د کېهتولېک کلېسا د شورو په ورځ پاکستان کې د اقليتي چارو وقاقي وزير شهباز بهټي د وژنې په سختو ټکو کې غندنه کړې ده او غوښتنه یې کړې چې پاکستان کې د عیساویانو پرضد دی زور زیاتې ودرول شي.
شهباز بهټي په خپله د عېساوي مذهب سره تعلق لرلو او پاکستان کې د توهین رسالت قانون کې د بدلون غوښتنه کوله.
د پوپ بېنډیکټ ویاند فېډریکو لمبارډي ویلي د شهباز بهټي وژنه پاکستان کې د ډیر اعلی کچه تشدد ورستې پېښه ده چې په رڼا ورځ د پاکستان پایه تخت اسلام اباد کې رامېنځته شوې ده. فېډریکو لمبارډي زیاته کړه چې د دوي دعاگانې شهباز بهټي سره دي او دوي پاکستاني عیساویانو سره دي چې پاکستان کې د نفرت ښکار دي.
د پوپ بېنډیکټ ویاند وینا کې وویل چې دوي پاکستان ک د مذهبي ازادی په اړه اندیښمن دي او د عیساویانو د حفاظت لپاره اپېل کوي چې په دغه کې زور زیاتې او تشدد سره مخ دي.
دوه مېاشتې وړاندې د پاکستان پنجاب صوبې گورنر سلمان تاثیر هم په دغه هېواد کې د لانجمن توهین رسالت کې د بدلون غوښتنې پرسر خپل محافظ د لاسه وژل شوې وؤ.
گورنر تاثیر په یوه وینا کې دغه قانون تور قانون په نوم یاد کړې وؤ.
د پاکستان منځ لاري مذهبي مشران غواړي چې د قانون د غلط استعمال د مخنوي لپاره گامونه پورته کړي خو په هېواد کې د زیاتیدونکی مذهبي جنونیت او د سخت دریځه مذهبي گوندونو د ویرې نه حکومتي گوندونه او نه هم منځ لارې مذهبي مشران په قانون کې د بدلون لپاره عملي گامونه اخستې شي.
ویټېکن : پاکستان کې د عیساویانو ځورونه دې ودرول شي
1