لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیرستان کې د هدفي وژنو مخنیوي لپاره به قامي لښکر راپاسوو: ملک گل عالم وزیر


په دغه سیمه کې په تېرو لسو ورځو کې دا دریمه د وژنې پېښه ده. ددې نه وړاندې نامعلومه وسله والو په خېسور سیمه کې د مشهورې واقعې د کم عمره کردار حیات خان ماما چې ماتوړکې نومېدلو، په ډزو ووژل شو
په دغه سیمه کې په تېرو لسو ورځو کې دا دریمه د وژنې پېښه ده. ددې نه وړاندې نامعلومه وسله والو په خېسور سیمه کې د مشهورې واقعې د کم عمره کردار حیات خان ماما چې ماتوړکې نومېدلو، په ډزو ووژل شو

د شمالي او جنوبي وزیرستان د وزیرقام د قبیلې مشر ملک ډاکټر گل علم خان وزیر ویلي دي چې د پاکستان ریاست په وزیرستان کې د هدفي وژنو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی او دوی مجبوره دي چې د قام حفاظت لپاره لښکر جوړکړي.

د وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت گل علم خان وویل " د خېسور نه ېی چې د قام د عزت، جان او مال حفاظت په خاطر کوم قامي لښکر جوړ کړی دی هغه به اوس د ډول په غږ او قامي اتڼ د شمالي او جنوبي وزیرستان ټولو قبائلو له ورولي او د هغوي نه به مرسته غواړي."

ملک گل علم خان دا خبرې د شمالي وزیرستان په همزوني سیمه کې د نامعلومه وسله والو د لاسه د یو پلار او زوی د وژل کیدو د پېښې په عکس العمل کې کړي دي.

په میران شاه کې سرکاري چارواکو ډیوه ته ویلي دي د اتوار، یکشنبې، په شپه نامعلومه وسله والو چې مخونه ېی پټ وو، په همزوني سیمه کې شېرجمال نومې تن سره د ځوان کلن زوی سعیدالله له کور نه یوړل او د گل، دوشنبې، په ورځ یې بیا مړي وموندل شول.

چاروکي داهم وايی چې د پلار او زوی مرۍ غوثې کړی شوي وې.

په دغه سیمه کې په تېرو لسو ورځو کې دا دریمه د وژنې پېښه ده. ددې نه وړاندې نامعلومه وسله والو په خېسور سیمه کې د مشهورې واقعې د کم عمره کردار حیات خان ماما چې ماتوړکې نومېدلو، په ډزو ووژل شو.

د خېسورد پېښې وروسته د شمالي وزیرستان یو بل مهمه مشر ملک عباس هم په یو بمي حمله کې ووژل شو.

په شمالي وزیرستان کې د ځوانانو تنظیم یوت اف وزیرستان وايي چې د ضرب عضب پوځي عملیاتو وروسته د هدفي وژنو نزدې ٣٠ پېښو کې ۴٠کسان وژلي شوي دي.

د وزیر قام مشر ملک گل علم خان وايي د ضرب عضب پوځي عملیاتو په وخت د دوی نه وسلې راټولې کړې شوي دي او دا وخت حال دا دی چې د خلکو سره د خپل حفاظت لپاره یوه چاړه هم نیشته.

ملک گل علم خان دریځ لري چې د قام بې وسلې کولو وروسته دا ذمه واری اوس د ریاست ده چې د خلکو د عزت، جان او مال حفاظت یقینی کړي.

دې زیاتوي چې نور یې د قام زغم هم ختم شوی دی او په خپلو خلکو یې غږ وکړو چې د وزیرستان ټول قامونه دې د نورو بېگناه خلکو د وژنو ودرولو په خاطر د قامي لښکر سره ودرېږي.

د شمالي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ هم د همزونی په پېښه خپل غبرگون ښودلی دی او وایي چې په د غه سیمه کې د شپې اتو بجو نه تر سحر اتو پورې کرفیو لگېدلی وي او ځای په ځای پوځي چېک پوستې هم جوړې دي. نو بیا پوښتنه داده چې اخر نامعلومه وسله وال د کومې راشي چې خلک اوژني او بیا عېب شي.

محسن داوړ وویل چې د پشتون ژغورنې غورځنگ بنیادي غوښتنه هم داده چې دداسې پېښو د پلټنو لپاره دې یو داسې کمېشن جوړ کړی شي چې په هدفي وژنو کې ککړ خلک رامعلوم کړي.

د پاکستان ریاستي چارواکي وايي چې په وزیرستان کې یې امنیتي چېک پوسټونه د خلکو د حفاظت لپاره جوړ کړي دي او پوځ هېڅ خواهش نه لري چې په سیمه کې پاتې شي.

پوځي چارواکي وايي چې تر ډېره حده ېی امن په ځای کړی دی او اوس د داسې پېښو د مخنیوي او مکمل امن لپاره په سیمه کې موجود دي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG