لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيرستان : د ډرون په بريد کې پينځه جنگيالي وژل شوي


ډرون بريد د شمالي او جنوبي وزيرستان په پوله پرتې د شوال علاقې په کنډغر کې شوی دی ، او په جنگيالو ميزائيلي داغل شوي دي .
ډرون بريد د شمالي او جنوبي وزيرستان په پوله پرتې د شوال علاقې په کنډغر کې شوی دی ، او په جنگيالو ميزائيلي داغل شوي دي .

د پاکستان په قبائيلي سيمه وزيرستان کې د مشکوکه امريکايي بې بائيلټه ډرون الوتکې په بريد کې لږ تر لږه پينځه جنگيالي وژل شوي ، او درې نور ژوبل شوي دي .

د امنيتي سرچينو ترمخه د بي پائيلټه ډرون بريد د شمالي او جنوبي وزيرستان په پوله پرتې د شوال علاقې په کنډغر کې شوی دی ، او په جنگيالو ميزائيلي داغل شوي دي .

راپورونه وايي د ډرون بريد کې ازبک جنگيالي په نخښه شوي ، او په وژل شوؤ مشکوک ترهگرو کې د يو ازبک کمانډر د وژنې هم وئيل کيږي . دغه رنگ په بريد کې د څو نورو کسانو د ژوبلېدو خبرونه هم مخې ته راغلي دي .

بريد کې د رامنځته شوې مرگ ژوبلې ، او وژل شوؤ کسانو په اړه کره مالومات مخې ته نه دي راغلي ، ځکه چې په کومه سيمه کې د ډرون حملې وئيل کيږي هلته د ميډيا رسد نشتی .

پاکستان د وړاندې نه د ډرون بريدونو غندنه کوي ، او وايي چې دغه حملې يي د ملکي خودمختارۍ او جغرافيايي پولو خلاف ورزي ده .

د پاکستان دخارجه وزارت لخوا په بيانونو کې دا هم وئيل شوي ، چې حکومت يي په شمالي وزيرستان کې د ترهگرو په ضد فېصله کن عمليات کوي نو په داسې کې د ډرون حملې هيڅ جواز نه پاتې کيږي او دغه بريدونه بندېدل پکار دي .

خو امريکايي چارواکي د ترهگرو په ضد ډرون يوه موثره وسله گڼي .

د افغانستان سره په پوله د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځ د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي ، او پوځ وايي په سيمه کې يي تراوسه پورې په ترسره شوؤ عملياتو کې د ۱۱۰۰ نه زيات ترهگر وژلي ، چې پکې ازبک جنگيالي هم شامل دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG