لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خبريال ولي خان بابر کېس کراچۍ نه کندکوټ ته وړل شوى


ولي خان بابر د کال ۲۰۱۱م د جنورۍ په ۱۳م نېټه د ناظم اباد په سيمه کې نامعلومه وسله والوپه ډزو وژلی وو
ولي خان بابر د کال ۲۰۱۱م د جنورۍ په ۱۳م نېټه د ناظم اباد په سيمه کې نامعلومه وسله والوپه ډزو وژلی وو

د سنده هائي کورټ مشر قاضې مقبول باقر ددغه کېس د کندکوټ سيمې ته د منتقل کولو منظوري ورکړې ده .

دپاکستان دسندهـ صوبې ايالتي محکمې يا هائي کورټ د خبريال ولي خان د وژنې کېس د کراچۍ نه د سندهـ ايالت داخلي ښار کندکوټ ته منتقل کړی دی .
د پاکستان ديو شخصي ټيلي ويژن جيو خبريال ولي خان بابرد کال ۲۰۱۱م د جنورۍ په ۱۳م نېټه هغه وخت د ناظم اباد په سيمه کې نامعلومه وسله والوپه ډزو وژلی وو، چې کله د ډيوټۍ نه بيرته کور ته روان وو .
د راپورونو ترمخه سندهـ حکومت هائي کورټ ته خواست کړی وو، چې دغه کېس دې د دامنيتي ستونزو له امله د کراچۍ نه د صوبې شکارپور يا بل کوم ښارته منتقل کړی شي . ځکه چې په دغه کېس کې پوليس واله ، د کېس گواهان اوپه وروستيو کې يو وکيل هم وژل شوی دی .
خو د سنده هائي کورټ مشر قاضې مقبول باقر دغه کېس د کندکوټ سيمې ته د منتقل کولو منظوري ورکړې ده .
د ولي خان بابر ورور مرتضي بابر په دغه اړه وائس اف امريکه ډيوه ريډيو ته وئيلي چې ايډوکېټ جنرل خالد جاوېد ورته دغه خبر ورکړی دی ، چې د کېس کندکوټ ته د لېږلو منظوري ورکړی شوې ده.
هغه وويل د ورور د وژنې په کېس کې خو يې په کراچۍ کې کوم پرمختگ نه کېدو. ډېر کسان پکې ووژل شو او مونږ ته څوک وکيل هم نه تياريږي ، چې په کېس کې د سرکاري وکيل مرسته وکړي. نو مونږ تمه لرو چې د کراچۍ نه بهر به دغه کېس مخ په وړاندې لاړشي .
نوموړي زياته کړه په دغه کېس کې زمونږ سره وکيلان او تر عدالت پوري هر څوک د گواښونو سره مخ دي . زمونږ کاروبار اغېزمن شو او کور مو پرېښودو بل ځايې ته منتقل شو . او مونږ په خپله د کېس مدعيان يو خو هغه اداره چې ولي خان بابر يې خبريال وو هغه د ويرې مخې ته نه راځي .
مرتضى بابر وايې مونږد دغه کېس دپاره دوه وکيلان ونيول خو هغوۍ د گواښونو د ويرې د کېس نه لاس واخيستل ، او دريم وکيل نعمت علي رنداوا سره مو چې د کېس چلولو دپاره خبره وکړه نو هغه ووژل شو.
نعمت علي رنداوا د ستمبر د مياشتې په ۲۶م نېټه د نارت ناظم اباد په سيمه کې نامعلومه وسله والو په ډزو وژلی وو .
وروسته بيا پوليسودعوه کړې وه چې د نعمت علي په وژنه کې تورن د اېم کيواېم ډلې غړی يې نيولی دی . او پوليس چارواکو وئيلي وو وکيل د ولي خان بابر د کېس په ترڅ کې وژل شوی دی .
د جيو ټي وي سينئير خبريال افضل نديم ډوگرچې دغه کېس يې د سر نه تراوسه رپورټ کړی دی وايې په دغه کېس کې تورن پنځه ملزمان نېول شوي خو د کېس مهم کردارونه د مخې نه لرې کړی شوي دي .
د نوموړي په خبره په دې کېس کې تراوسه پورې اووه کسان وژل شوي دي .چې پکې درې پوليس واله، څلورم د پوليس واله ورور يو هغه کس چې په پېښه کې کارول شوی گاډی يې معلوم کړی وو ، يو بل مهم گواه چې لياقت نومېدو اوپه ورستيو کې وکيل نعمت علي رنداوا د دې کېس په ترڅ کې ووژل شو.
څو ورځې وړاندي د سندهـ ايالت د اطلاعاتو وزير شرجيل مېمن ويلي وو ، د ولي خان بابر د وژنې د کېس يو گواه لا ژوندی دی او پوليس سره په حفاظت کې دی .
نوموړي دا هم وئيلي وو ، دوئ هڅه کوي چې دغه کېس سرته ورسوي او ملزمانو ته پکې سزا ورکړی شي .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG