لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت پلوه ماتوړکی ملک چا وواژه، ولې پوځ په قامي بېرغ کې ښخ کړ؟


د شمالي وزيرستان يو ناپېژندلې مراد خان عرف ماتوړکی ملک څو ورځې وړاندې ناڅاپه د وزير قبېلې په راډار کې هغه وخت ښکاره شو کله چې په يوه لانجمنه مامله کې د وزيرو جرگې هغه يو (قام خرڅه) تن وبللو. او بيا ماتوړکی ملک دې ته مجبور شو چې د جرگې نه په خپلو کړو بخښنه وغواړي.

د ماتوړکي ملک قيصه ډېره په لنډو ختمه شوه او له بده مرغه په خپل کور کې په ډزو ووژل شو. د نوموړي د مړي په صندوق، په عکسونو کې ليدل کيږي، د پاکستان پوځيان د هېواد بېرغ غوړوي او په جنازه کې يې هم پوځيان گډون کوي.

ماتوړکی هغه ملک و چې د خيسور په پېښه کې يې د خپلې خور او خورايي حيات خان د هغه راز د ښکاره کولو نه انکاري و چې حيات خان او مور يې ويل پوځيان يې بې تپوسه کور ته ورځي او د کور ستر ورماتوي.

نوموړی د خپلې وينا نه هله په شا شو چې د وزيرو قاميزې جرگې پريکړه وکړه چې د خيسور په پېښه کې چا هم د حکومتي دريز مرسته کړې وي او د قام خلاف ودرېدلی وي نو جرگه به ورته سزا ورکوي چې پکې د کورونو ورانول او پينځه لکه روپۍ جرمانه هم اعلان شوه.

هم دغه دليل و چې ماتوړکي ملک د جرگېسره ومنل چې د حکومتي چارواکو په وينا يې د خپلې خور او خورايی حيات خان بيان دروغ بللی و. ماتوړکی ملک سره د نورو سزا شوو حکومتي ملکانو د جرگې نه په خپلو کړو بخښنه وغوښتله.

ماتوړکی چا وواژه؟

ماتوړکی ملک د خپلې وينا نه په شا شو، جرگې اوبخښه او خپل عادي ژوند يې په کور کلي کې پاتې شو خو ناڅاپه څنگه او چا ووژلو؟ نو دلته دوه خبرې کيږي.

يوه دا چې د رپورټونو د مخه د ماتوړکي ملک ورور پرخی جان د شمالي وزيرستان د چارواکو ته ليکلي چې ورور يې ملک نصرالله، ډاکټر گل عالم، عيد الرحمان، منظور پښتين، محسن داوړ او علي وزير وژلی.

او بله خبره دا ده چې د پرخي جان د ياد کړو نومونو د خلې ده او هغه دا چې دوی دا پېښه يو سازش گڼي او وايي په دغه ناوړي مرگ ځيني قوتونه د دوی سوله ايزې مبارزې ته د زيان رسولو د پاره د دوی نومونه اخستل کيږي.

د قامي اسبملۍ غړی علي وزير وي او ای ډيوه ته په ډاگه ويلي چې ماتوړکی ملک حکومت وژلی او دا هم د حکومت کار دی.

د قامي اسمبلۍ يو بل غړي محسن داوړ دغه وژنه په کلکه غندلې او د پلټنو غوښتنه يې کړې ده.

په سوشل ميډيا هم دوه قسمه خبرې کيږي چې د يو عام تن مړينه ولې د پاکستان د پوځ په لاس دومره اهميت مومي؟ او بيا د پاکستان ميډيا څنگه په يوه خله دې هدفي وژنې ته دومره پام گرځولی دی؟ پوښتنه دا ده په شمالي وزيرستان کې دا په دوه کاله کې دېرشمه پېښه ده خو نه د پاکستان پوځ او نه ميډيا دې ته کله دومره اهميت ورکړی.

د پاکستان نه جلا وطن شوي صحافي طحه صديقي په خپل يو ټويټ کې دعوه کړې ده چې ښکاري ماتوړکي ملک د هغه پوځيانو نومونه ښکاره کول غوښتل چې په ده يې د خيسور د پېښې خلاف بيان ورکړی و او بله دا چې په ټوېټر د ماتوړکي ملک په حق او د پي ټي ايم خلاف کومه لړۍ روانه ده دا ښايي چې د پاکستان پوځ يې په شا دی.

عثمان گل پښتون چې د سوشل ميډيا يو فعاله دی په خپل فيس بک پوسټ کې هغه ټولې واقيعې بيان کړي چې پوځ د پي ټي ايم د مخنيوي او بد نامۍ د پاره څه څه ونه کړل، کله د پاکستان تحفظ موومنټ په نوم، کله نيولو او بنديوانه کولو بلکې تر دې چې په وژلو يې هم صرفه ونه کړه خو د پي ټي ايم لاره يې ونه نيولی شوه ځکه چې دا د خلکو يو ريښتنی غورځنگ دی.

که غير پښتانه په دې نه وي خبر نو وي به خو د پښتون بچی بچی په دې پوهيږي چې کله جرگه د ننواتې نه پس څوک اوبخښي نو کله هم بيا هغه ته نقصان نه رسوي. ماتوړکی ملک جرگې معاف کړی و نو اوس خبره دا راپورته کيږي چې پښتانه بدل شوو او که دا کار هغه چا وکړو چې د پښتنو په دود دستور خبر نه دي.

يوه خبره بله ضروري ده او هغه دا چې د پاکستان د پوځ د شمالي وزيرستان مشر (جي او سي) ميجر جنرل ممتاز حسين د ځايي مشرانو د جرگې سره د حيات خان کور ته په ننواتې ورغلی و او دا په دې معنا واخستل شوه چې د حيات خان د کورنۍ په بې عزتۍ يې معافي وغوښتله نو گني قيصه به څه د حل طرف ته لاړه شي خو د دې مرگ نه پس داسې ښکاري څه قوتونه دغه شخړهدخپلو پټو موخو د پاره نوره هم پیچلې کول غواړي.

ځايی خلک پوښتنې کوي چې د دوی ډېر درانه مشران او ځوانان چې د پوځ په وينا د ترهگرو ډلو په ضد د امن د لښکرو د مشرۍ په سر په بې رحمۍ ووژل شول نو ولې پوځ هغه په قامي بېرغونو کې ښخ نه کړل؟

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG