لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سېپري: تېرکال د دنیا پوځي اخراجات د تاریخ تر ټولو لوړې سطحې ته رسېدلي وو


د امریکې، چین او روس نه پس هندوستان د دنیا څلورم ملک و چې پوځي اخراجات يې زیات وو. د هندوستان د لګښت مالیت ۸۱ اشاریه څلور بېلین ډالر و چې د ۲۰۲۱ په مقابل کې يې اضافې شرحه شپږ فیصد وه
د امریکې، چین او روس نه پس هندوستان د دنیا څلورم ملک و چې پوځي اخراجات يې زیات وو. د هندوستان د لګښت مالیت ۸۱ اشاریه څلور بېلین ډالر و چې د ۲۰۲۱ په مقابل کې يې اضافې شرحه شپږ فیصد وه

په سويډن کې مېشته سټاک هوم انټرنېشنل پيس ريسرچ انسټېټيوټ، سېپري، ویلي په ۲۰۲۲ کې په نړیواله کچه د پوځي اخراجاتو مالیت دوه اشاریه دوه څلور ټرېیلن ډالرو ته ورسېدو او په پوځي اخراجاتو کې پرله پسې په اتم کاله هم زیاتوالی شوی دی.

په يورپ کې د دفاعي اخراجاتو د اضافې شرح ۱۳ فیصد وه، چې په اوکراین د روس د یرغل نتيجه ده.

د ای پي ترمخه، سېپري د ګل، دوشنبې، په ورځ شایع شوي خپل رپورټ کې وویل په تېرو ۳۰کلونو کې د یورپ په پوځي مصرف کې دا تر ټولو زیاته اضافه ده.

امریکا، چين او روس هغه ملکونه دي چې پوځي مصرفونه يې تر ټولو زیات چې د مجموعي لګښت شرح يې ۵۶ فیصد وه.

سېپري وویل په نړیواله کچه تېر کال په پوځي مصرفونو کې درې اشاریه اووه فیصد اضافه شوې ده.

د سېپري د پوځي او وسلې د مصرفونو د څانګې څېړونکی نېن تیان وویل په دفاعي خرچو کې اضافه څرګندوي چې په دنیا کې عدم تحفظ زیات شوی دی.

روس سره نژدې ملکونو خپل پوځي مصرفونه کې د پام وړ اضافه کړې ده، چې په کې فېن لېڼد ۳۶ فیصد، لېتوېنیا ۲۷ فیصد، سويډن ۱۲ فیصد او پولېنډ ۱۱ فیصد زیاتوالی کړی دی. روس هم خپل پوځي مصرف کې نهه اشاریه دوه فیصد اضافه کړې ده.

سېپري په خپله وېب پاڼه په خپله وېب پاڼه شایع کړی شوي رپورټ کې وویل په نړیواله سطح په مجموعي پوځي اخراجاتو کې د اضافې شرحه شپږ اشاریه پېنځه فیصد وه.

د امریکې، چین او روس نه پس هندوستان د دنیا څلورم ملک و چې پوځي اخراجات يې زیات وو. د هندوستان د لګښت مالیت ۸۱ اشاریه څلور بېلین ډالر و چې د ۲۰۲۱ په مقابل کې يې اضافې شرحه شپږ فیصد وه.

په ۲۰۲۲ کې د ترکي پوځي اخراجات پرله په سي په دریم کال هم کم شوي وو او د ۲۰۲۱ په مقابل کې يې په دفاعي اخراجاتو کې د ۲۶ فیصد په شرحه کموالی شوی و.

سېپري په کال ۱۹۶۶ قایم شوي اداره ده چې د جنګونو، وسلو، وسلو د مخنیوي او سلح خلاصۍ په اړه څېړنه کوي.

یادونه: د دي خبر معلومات د ای پي او ځینې د سېپري د وېب پاڼې نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG