پاکستان کې په رعایتي دوکانونو کې هم د خوراکي توکیو قېمتونه زیات شوي
پاکستان کې د شمیرو دولتي ادارې د نوو شمېرو تر مخه د دې مېاشتې په پېل کې په هېواد کې دګرانۍ کچه 35.37فیصدي ته رسیدلې ده. د دغه شمیرو تر مخه یواځې د مارچ په میاشت کې ګراني 3.72 سلنه زیاته شوې. عام خلک وايي په یوټېلټي سټورونو (رعایتي دوکانونو) کې هم د خوراکي سامانونو قیمتونه زیات شوي. په دې اړه د خلکو غبرګون ملک وقاص راغونډ کړی.