لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د وایټ هاوس ترجمانه هم کرونا وایرس ناروغه کړه


ېرمن مېک اېنېني د ګل، دوشنبې، په ورځ د کرونا وایرس نه د ناروغه کېدو اعلان په داسې حال کې وکړو چې صدر ډانلډ ټرمپ او د هغه مېرمن ملانیا ټرمپ هم دا وخت د کرونا وایرس د ناروغۍ درملنه کیږي

د وایټ هاوس یا سپېنې ماڼۍ ترجمانې کېلي مېک اېنېني ویلي د کرونا وایرس ټېسټ یې مثبت موندل شوی دی.

مېرمن مېک اېنېني د ګل، دوشنبې، په ورځ د کرونا وایرس نه د ناروغه کېدو اعلان په داسې حال کې وکړو چې صدر ډانلډ ټرمپ او د هغه مېرمن ملانیا ټرمپ هم دا وخت د کرونا وایرس د ناروغۍ درملنه کیږي.

مېرمن مېک اېنېني په ټوېټر پېغام کې وویل د تیر زیارت، پنجشنبې، راهسې یې هره ورځ د کرونا وایرس ټېسټونه کېدل خو د ګل، دوشنبې، په سحر یې ټېسټ مثبټ وموندل شو د دې باوجود چې د کرونا وایرس علامات یې نه محسوسوول.

مېک اېنېني وویل د قرنطین مرحله به یې شروع شي او د کور نه به کار کوي.

صدر ټرمپ د جمعې په ورځ اعلان وکړو چې هغه او مېرمن ته یې کرونا وایرس شوی دی.

د صدر ټرمپ مشیرې هوپ هېکس هم کرونا وایرس ناروغه کړې ده.

XS
SM
MD
LG