لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یواېس ایډ افغان حکومت سره د کتابونو برخه کې ۷۵ میلیونه ډالره مرسته کوي


په کابل کې د امریکا سفیر هوګو لورینس او د افغان حکومت اجرایي مشر ډاکټر عبدالله د درسي کتابونو د چاپ او خپرولو دوهمه پروژه د سې شنبې په ورځ پیل کړه.

دغه پروژه د افغانستان د پوهنې وزارت لپاره د امریکا د پراختیايي ادارې (یواېس اېډ) په مالي مرسته پلې کیږي.

د خبر له مخې، د امریکا مرستندویه اداره به د افغانستان پوهنې وزارت ته ۷۵ میلیونه ډالره ورکوي چې پرې د ښونځي له لومړي څخه تر ۱۲ ټولګيو پورې د زده کونکو لپاره ۱۳۵ میلیونه منل شوي کتابونه چاپ کړي.

یواېس اېډ دې ته ورته د ښونځیو د کتابونو د چاپولو د پروژې په لومړي پړاو کې له افغان حکومت سره د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ هم مرسته کړې وه.

د امریکا سفیر لورین وویل، دا د امریکا او د افغان حکومت ترمنځ یوه مهمه ګډه پروژه ده چې د بریالیتوب لپاره به یې د دواړو خواو اړونده چارواکي بشپړ زیار باسي.

یو اېس ایډ د ۲۰۰۲ کال راهیسې د افغانستان د پوهنې د کیفیت لوړولو لپاره له افغان حکومت سره د ښونکو په روزلو، د میلیونو کتابونو په چاپولو، په ټولنو کې جونو ته د زده کړو د ټولګیو په برابرولو او لوړو زده کړو ته د فرصتونو د زیاتولو په برخه کې زیاتې مرستې کړیدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG