لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خونړۍ بم چاودنو او په شفافیت د تشویش وروسته په پاکستان کې عام انتخابات کېږي



د شورو، چهارشنبې، په ورځ د بلوچستان صوبې په قلعه سیف الله او پښين ضلعې کې د دوو انتخابي دفترو مخې ته چاودنو کې لږ تر لږه 27 کسان ووژل شوو او 40 زيات نور ژوبل شوو
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د بلوچستان صوبې په قلعه سیف الله او پښين ضلعې کې د دوو انتخابي دفترو مخې ته چاودنو کې لږ تر لږه 27 کسان ووژل شوو او 40 زيات نور ژوبل شوو

په مېلینونو پاکستانیان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د نوي پارلېمنټ او نوی حکومت غوره کولو دپاره په عامو انتخاباتو کې ووټونه ورکوي، په داسې حال کې چې د انتخاباتو په شفافیت پوښتنې راپورته شوي او د ووټونه نه یوه ورځ مخکې په بلوچستان کې د دوو انتخابي امیدوارانو دفترو مخې ته دوو چاودنو کې لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل شوو.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ چاودنې په قلعه سیف الله او پښين ضلعې کې د دوو انتخابي دفترو مخې وشوې. په ابتدايي رپورټونو کې وېل شوي وو چې په چاودنو کې لږ تر لږه 27 کسان ووژل شوو او 40 زيات نور ژوبل شوو.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه، وړمبۍ چادونه په پښین کې د اازاد امیدوار اسفندیار خان د الېکشن دفتر مخې ته وشوه. په دغه چاودنه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان ووژل شوو.

دویمه چاودنه په قلعه سیف الله کې د جمیعت علمااسلام د انتخابي امیدوار دفتر سره وشوه چې ۱۲ کسان يې ووژل.

د بلوچستان د نګران حکومت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي وويل په پښين او خانوزۍ کې بم چاودنې به انتخابات و نه ځنډوي.

د تشدد وروسته اڅکزي مطبوعاتو ته وویل "انتخابات به سبا په هر صورت کيږي او د نننيو پېښو يواځينی هدف انتخابات سبوتاژ کول وو چې دا عمل اغېزمن شي خو سبا به انتخابات کيږي".

په پېښور کې د انتخاباتو دپاره د لګول شویو پوسټرو یو تصویر
په پېښور کې د انتخاباتو دپاره د لګول شویو پوسټرو یو تصویر

د انساني حقونو نړيوال تنظیم اېمنېسټي انټرنېشنل وویل، په بلوچستان کې په انتخابي لاریونونو، دفترونو او کورونو په هدفي او مهلک تشدد تشویش لري.

اېمنېسټي انټرنېشنل په اېکس، پخواني ټوېټر، خپل بیان کې وویل د انتخاباتو نه مخکې په تشدد، د خپلې خوښې په ځینو مظاهرو او سیاسي غونډو په بندیز، د سیاسي فعالانو په ویرول کېدو، د پارټیو د کارکونکو په بې دریغه ګرفتاریو، د انتخابي اميدوارانو په مقدمو، په مطبوعاتو قدغنونو، د انټرنېټ او سوشل ميډیا په معطلۍ او دسیاسي مخالفینو بغیر د عدالتي عمل مقدمو هم تشویش لري.

په بیان کې د کومې پارټۍ نوم نه دی اخیستل شوی خو د پخواني وزیراعظم عمران خان پاکستان تحریک انصاف پارټي الزام لګوي چې په منصفانه ډول ورته د انتخابي کېمپېن د چلولو موقع نه وه ورکړی شوې. خپله عمران او د پي ټي ايي ځینې نور اهم مشران د انتخاباتو دپاره نااهل کړی شوي دي.

د پاکستان د نګران حکومت چارواکي وايي دا خبره به یقیني کوي چې انتخابات ازاد، شفاف او په منصفانه ډول وشي.

په جنېوا کې په يوې خبري غونډه کې، د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر ترجمانې ، ليز تروسل په پاکستاني چارواکو غږ کړی چې په مکمله توګه ازادانه او عادلانه ډول دې د رایو ورکول یقیني کړي او د جمهوري عمل په اړوند دې خپله ژمنه تازه کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې د اندېښنو ته په خپل رد عمل کې د پاکستان د خارجه چارو دفتر ويلي، پاکستان يو کوټلي جمهوري عمل ته د ودې ورکولو، د قانون د حکمرانۍ برقرار ساتلو، د بشري حقونو او د هغو بنيادي ازاديو د تحفظ لپاره پوره عزم لري د کومو ضمانت چې اېين او قانون ورکړی دی.

د پاکستان احمدي ټولنې په مذهبي بنيادونو د امتیازي چلند په سر د احتجاج په توګه د انتخاباتو د بايکاټ اعلان کړی او ویلي يې دي چې د عقيدې د اختلاف لکبله يوازې د احمديانو لپاره جدا د ووټرانو فهرست جوړ کړی شوی چې امتیازي چلند دی.

د امريکې د بهرنیو چارو وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، وړمه ورځ وویل چې امریکا په پاکستان کې د تشدد په پېښو، په رسنیو قدغنونو، د انټرنيت د ازادۍ او رای څرګندولو مخې ته په خنډانو اندېښنه لري او غواړي چې د انتخاباتو په عمل کې د رایې د اظهار احترام وکړي.

د امنیت او د انتخاباتو د شفافیت په اړه د تشویش ترڅنګ پاکستان دا انتخابات په داسې حال کې هم کوي چې اقتصاد يې د کړکېچ سره مخامخ دی او څيړونکى وايي تر اوسه پورې يو سياسي ګوند هم څه واضحه تګلارې نه دي وړاندې کړې چې هيواد به د موجوده ستونزو نه څنګه راوباسي؟

څېړونکی او خبریال هارون رشيد وايي "د بده مرغه ټول انتخابي کمپاؽن کي ژمنې خو ډيره کړي خو داسې څه کوټلې پروګرام يې نه دی ورکړی چې ايي اېم ايم ايف سره به نوې لوظنامه څنګه کوي، د هغوي شرطونه به څنګه عملي کوي او ګرانۍ کي به کمې څنګه راولي."

د پاکستان د پارلېمنټ تېر انتخابات په ۲۰۱۸ کې شوي وو.

څيړونکی او خبریال حسن خان وايي "د کال 2018 انتخاباتو کي مونږ کتلي ٶ چې زياتره ګوندونه د انتخابى زغل نه بهر کړې شوي ٶ او صرف يو ګوند ته ټول ميدان خوشې کړې شوې ٶ خو دي ځل له مونږ اوکتل جې زيات سياسى ګوندونه په انتخابى ميدان کي دي، او زه هيله لرم چې په دي ټاکنو به د خلکو باور سيوا وى."

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ انتخاباتو دپاره دولس کروړه او پينځه اتيا لکه ووټران رجسټر شوي دي چې د ووټرانو په رېکارډ کچه زیاته شمېره ده.

د پاکستان د نګران حکومت چارواکي وايي دا خبره به یقیني کوي چې انتخابات ازاد، شفاف او په منصفانه ډول وشي
د پاکستان د نګران حکومت چارواکي وايي دا خبره به یقیني کوي چې انتخابات ازاد، شفاف او په منصفانه ډول وشي


د پاکستان الېکشن کمېشند شميرو له مخې، 5113 اميدواران د هېواد په 342 کسيزه قامي اسمبلۍ کې د 266 عمومي څوکیو لپاره ووټونو ته ولاړ دي. په څلورو صوبو کې د اسمبلۍ څوکیو لپاره 12,638 کاندیدان په میدان کې دي.

د قومي اسمبلۍ لپاره 313 ښځې امیدوارانې دي، چې تر دې چې تر اوسه د ښځینه امیدوارانو د ټولو نه زیاته شمېره ده خو بیا هم په مجموعي توګه د امیدوارانو 6 فیصده شرح ده. د صوبايي اسمبلۍ څوکیو لپاره 568 ښځېنه اميدوارانې دى٠

په ګرد پاکستان کي په عمومى توګه او خيبر پښتونخوا او بلوجستان کې د امن ساتنې دپاره د پينځو لکو نه سيوا پوليس، مليشا او پوځي عسکر ګمارل شوي دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG