لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د نورو هیوادونو ویزو ته په انتظار زیاتره افغان مېرمنې د ذهني ناروغیو ښکار شوي


په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته، پاکستان ته کډه شوې افغان مېرمنې کوم دریم هېواد ته د تګ په انتظار ستړي ښکاري، دوی وايي پیسې ورسره ختمېږي او بېرته هېواد ته د شړلو ویرې د ذهني یا رواني ناروغیو سره مخ کړي دي۔

‎د 58 کلنې افغان مېرمنې لیلا واحدي يوه بله ورځ په دې تمه تېره شوه چې د امريکې د سفارت لخوا به د وېزې ځواب ترلاسه کړي۔

هغه ډیوه ته وایي اته میاشتې وشوې چې پاکستان ته راغلې ده اؤ اوس د ذهني فشار سره مخ ده. د لیلا واحدي په خبره له ډيره وخته داسې کيږي چې په ساعتونو یې زړه تنګ وي:

"کله ويم څه وکړم په دې بيکاره ژوند ! باور وکړئ داسې وخت هم په ما راځي چي د ژوند نه تنګه شم۔ او ويم چې ځان د دې ودانۍ نه ښکته وغورځوم او له دې ژوند نه ځان خلاصه کړم۔ لا هم معلومه نه ده چې څومره وخت به دلته په دې کور کې پاتي کېږو۔دلته مرض راته پيدا کيږي۔ او د اعصابو په تکليف اخته کيږو".

‎تېر کال د اګست په مياشت کې اسلام اباد کې يوې افغانې کډوالې جينۍ د پينځم منزل نه دانګلي وؤ او داسې ویل کېدل چې ځان یې وژلی و. د يادې افغان کډوالې پلار وروسته ویلي وو چې لور یې تر فشار لاندې وه.

‎د نفسياتي يا رواني ناروغیو ډاکټران وايي چې په پردي هيواد کې کډوالۍ ، او نامعلومه سرنوشت افغان ميرمنې په ذهني ناروغیو اخته کړي.

‎د ذهني یا رواني ناروغیو ماهر ډاکټر ارسلا خان وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي،ډير خلک داسې دي چې بل کوم هيواد يي نه قبلوي او د روزګار د مسلو سره هم مخ دي ۔

هغه وایي ، په بنيادي توګه دې خلکو خپل ژوند په افغانستان کې شاته پريښودو او اوس کوشش کوي چې د خپل ښه ژوند د پاره بل کوم ملک ته لاړ شي خو کله چې د دوي دغه مقصد نه پوره کيږي نوبيا دوي د ذهني فشار سره مخ شي۔

‎ملګرو ملتونو سره تېر کال 13 لکه افغان کډوال رجسټرډ وو او اته نيم لکو افغانانو ته د پاکستان حکومت په کال 2017م کې د افغان سيټیزن کارډونه ورکړي وو.

د پاکستان حکومت وايي په لکونو نور کډوال هیڅ ډول قانوني اسناد نه لري. او داسې رپوټونه راغلي چې د پاکستان حکومت د اپريل د نيماي وروسته د اسناد لرونکو کډوالو د ويستلو د عمل په اړه غونډه کوي.

د بخښنې نړیوالې ادارې او ملګرو ملتونو د مخکې نه په زور د کډوالو د وېستلو په اړه اندېښنې ښودلي.

‎دملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې یو اين ايچ سي ار وياند ښاغلی قیصر اپریدی وایي، دپاکستان حکومت باید د افغان کډوالو سره نرمي وکړي ځکه چې هغوي کې هم داسې خلک شته چې افغانستان ته بيرته تلل نه غواړي ځکه چې هلته هم چيلنجونه ډير زيات دي .

ډیوه سره خبرو کې ښاغلي اپریدي وویل،د ا مهال افغانستان کې د بشري حقونو مسلې دي او د ښځو د تعليم او کار داسې مسلې دي چې زياتره خلک نه غواړي چې بيرته افغانستان ته لاړ شي او د دغه مسلو سره مخ شي۔

‎افغان کډواله لېلا واحدي وايي پاکستان کې د رواني ناروغیو د درملنې وس نه لري او ماشومان یې هم سکولونو ته تللی نه شي.

‎د هغې په خبره "که چرې زموږ د امريکې ويزه نه راځي او که بيرته افغانستان ته د ستنيدو نوبت راشي نو موږ ته به ډيره ګرانه وي چې بيا هلته لاړ شو ۔ بس هم دا خبره ده چې هر وخت راته به دماغو بوج جوړوي".

د لیلا واحدي په څېر په سوونو بې کوره شوې افغان مېرمنې دا مهال پاکستان کې په دې تمه شپې ورځې تېروي چې کله به له پاکستان کوم دریم هیواد ته اوړي خو سرنوشت یې لا معلوم نه دی.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG