لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د "امن کمیټۍ" طالبان په واڼا بند، پي ټي اېم به په ازاده جلسې کولی شي


د مقامي قبایلي مشرانو په منځگړیتوب دغه مذاکرات د نهې، سه شنبې، په ورځ د پي ټي ایم د یو مشر علي وزیر د کورنۍ او د جنوبي وزیرستان د انتظاميي ترمنځ په داسې مهال وشول چې په واڼا کې په دریمه ورځ هم کرفیو یا گرځبندیز پرځای و
د مقامي قبایلي مشرانو په منځگړیتوب دغه مذاکرات د نهې، سه شنبې، په ورځ د پي ټي ایم د یو مشر علي وزیر د کورنۍ او د جنوبي وزیرستان د انتظاميي ترمنځ په داسې مهال وشول چې په واڼا کې په دریمه ورځ هم کرفیو یا گرځبندیز پرځای و

د جنوبي وزیرستان مرکز واڼا کې د پښتون ژغورنې غورځنگ د یو مشر د کورنۍ او د حکومت د ځايي چارواکو مذاکرات کامیاب شوي دي او په دې خبره اتفاق شوی دی چې د "امن کمیټۍ" طالبان به د واڼا په بازار بند وي خو پي ټي اېم به په ازاده خپلې جلسې کولی شي.

د مقامي قبایلي مشرانو په منځگړیتوب دغه مذاکرات د نهې، سه شنبې، په ورځ د پي ټي ایم د یو مشر علي وزیر د کورنۍ او د جنوبي وزیرستان د انتظاميي ترمنځ په داسې مهال وشول چې په واڼا کې په دریمه ورځ هم کرفیو یا گرځبندیز پرځای و.

د علي وزیر یو ورور مزمل وزیر په واڼا کې د جرگې په اړه د وي او ای ډیوه خبریال عدنان بېټني ته وویل چې خبرې کامیابې وې او د پي ټي اېم د غوښتنې سره سم په مقامي طالبانو پابندي ولگیده چې د واڼا بازار ته به نه ورځي.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ طالبانو د پي ټي ایم په پلویانو ډزې کړې وې. په پیښه کې دوه کسان وژل شوي او د ٢٠ نه زیات زخمیان شوې دي.

مزمل وزیر وویل د مرگ ژوبلې او د طالبانو په موضوع به جرگه نورې خبرې د واړه اخترې په لسمه ورځ کوي.

د حکومت یو چارواکې د نوم نه څرگندولو په شرط د وي او ای ډیوه خبریال ته په واڼا کې د نهې، سه شنبې، په ورځ په زیړي نور کیمپ کې د انتظاميي او د علي وزیر د کورنۍ ترمنځ د جرگې تصدیق وکړو خو نور تفصیل یې شریک نه کړو.

پي ټي ایم غواړي چې په واڼا کې موجود حکومت پلوه وسلوال دې په مکمله توگه ختم کړی شي.

یوه ورځ وړاندې د پوځ ترجمان مېجر جنرل اصف غفور باجوه په یوه خبري غونډه کې د واڼا طالبان د "امن کمیټۍ" په نوم یاد کړل او وې ویل چې دوی په سیمه کې د امن دپاره ډیر خدمات ترسره کړې دي.

جنرل غفور په واڼا کې د پي ټي اېم په احتجاج په ډزو کې د مرگ ژوبلې په اړه کره معلومات وړاندې نکړل خو د غورځنگ په نیت یې د شکونو څرگندونه وکړه او د پي ټي ایم د مشر منظور پشتین مخصوصي ټوپۍ یا خولۍ ته یې د سازش په نظر وکتل.

د اتوار، یکشنبې، د ورځ د پېښې ورسته په واڼا کې کرفیو یا گرځبندیز پرځای دی، بازارونه او لارې بندې دي او سیمې سره د ځمکني ټېلي فون رابطه قطع ده.

د گل، دوشنبې، په ورځ منظور پشتین دعوه کړې وه چې د جنوبي وزیرستان سرحدي کلي انگور اډه کې د پي ټي ایم په جلسه ډزو کې یو تن وژل شوی دی. حکومت ددغه خبرې تصدیق نه دی کړی. خو د افغانستان سره د انگور اډې لاره بنده کړی شوې ده.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG