لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنگټن: د اسامه په وژل کيدو امريکايي اولس جشن کوي


واشنگټن: د اسامه په وژل کيدو امريکايي اولس جشن کوي
واشنگټن: د اسامه په وژل کيدو امريکايي اولس جشن کوي

د امريکايي صدر باراک اوباما لۀ لوري د القاعده تروريستي شبکې دمشر اسامه بن لادن د وژل کيدو د پخلي سره سم امريکايي وگړي د جشن اؤ خوشحالۍ نمانځلو دپاره سړکونو ته وتلي اؤ يوشمير خلک د سپينې ماڼۍ مخې ته په داسې حال کې ورټول شوي دي چې دامريکا ملي بيرغونه يې پورته کړي اؤ دخوشحالۍ شعارونه ورکوي.
دغه امريکايي وگړي دنڅا په کولو اؤ دامريکا په حق کې په شعارونو ورکولو خپله خوشحالي نړۍ ته ښايي.
دهغوئ په خلۀ همدا زمزمې دي چې امريکا،امريکا، امريکا اؤ نانانانانانانا.
دغه امريکايي وگړي د اسامه بن لادن په هکله وايي "بى بى گډ بايي"
د وخت تيريدلو سره سم سړکونو ته د راوتلو خلکو شميره سيوا کيږي اؤ د بيلا بيلو اړخونو څخه ملي بيرغونه په لاس امريکايي وگړي د سپينې ماڼۍ مخې ته په ورټولو شوؤ خلکو کې شامليږي.
داسامه د وژل کيدو د خبر اوريدو سره سم د نهم ستمبر دپيښې داغيزمنو خلکو په سترگو کې اوښکې راغلې .

Recommended

XS
SM
MD
LG