د اوکراین پوځ نن د جمعې په ورځ د ټیلیګرام له لارې خبر ورکړی چې سمندري ځواکونو یې د روس په کراسنودار سیمه کې د کافکاز بند د تېلو یو ټرمینل په میزایلو ویشتلی دی.
اوکرایني پوځ ویلي چې له میزایل حملو سره په بندر کې چاودنې شوې دي او وایي د اوکراین جوړو میزایلو نیپچون د روس دې بندر ته زیان اړولی دی.
د پوځ په بیان کې ویل شوي چې اوکرایني ډرون الوتکو له دې پرته په همدې کراسنودار سیمه کې د تېلو یو بله ډیپو هم په نخښه کړی دی، د اوکراین پوځ زیاته کړې ده:
"د روس جدید او اغېزمن هوايي دفاعي سیسټم یو ځل بیا زموږ د میزایلو او ډرون په مخ کې کمزوری ثابت شو او د هغو مهمو اډاڼو په ساتنه کې ناکامه شوی چې د روس پوځ ته د لوجیسټک او رسد لپاره کارول کیږي."
د روس د دفاع وزارت په ټیلیګرام کې ویلي چې د دوی د هوايي دفاعي سیسټم پینځه میزایل او 29 ډرون د کراسنودار په سیمه کې ویشتلي دي.
د روس ځایي چارواکو ویلي، د ډرون الوتکو د ملبې را غورځېدو له کبله په تیمریوک ضلع کې د تېلو په یو ډیپو کې اور لګېدلی او په نتیجه کې یې څو له تېلو ډکې ټېنکۍ تباه شوې او دوه کسان یې ټپیان کړي دي.
امریکې د پنجشنبې- زیارت وویل، اوکراین ته یې اجازه ورکړې چې په روس باندې د دفاعي بریدونو لپاره یواځې خارکیف سیمې ته نیژدې د واشنګټن له ورکړو وسلو کار واخلي، خو په روس کې دننه د اوږدمهاله بریدونو اجازه یې لا نه ده ورکړې.
د واشنګټن دا پرېکړه د پالیسۍ لوی بدلون ښکار کوي، ځکه چې د دې اعلان تر وخته پورې صدر جوبایډن اوکراین ته اجازه نه وه ورکړې چې د روس پر خاوره د بریدونو لپاره د امریکا وسلې وکاروي.
د روانې میاشتې په پیل کې چې روس په خارکیف ښار باندې برید پیل کړ، اوکراین له هغه وروسته له امریکې وغوښتل چې د وسلو کارولو په برخه کې خپله تګلاره بدله کړي. دغه شمال ختیځ ښار د روس له پولې شاوخوا 30 کیلومیټره لرې دی.
په خارکیف ښار باندې بېګا د نیمې شپې په شاوخوا کې روسي ځواکونو پر یوه پینځه منزله ودانۍ برید کړی چې د ځایي چارواکو په وینا لږ تر لږه درې کسان پکې وژل شوي او 16 نور ټپیان شوي دي.
د خارکیف ګورنر اولېه سینهبوف ویلي، په برید کې د ودانۍ لږ تر لږه درې منزله تباه شوي دي چې وایي پکې لږ تر لږه دوه ماشومان هم ټپیان شوي دي او وایي کېدای شي اوسیدونکي یې د خټو لاندې بند پاته وي.
د اوکراین پوځ د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل روسي ځواکونو د شپې د اوکراین په شاوخوا سیمو کې د 19 میزایلو او 32 ډرون الوتکو بریدونه کړي. وایي هوايي دفاعي ځواکونو یې ټول 32 ډرون او اووه میزایل ویشتلي دي.
د خارکیف ګورنر اولېه سینهیبوف ویلي، په هوايي بریدونو کې اووه تنه ټپیان شوي دي. وایي یو سړی په یوه نیژدې کلي کې او یو بل په جنوبي خرسون سیمه کې وژل شوی دی.
تمه ده چې د نېټو د بهرنیو چارو وزیران په جولای کې د امریکې په کوربه توب د نېټو تر سرمشریزې مخکې په پراګ کې د پنجشنبې او جمعې په ورځ د اوکراین پر حالاتو خبرې وکړي.
یادونه:- د رپوټ معلومات له رویټرز، اې پي او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.
Forum