لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مردان کې ۳۵ کلنه حامله ښځه د کورنۍ جګړو په سر وژل شوې


د خېبر پښتونخوا په مردان ضلع کې ځايي پولیسو ویلي د پلو ډهیرۍ په کلي کې د کورنۍ جګړو وروسته یوه ۳۵ کلنه ښځه وژل شوې. د پولیسو د رپورټ تر مخه دغه ښځه د ۷ میاشتو حاملداره وه.

د پولیس رپورټ تر مخه په وژل شوې زنانه سخت تشدد شوی، وهل ټکول شوې او بیا ورله ساه بنده کړی شوې.

د پلو ډهیرۍ يو ځايي پولیس وي او ای ډیوه ته ویلي د دغه ښځې د وژنې په تور يې خاوند، لیور او خسر نیول شوي او د دوي پرضد مقدمه (قضیه) درج کړی شوی.

پاکستان کې په کور دننه د ښځو پرضد تشدد او د غیرت په نامه وژنه څه نوې خبره نه ده. د بشري حقونو نړیوالې ډلې (اېچ ار ډبلیو) یا هیومن راېټس واچ تر مخه په پاکستان کې هر کال پېنځه زره ښځې او جېنکۍ د کورني تشدد لا امله خپل ژوند د لاسه ورکوي.

د ادارې د رپورټ تر مخه د مختلفو پېښو، کورنۍ جګړو او نورو علتونو له سببه د ٧٠ نه تر ٩٠ فیصده پورې ښځې د کور دننه د جسماني تشدد ښکار کیږي.

پاکستان کې د بشري حقونو تنظیم اېچ ار سي پي (هیومن راېټس کمیشن اف پاکستان) ترمخه په پاکستان کې هر کال د ښځو پرضد د تشدد ٣ زره کېسونه رېکارډ کیږي.

د ښځو د حقونو لپاره کار کونکې یوې بلې نړیوالې ادارې تهامسن روېټرز فاونډېشن تر مخه پاکستان د نړۍ په هغه ٣ هېوادونو کې شامل دې چرته چې ښځې ټر ټولو زیات د خطرو سره مخامخ کیږي.

په خېبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو لپاره کارکونکي یوې غیر دولتي ادارې ٫٫ د خوېندو جرگه٬٬ مشرې تبسم عدنان په پاکستان کې د ښځو پرضد زیاتیدونکي کورني تشدد په اړه وي او اې ډیوه ته ویلي، پاکستان کې د شته قانون نه عملي کیدو له امله د ښځو پرضد تشدد کې ورځ تر بله زیات والی راروان دی.

٫٫ د ښځو پرضد کیدونکي تشدد د مخنیوي لپاره قانون شته، خو د بده مرغه دغه قانون عملي کیږي نه. دا د ریاست ذمه واري ده، ریاستي ادارو ذمه واري ده. او بل لوې علت په ټولنه کې کورنې تشدد بد نه گنړل، دي.٬٬

په پېښور اعلا عدالت (هايي کورټ)یو وکیل ثناالله وي او ای ډیوه ته ویلي، پاکستان کې کال د ٢٠١۴منه تر ٢٠١٦مپورې د کورني تشدد او د ښځو خوندیتوب لپاره ۲۴ قانونونه جوړ شوي. په دغه قانونونو کې تشدد کونکو ته د بند یا جیل سزاګانې او جرمانې شته. خو نوموړی زیاتوي: ٫٫ دا قانونونه عملي کول لوېې چېلنج دې،د حکومت لپاره هم او د ښځو لپاره هم.٬٬

ثناالله زیاتوي په ښځو کې د تعلیم کمې، په اقتصادي او مالي توگه د سړو لاس ته ناسته هغه لویې علتونه دي چې د کور ناستې زنانه د دغه شان تشدد ښکار کیږي.

د هغه په وینا ترڅو چې ښځې په مالي توگه قوي شوي نه وي ترهغې به مجبوره وي، د خپل حق لپاره به غږ نه شي پورته کولی او په داسې تشدد به پټه خله ناستې وي.

پاکستان کې سره د قانونه ولې د ښځو پرضد کیدونکي کورني تشدد مخه نه نیول کیږي؟ د پېښور اعلا عدالت یا هايي کورټ یو وکیل ثنا الله يې په لاندینۍ مرکه کې ځواب وایی.

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:13 0:00

یادونه: د دې رپورټ په برابرولو کې خبریال ریاض حسین هم برخه اخېستې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG