لاس رسیدونکی لینک

 
امریکايي ځواکونو په یمن کې په امریکايي بېړۍ حمله کې ککړ وسله وال په هدف کړی
تازه خبر

امریکايي ځواکونو په یمن کې په امریکايي بېړۍ حمله کې ککړ وسله وال په هدف کړی


د امریکې د پوځ مرکزي کمانډ ترجمان کېپټن بل اربن وویل چې یمن کې هوايي بمباري تېره هفته په مارب صوبه کې وشوه چې هدف یې جمال البدواي و
د امریکې د پوځ مرکزي کمانډ ترجمان کېپټن بل اربن وویل چې یمن کې هوايي بمباري تېره هفته په مارب صوبه کې وشوه چې هدف یې جمال البدواي و

په یمن کې امریکايي ځواکونو په کال ٢٠٠٠ کې د امریکې د سمندري پوځ په جهاز بم حمله کې د مشکوک وسله وال په پناه ځای هوايي بمباري کړې ده. د امریکې په سمندري جهاز حمله کې ١٧ عسکر وژل شوې دي.

د امریکې د پوځ مرکزي کمانډ ترجمان کېپټن بل اربن وویل چې یمن کې هوايي بمباري تېره هفته په مارب صوبه کې وشوه چې هدف یې جمال البدواي و. البداوي د القاعده په هغو شپږو وسله والو کې شمال دی چې د امریکې په یو ايس ایس کول سمندري جهاز د حملې په لړ کې مجرم ټاکل شوی دی او د ایف بي ايي د مطلوبو ترهگرو په فهرست کې یې نوم شامل دی.

کېپټن اربن وویل امریکايي ځواکونه د البداوي د مرگ د تصدیق دپاره پلټنې کوي.

د دفاع وزارت یا پېنټگان یو چارواکي وي او ای ته وویل د ډي این ای نتجې ورسته د دې خبرې تصدیق کولی شي چې ایا البدوايي په هوايي بمبارۍ کې وژل شوی دی او که نا؟

د کال ٢٠٠٠ د اکتوبر په میاشت کې د امریکې په یو ایس ایس کول نومې سمند‏ري جهاز د یمن په عدن بندر کې ځانمرگي حمله وشوه چې پکې ١٧ امریکايي عسکر ووژل شو او گڼ شمېر نور زخمیان شول. القاعده د حملې ذمه واري واخیسته.

په یو ایس ایس کول د حملې په لړ کې یمني مامورینو البداوي په کال ٢٠٠٠ کې ونیولو، په کال ٢٠٠٣ کې هغه د زندان نه وتښتېدو، په کال ٢٠٠۴ کې بیا ونیول شو خو په کال ٢٠٠٦ کې البداوي بیا د زندان نه په وتلو کې کامیاب شو او وه نه نیول شو.

امریکې په البداوي په پنځوسو جرمونو کې د ککړتیا تورونه ولگول چې پکې د ترهگرۍ، د امریکايي شهریانو او پوځي مامورینو د وژلو الزمات هم شامل وو. په یو ایس ایس کول د حملې سره سره په البداوي دا الزام هم وو چې د کال ٢٠٠٠ د جنورۍ په میاشت کې یې په یو بل امریکايي سمندرۍ جنگې جهاز د حملې کوښښ کړی و.

په عین حال کې یو امریکايي چارواکي وویل امریکايي ځواکونو د جمعې په ورځ د یمن ېه الدیمان سیمه کې د القاعده وسله والو خلاف هوايي بمباري وکړه. په کال ٢٠١٨ کې امریکايي ځواکونو په یمن کې د القاعده او داعش خلاف په مجموعي توگه شپږ دیرش هوايي حملې کړې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG