لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ازبکستان وايي د افغانستان نه منتقل کړی شوي الوتکې د امریکې دي طالبانو ته به یې نه ورکوي


د افغانستان د پخواني صدر اشرف غني حکومت د ختمېدو په مهال چې طالبانو په کابل قبضه کوله، د وي او ای رپورټ وايي د پخواني افغان حکومت پایلټانو قریباً 50 هېلې کاپټرې او جهازونه ازبکستان ته او یو شمېر بلېک هاک نومې هېلې کاپټرې یې تاجکستان ته واړولې چې د طالبانو په لاس ورنشي

ازبکستان ویلي هغه هوايي جهازونه او هېلې کاپټرې چې د افغانستان د پخواني حکومت د نسکورېدو په مهال ازبکستان ته منتقل کړی شوي دي د امریکې دي او طالبانو ته به یې نه ورکوي.

د ازبکستان دا خبره چې دغه جهازونه د امریکې ملکیت دی، په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د امریکې د دفاع وزارت ویلي تېر کال د اګست په میاشت کې افغانستان نه د امریکايی ځواکونو د انخلا نه پس د شاوخوا اووه اربه ډالرو مالیت پوځي وسایل په افغانستان کې پاتې شوي او د طالبانو لاس ته ورغلي دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د پاتې امریکايي پوځي ساز او سامان په اړه دغه خبر لومړی د امریکې سي اېن اېن تلویزیون رپورټ کړی و او د امریکې کانګرس په اړه تحقیقات شروع کړي دي.

د افغانستان د پخواني صدر اشرف غني حکومت د ختمېدو په مهال چې طالبانو په کابل قبضه کوله، د وي او ای رپورټ وايي د پخواني افغان حکومت پایلټانو قریباً 50 هېلې کاپټرې او جهازونه ازبکستان ته او یو شمېر بلېک هاک نومې هېلې کاپټرې یې تاجکستان ته واړولې چې د طالبانو په لاس ورنشي.

په افغانستان د واکمنېدو وروسته طالب مشرانو ویلي د مرکزي اېشیايي ملکونو ته اړول شوي هوايي جهازونه د افغانان ملکیت دی او غوښتلي یې دي چې دوی ته دې وسپارل شي.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب د جنورۍ په میاشت کې د هوايي ځواکونو د یوې دستورې په موقع د ازبکستان او تاجکستان نه وغوښتل چې جهازونه دې دوی ته ورکړي.

هغه وویل د طالبانو صبر دې نور و نه ازمایل شي ګني نو دوی په د جهازونو اخیستلو دپاره نور ګامونه واخلي. د وي او ای رپورټ وايي ملا یعقوب د دې خبرې نور وضحات ونکړو.

د وي او ای رپورټ وايي د ازبکستان صدر مشیر عصمت الله ارګشیف په تاشقند کې وي او ای ته په یوه مرکه کې وویل ازبکستان به دغه الوتکې کابل ته نه ورکوي.

د رپورټ ترمخه ارګشیف د افغان چارو مشر دی او ویې وېل امریکې د افغانستان د پخواني حکومت مالي مرسته کوله او په دې اړه به واشنګټن فېصله کوي.

هغه وویل ازبکستان دغه پوځي ساز او سامان د امریکې سره د معاهدې دلاندې ساتلی دی او طالبانو ته یې دا خبره کړې ده.

د وي او ای رپورټ وايي په افغانستان د واکمنېدو په مهال د افغان پایلټانو بهر تښتېدل طالبانو دپاره یوه ضربه وه.

د افغانستان او ازبکستان په تعلقاتو کې په دې اړه د حساسیت له امله د جهازونو په موضع بیا څه ډیرې خبرې نه دي شوي او نه هم مامورین په دې خبرو ته تیار وي.

د امریکې پوځي مامورینو وي او ای ته د دې خبرې تصدیق کړی دی چې ازبکستان او تاجکستان طالبانو د جهازونو ورکولو هېڅ اراده نه لري.

امریکايي چارواکي وویل د 2021 د اګست د 21 نېټې پورې په ازبکستان کې 46 جهازونه او په تاجکستان کې 18 جهازونه ولاړ دي.

یو امریکايي دفاعي چارواکي وي او ای ته د نوم نه څرګندولو په شرط وویل چې په دغو جهازونو د امریکې "سترګي" دي او په ټېکنیکي لحاظ دا د امریکايي ځواکونو ملکیت دی ځکه چې امریکايي پوځ دغه طیارې د افغان امنیتي ځواکونو دپاره اخېستې وې.

امریکايي چارواکي وویل د امریکې د دفاع وزارت د جهازونو د اینده په اړه لارې چارې لټوي خو په حتمي فېصله کې به وخت لګي.

امریکايي مامورینو دا خبره څرګنده کړې ده چې په ازبکستان او تاجکستان کې طیارې په طالبانو ته نه ورکړی کېږي.

د پېنټګان ترجمان جان کربي د جنورۍ په میاشت کې د جهازونو په اړه د وي او ای د پوښتنې په ځواب کې وویل چې داسې دې وګڼل شي چې دا جهازونه به افغانستان ته نه ورکول کېږي چې طالبان یې استعمال کړي خو دا چې دا جهازونه به چېرته ځې؟ بالاخر به یې څوک استعمالوي؟ دا فېصله لا نه ده شوې.

د غیر رسمي اندازو ترمخه ازبکستان ته منقتل کړی شوو هوايي جهازونو کې د 500 نه تر 600 پورې افغانان او د تاجکستان ته منتقل کړی شوو جهازونو کې د 140 نه تر د 150 پورې افغانان سواره وو.

د وي او ای رپورټ وايي په امریکا کې د ابادیدو په لړ کې مرکزي اېشیا ته د بوتلل شویو جهازونو ټول پایلټان تېر کال د سېپټمبر او نومبر په میاشتو کې متحده عرب امارت ته منتقل کړی شوي دي.

یادونه: د تاشقند نه دا خبر نوربها اماموه تیار کړی او د واشنګتن چېف سېلډن او د اسلام اباد نه ایاز ګل په خبرنګارۍ کې مرسته کړې ده


XS
SM
MD
LG