریکې یو ورڅ پاڼه "واشنګټن پوسټ" ددغې نا ستړې کیدونکې ښځې دغه 'دیرش کلنه مبارزه' د امریکه په تاریخ کې تر ټولو اوږده سیاسی مبارزه ګڼلې ده. په کومه ورځ چی رونالډ ریګن د امریکې د صدر په توګه سوګند پورته کړو هم په هغه ورځ میرمن کنپشیتو د وائټ هاوس څنګ ته د لوبو په یو پارک کې خپله مبارزه پیل کړه.
واشنگټن کې د امریکې د صدر سرکاري کور چې وائټ هاوس نومیږي
واشنگټن کې د امریکې د صدر سرکاري کور چې وائټ هاوس نومیږي

میرمن کنپشتو وايي د امریکې جمهورصدر روینالډ ریګن څخه را واخلې بیا تر موجوده جمهور صدر باراک اوبامه پورې د هغې په مبارزه خبر دي خوټولو د هغې په احتجاج باندې ځانونه غلي کړې دي. هغه وايي دوی ټول خبر دي چی زه دلته ورته ناسته یم. او زه په نړي کې روان د هغو ټولو جنګونو ګواه یم."
که د واشنگټن د ژمي د شپو وارې او یخې هواگانې وي، که باران وي میرمن کنپشتو د پلاسټک څخه جوړه کوډله کې دوائټ هاوس مخ ته ناسته وي او د وائټ هاوس سیل ته راغلي امریکائۍ او نړیوال سیلانیانو ته د سولې خپل پیغام ورکوي.
خو بلې خوا ته هغه له پولیسوڅخه هم فریاد کوي او وايي پولیسو په بیلا بیلو پلموهغه ډیره زورولې ده او غواړی چی د غه بوډی له دې ځاي څخۀ وشړی. میرمن کنپشتو وايي چی پولیس کله هغه تراټي اوکله د هغې څخه سامان یوسی او په شن یخ، واورو او بارنو کې د هغې د پلاسټکه ګوډل ور ړنګه کړي. او په تیرو ورځو کی پولیس له هغې چوکۍ هم وړې وه چی له امله يې د هغې په وینا د مله ناروغی ورته ور لویدلې ده. هغې وویل " پولیسو چوکۍ راڅخه یوړه او ویل چی دا غیر قانونی ده. خو څلیرویشت ګهنټې په دوه تلو ناستې له کبله می او ملا خوږیږي."
هغه په دې کار کې یوازې نه ده ځینی ځوانان، پیغلې او انسان دوسته خلګ هم له هغې سره په دې کار کښې ملګرتیا او خواخوږي کوي. او چې کله بیا وخت لری دلتی راځی د ایټم بم او نړی وال جنګونوپه ضد روان دې خاموش احتجاج کې د میرمن کنپشیتومرسته کوي. بلکه وائټ هاوس ته راغلي سیلانیان هغې ته چنده ورکوي. ځینی خلګ د پوسټرز او د کاغذپاڼو چاپولو لپاره د هغې سره مالۍ مرستې هم کوي.
دغه مباریزه وايي امریکا او نړۍ ته پکار دي چی نیوکلیائۍ انرژی د انسانیت د بقا، او خوشاله ژوند لپاره پکار راولي، نړۍ اوپه خاص توګه دغه ایټم بم لرونکي هیوادونه که د ایټم بم، هائیډروجن بم او یا بیا نور کیمیاوي بمونو د جوړولو پرځائې که له دې ټیکنالوژۍ څخه بجلي جوړه کړې او یا يي په نورو داسی شیانوکې واکاروي چی هغه د وګړو د کار روزګار، ښه چاپیریال او پُرمختګ سوب وګرځي.
که څه هم میرمن کنپشتود خپل ژوند ٣٢ کاله په یو جمهوری احتجاج کې تیر کو او د امریکا غوندې ریاست کې د عیاشۍ او سوکالۍ ژوند د تیرولو پُر ځائې هغې خپله ځوانی او وخت د انسانیت د بقا او په نړۍ کې د امن راوستلو دپاره غوره کوخو بلې خوا ته په دې موقع چی یو شمیر خلګو د میرمن کنپشتو د احتجاج او په خاصه توګه د سپینې مانړۍ و مخې ته د هغې دغه خاموش احتجاج د امریکا د جمهوریت ښائست و بالو او راته يي وویل دومره حساسه او مهم ځائی کې د داسی احتجاج په نورو هیوادونو کې مثال هم نشې موندل کیدی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG