لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بهرني زده کونکي د امریکا نوي صدر نه په ویزو کې د څه بدلون تمې لري؟‌ 


په امریکا کې مېشت بهرني‌ زده کونکي چې د صدر ډانلډ ټرمپ په انتظامیه کې یې د مهاجرت په قانون او ویزو کې ډیر بدلونونه لیدلي وايي،‌ دوي تمه لري د صدر منتخب جو باېډن په دوره کې به د دوي (ویزې پرځاې) یا امریکا کې پاتې کیدل ثبات ولري.

په جارجیا پوهنتون کې د یوکراېن یوه زده کونکې رومان ایواسلی وايي ٫٫ زما یقین دی، هغه نړیوال زده کونکي چې سندونه ترلاسه کول یې پاتې دي، دوي به ځانونه زیات خوندي ګڼي. په ځانګړې توګه د کرونا وبا په دې ورځو کې چې کله زیاتره زده کړۍ انلاېن یا ورچول ته اوختي دي.٬٬

په امریکا کې د کرونا وبا د لاسه د مارچ د میاشتې راپه دیخوا کالجونه او د یونیورسټۍ بندې دي چې له سببه یې خارجي زده کونکي د سبقونو ځانګړو ویزو ختمیدو د خطر سره مخ کړي. د ملاېشیا نه امریکا ته سبق له راغلې جهان عاېشه ویراستو وايي ٫٫ هیله لرم چې سفرونه کول به نور اسان شي او د سبقونو پوره کولو وروسته به د ویزو ترلاسه کولو لپاره خواستونه جمع کول اسان شي.٬٬

د صدر ټرمپ انتظامیې دهړکه ورکړې وه چې عملي روزنې اختیاري پروګرام به محدودوي، چې تر مخه یې خارجي زده کونکي د سبقونو وروسته خپله ویزه د دریو کالو پورې غځولی شوه. دغه ځانګړې پروګرام یا او پي ټي د ساېنس، ټېکنالوژۍ، انجېنېرنګ او حساب زده کونکو لپاره ښه وو. دغه زده کونکي به د او پي‌ ټي پروګرام وروسته په اېج -۱ بي ویزه په امریکا کې پاتې کیدی شول.

روان کال د صدر ټرمپ انتظامیې د ویزو په قانون کې یو شمیر بدلونونه راوستي وو چې له سببه یې په مېلینونو زده کونکي په دې بې یقینۍ کې وو چې دوي به بې د څه خنډه خپل سبقونه پوره کړی شي او که نه. د ستمبر په میاشت کې د امریکا د کورني امنېت محکمې یو نوی قانون وړاندې کړی وو چې ترمخه یې د زده کونکو لپاره اېف یا جی ویزو موده څلور کاله وټاکي، سره د دې چې د زده کونکو ګڼ پروګرامونه د دې نه زیاته موده اخلي.

دغه قانون بیا د ځینو هیوادونو د زده کونکو لپاره ټاکل شوې موده دوه کاله لپاره هم کموله. په دغو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د ترهګرو مرستې کونکي هیوادونه او یا هغه هیوادونه چې امریکا ته په ویزو راغلو او بیا امریکا کې د پاتې کیدو شرح یې د ۱۰ فیصده نه زیاته وي.

د اګست په میاشت کې د امریکا د اېمېګرېشن او کسټم چارواکو بیا یو نوی قانون هم اعلان کړی وو چې تر مخه یې هغه نړیوال زده کونکي چې په انلاېن سبقونو کې یې داخلې کړې وې، چې دوي به د کالج یا پوهنتونونو کې پاتې کیږي که چرې غواړي چې د امریکا نه وه نه شړل شی. په کالجونو او یونیورسټیو کې پاتې کیدلو کې د کرونا وایرس د لګیدو خطر هم وو. خو د پوهنتونونو او زده کونکو لخوا د سخت غبرګون او نیوکو وروسته دغه قانون بیرته واخستل شو.

د می په میاشت کې صدر ټرمپ یو ځانګړی صدارتي امر جاري کړی وو چې تر مخه یې په چینايي زده کونکو امریکا ته په راتګ بندیز لګول شوی وو، صدر ټرمپ ویلي وو دوي په غیر قانوني توګه د امریکا نه فکري ملکیت ترلاسه کوي.

په مېنیسوټا یونیورستۍ کې د روس یو زده کونکې وايي ٫٫ د ټرمپ لخوا د بهرني زده کونکو حقونو محدودولو کوششونه د فشاد ډک وو. خو زه احساس کومه د باېډن په وخت کې به د روس او امریکا اړیکې نورې پېچلې شي٬٬

خو ځیني بهرني زده کونکي بیا وايي دوي تمه نه لري،‌ د دوي د ویزو په پالیسۍ کې به څه لوې بدلون راشي.

د نیویارک په سټوني بروک یونیورسټۍ کې د مصر ۲۶ کلن زده کونکی محمد بداوی وايي :‌٫٫ زه د زړه نه فکر کومه باېډن به ډیر معتدل وي، خو د ویزو په نظام کې به څه مثبت او اساسي بدلون را نه ولي. د هغه انتظامیه به لږه زاینوفوبېک ( د یوې ډلې/ نسل/ قام نه ویریدونکی) وي. خو د نړیوالو زده کونکو په ګټه به په ویزو کې څه لوې بدلون را نه ولي.٬٬

په امریکا کې د نړیوالو زده کړو ادارې یا انسټي ټیوټ ترمخه په امریکا کې زده کړې کونکي بهرني زده کونکي شخصي قرضې ترلاسه کولی شي خو وفاقي مرستې نه شي ترلاسه کوی او ډیرې کمې نورې مرستې اخستلی شي. په امریکا کې د ۶۰ فیصده نه زیات بهرني‌ زده کونکي د خپلو سبقونو مصرف پخپله ورکوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG