لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په شمول د دنیا په یو شمېر نورو ملکونو کې هم سږ کال انتخابات کېږي


په پاکستان کې د عامو انتخاباتو دپاره د فېبرورۍ اتمه نېټه ټاکل شوې ده
په پاکستان کې د عامو انتخاباتو دپاره د فېبرورۍ اتمه نېټه ټاکل شوې ده

په تېرو څو کلونو کې په نړیواله کچه جمهوریت زیان من شوی او د جنګونو او د پوځي بغاوتونو د لاسه د بیان او په شهري ازادۍ قدغنونه لګېدلي دي. خو په کال 2024 کې به په 50 ملکونو کې دوه بېلین خلک په انتخاباتو کې برخه اخلي، چې د ووټ یا رای ورکونکو تر رېکارډ کچې پورې زیاته شمېره بلل کېږي.

د سږ کال انتخابات د دنیا په ځینو داسې ملکونو کې کېدونکي دي چې په انتخاباتو کې به سختې مقابلې لیدل کېږي خو ځینې داسې سیمې هم دې په ووټونو به د پردې په قوتونه اثرانداز کېږي. ډیر انتخابات به په نړیوال سیاست د ډیر وخت دپاره اثرات ولري.

په پاکستان کې د نوو عامو انتخاباتو دپاره د اتمې فېبرورۍ نېټه ټاکل شوې ده. په بنکله دېش کې د جنورۍ په اوومه نېټه ووټونه وشول او موجوده وزیراعظمه شېخ حسینه په څلورم ځل منتخب او د هغې ګوند د پارلېمنټ اکثریت چوکۍ وګټلې.

په امریکا کې به د نوي صدر غوره کولو دپاره صدارتي انتخاب د نومبر په میاشت کېږي. امریکایان هر څلور کاله پس په صدارتي انتخاباتو کې شرکت کوي.

په روس کې به د مارچ په 17 نېټه صدارتي انتخاب کېږي او وېل کېږي چې دا مشکله نه ده چې د دغه انتخاب نیتجه به څه وي، چې په غېر مستقیم ډول دا خبره ده چې موجوده صدر ولادېمېرپوټن به بیا منتخب کړی شي.

په هندوستان، ایران، انډونېشیا، جنوبي افریقې په شمول په یو شمېر نورو ملکونو کې په 2024 کې انتخابات کېدونکي دي.

بنګله دېش

د بنګله دېش د حکومت د ټولو نه لوی پارټۍ بنګله دېش نېشنل پارټۍ د عامو انتخاباتو نه بایکاټ کړی و او د پارټۍ ګڼ شمېر کارکوونکي نیول شوي وو.

په نړیواله کچه د بنګله دېش د انتخاباتو په شفافیت او قانونیت پوښتنې راپورته شوي دي. امریکې او برطانیې ویلي د بنګله دش انتخابات منصفانه او ازاد نه وو.

د وزیراعظمې واکمن ګوند عوامي لیګ ګوند د ۲۹۹ هغه چوکو څخه چې ووټونه پي شوي وو ۲۲۲ وګټل. ازادو امیدوارانو ۶۲ چوکۍ، جاتیا پارټۍ ۱۱ او دریو نورو وړو ګوندونو درې چوکۍ ګټلي دي. د یوې حلقې نتیجه نه ده اعلان شوي او په یوه چوکۍ ووټونه د یو اميدوار د مرګ په سبب ځنډول شوي دي.

د حزب اختلاف د ټولو نه لوی ډلې بنګله دېش نېشنلېسټ پارټۍ چې مشري يې پخوانۍ وزیراعظمه خالده ضیا کوي، او اتحادیانو يې د انتخاباتو نه بایکاټ کړی و او د ووټونو شرح یو څلوېښت اشاریه اته فیصد وه. که څه هم د ووټونو ورځ پرامنه وه خو د دې نه مخکې د تشدد یوه لړۍ چلېدلې وه.

تایوان

تایوان کې د جنورۍ په 13 نېټه انتخابات کېږي او توقع ده چې په انتخاباتو کې به زیاته توجه د ملک دننه په حالات او په بې روزګارۍ وي. دا انتخابات په داسې حال کې هم کېږي چې په تایوان د چین د پوځې قبضې خطر د پامه لېرې شوی دی.

د واکمن ډېموکرېټېک پراګرېسیو پارټۍ امیدوار، او موجوده نایب صدر لای چېن تی د چین په اړه زیاته جارحانه دریځ لري. د هغه حریف د کاومنټېنګ پارټۍ هو یو اي دی.

چارواکي خبرداری کوي چې د لای د ګټې مخه نیولو دپاره به چین د تایوان په انتخاباتو کې مداخلت کوي. خو د تایوان دواړه ډلې تایوان په زور چین سره د یو ځای کولو مخالفت کوي.

اېلسېواډور

د لاطیني امریکې په اېلسېواډور هېواد کې د فېبرورۍ په په څلورمه انتخابات کېږي.

پاکستان

په پاکستان کې د عامو انتخاباتو دپاره د فېبرورۍ اتمه نېټه ټاکل شوې ده.

په پاکستان کې جمهوریت اکثر د کړکېچونو ښکار شوی دی او پوځ د ګڼ شمېر حکومتو خلاف بغاوت او اقتدار نیولی دی او قریباً هر وزیراعظم د چوکۍ نه د لېرې کېدو وروسته په عدالتونو کې د مقدمو سره مخامخ شوی دی.

په پاکستان کې د جمهوریت د کړکېچ ځپلې تاریخ تصدیق په انتخاباتو کې د برخه اخیستلو خواهشمند امیدواران کوي. د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران حکومت د تحریک عدم اعتماد دلارې لرې کړی شو.د پخواني وزیراعظم نوازشریف اقتدار په پوځي بغاوت کې ختم کړی شوی وو د 1980 د لسېزې راهسې څو وارې ګرفتار کړی شوی دی. او بېنظیر بهټو چې د پاکستان وړمبۍ ښځینه وزیراعظمه وه د انتخابي کېمپېن په مهال په قاتلانه حمله کې ووژل شوه.

په پاکستان کې انتخابات به په داسې حال کې هم کېږي چې په ملک کې د وسله والو د حملو خطر موجود دی.

انډونیشیا

په انډونیشیا کې د فېبرورۍ په 14 نېټه انتخابات کېدونکي دي. که څه هم موجوده صدر یو جوکو وېډوډو مقبول ګڼل کېږي. هغه د صدارت دوه دورې تېرې کړي دي خو د اینده انتخاباتو دپاره نااهل ټاکل شوی دی.

په انتخاباتو کې د ډېموکرېټېک پارټۍ خپل همکار د حمایت په ځای وېډوډو د دفاع وزیر پرابوو سوبیانټو ملاتړ کوي. سوبیاتنو مخکې د پوځ جنرل و د انساني حقونو د خلاف ورزیو الزامات پې لګول شوي دي.

سوبیانتو په وروستیو ورځو کې د روس او اوکراین د جنګ ختمولو دپاره د امن تجویز وړاندې کړی و چې مغربي ملکونو په تنقید کړی، او ویلي یې دي چې د سولې مجوزه منصوبه به روس ته د اوکراین نیول شوي علاقه ورکړي.

د انډونیشیا په انتخاباتو کې د سرښار جکارته پخوانی مېیر یا ښار وال انیس بسوېدان هم امیدوار دی چې د اسلامي او مذهبي تنظیمونو نه یې د حمایت غوښتنه کړې ده.

ایران

ایران کې د مارچ په وړمبۍ نېټه انتخابات کېدونکي دي.

دا انتخابات به د 22 کلنې مېرمن مهسا امیني د مرګ کال پوره کېدو نه پس کېږي.

د امیني په مرګ د ایران د حکومت خلاف په پراخه که احتجاجونه راپارېدلي وو چې د کال 1979 د اسلامي انقلاب نه وروسته د حکومت دپاره د لویو مشکلاتو څخه یوه ستونزه ګڼله کېدله. امیني د پولس په ولکه کې مړه شوې وه. د انساني حقونو فعالان وايی د امیني په مرګ د احتجاجونو په ضد په حکومتي اقدماتو کې په سلګونو کسان وژل شوي او ځینو ته د مرګ سزاګانې اورول شوي دي.

د دریو څخه یو امیدوار شورای نګهبان یا کارډین کونسل د انتخاباتو دپاره نااهله کړی دی.

روس

ولادېمېر پوټن د تېرو دوو لسیزو راهسې د روس صدر دی. د هغه په واکمنۍ کې په مطبوعاتو د ریاست قدغنونه زیات شوي دي، د حزب اختلاف د ټولو نه زیات مقبول امیدواران یا خو وژل شوي او یا زندانونو ته اچول شوي او د اینيي بدلون دلارې صدر دپاره دا شرط ختم کړی شوی دی چې څو ځله صدارت کولی شي. نو ځکه په دې کې د څه شګ ګنجایش نشته چې د مارچ د 17 نېټې انتخاباتو نتیجه به څه وي.

که څه هم په اوکراین د یرغل په سر په روس د مغربي ملکونو پابندیو زور د روس اقتصاد تر اوسه زغملی دی خو په روسي ولس د دې اوږد مهال اثرات د شیانو د ګرانۍ په شکل کې لیدل کېږي.

هندوستان

په هندوستان کې د وروستیو ریاستي انتخاباتو نتیجو د اپرېل په میاشت کې کېدونکو په عامو انتخاباتو کې د وزیراعظم نرندره مودي د بهارتیه جنتا پارټۍ پوزیشن مضبوط کړی دی. مودي د وزیراعظمۍ د دریمې دورې خواهش مند دی.

که څه هم د بي جی پي د هندو قوم پرستۍ سیاست د هندوستان د ټول شموله جهموریت دپاره خطر ګڼل کېږي خو مودي ته دومره مقبولیت ګڼلی چې د انډین نېشنل کانګرس په مشرۍ کې د هغه مخالف اتحاد دپاره به مقابله مشکله وي.

بهوجن سما پارټي چې د اقلیتونو نمایندګي کوي او نورو ګوندونو سره یې لا اتحاد نه دی کړی د هندوستان په انتخاباتو کې فېصله کن کردار ادا کولی شي.

مېکسیکو


په مېکسیکو کې د جون په دویمه نېټه انتخابات کېدونکي دي.

يورپین پارلېمنټ

د جون په شپږمه نېټه د پورپين پارلېمنټ په انتخاب کې به د 27 ملکونو د 400 مېلین نه زیات خلک ووټونه ورکوي چې په نړۍ کې د ټولو نه لوی انتخاب ګڼل کېږي. يورپين یونین نه د برطانیې د وتلو وروسته به دا د پورپین پارلېمنټ وړمبی انتخاب وي.

په انتخاباتو کې په اهمو مسلو کډوالي او اوکراین سره مرسته شامل ده

جورجیا

په جورجیا کې د پارلېمنټ انتخابات د اکتوبر په میاشت کې کېدونکي دي.
په اوکراین کې جنګ او پوربین یونین کې د جورجیا د شمولیت مسله په انتخاباتو کې اهم کردار ادا کولی شي.

امریکا

په امریکا کې نوي صدر د غوره کولو دپاره انتخابات د نومبر په میاشت کې کېږي.

په صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ امیدوار او پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د یو شمېر مقدمو سره مخامخ دی. دریپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ د نورو خواهشمندو څخه ټرمپ د ټولو نه زیات مقبول ګڼل کېږي.

نظر پوښتنې شيي چې ټرمپ د ډېموکرېټېک پارټۍ د موجوده صدر جوبایډن نه د مقبولیت په لحاظ معمولي وړاندې دی. ځینې ووټران ګڼي چې د عمر په لحاظ بایډن د دې جوګه نه دی چې د صدارت دویمې دورې ته ودرېږي.

برطانیه

وزیراعظم رشي سونک د ډسمبر پورې وخت لري چې پارلېمنټ تحلیل کړي او د نوو انتخاباتو دپاره لاره هواره کړي.

وېنزوېلا او جنوبي افریقا به هم سږ کال انتخابات کوي.

په کال 2024 د دنیا په مختلفو ملکونو کې انتخابات به د بې ثباتۍ او د جنګونو به پس منظر کې کېږي.

څېړونکي وايي د اعتماد وړ انتخابات د یقیني کولو دپاره پکار ده چې حکومتونه، نړیوال تنظیمونه او د مطبوعاتو کمپنۍ د یو بل سره همکاري وکړي او د مصنوعي ذهانت په مرسته د خورېدونکو غلطو معلوماتو او د جعلي خبرونو مخه ونېسي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG