لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال بانک: پاکستان کې دسېلابونو له امله د 90 لکو کسانو ژوند دغربت دلېکې نه لاندې تللی شي


نړیوال بینک دسېلاب له کبله دپاکستان اقتصاد ته دڅلویښتو اربو ډالرو دنقصان رسېدو اندازه لګولې ده اؤ وایي چې په روان دپاکستان داقتصادي ودې کچه دپینځوؤ فیصدو په ځاي دوؤ فیصدو پورې دپاتې کیدو امکان دی
نړیوال بینک دسېلاب له کبله دپاکستان اقتصاد ته دڅلویښتو اربو ډالرو دنقصان رسېدو اندازه لګولې ده اؤ وایي چې په روان دپاکستان داقتصادي ودې کچه دپینځوؤ فیصدو په ځاي دوؤ فیصدو پورې دپاتې کیدو امکان دی

نړیوال بېنک اندېښنه څرګنده کړې چې په پاکستان کې د موسمياتي بدلون په نتیجه کې د پشکال بارانونو او سېلاب له کبله د 90 لکو پورې خلک د غربت د کرښې لاندې تللی شي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي په پاکستان کې نزدې د40 فيصدي خلکو روزګار نېغ په نېغه د کر کيلې سره تړلی دی او په داسې حال کې په سېلاب ځپلو سيمو کې د کر زمکې لا هم د اوبو لاندې دي نو د روزګار د خرابېدو ترڅنګ د خوراکي تحفظ ستونزه هم سر پورته کولی شي.

پوهان دا هم وايي چې کله په زمکو کرونده نه کېږي نو د صنعتونو لپاره به خام مال هم د بهر څخه درامد کول وي او دې سره به تجارتي خساره سېوا کېږي.

نړیوال بینک دپاکستان ډیویلپمنټ اپډیټس په نوم خپور کړي دکال ۲۰۲۲م په رپورټ کې سږکال دپشکال دبارانونو په مهال د راغلي سیلاب له کبله دپیدا شوي بحران دپایلو خبرداری ورکړی اؤ ویلي یې دي چې پاکستان کې سږکال د غیر احتمالي سختو بارانونو له امله لویه تباهي رامنځته شوې ده چې پکې ۱۷ سوه کسان مړه شوي اؤ نزدې شل لکه کورونه تباه شوي دي.

رپورټ وایي دسېلابونو له امله دپاکستان په دریوؤ کې یوه برخه داوبو لاندې راغلې ده .

رپورټ کې ویل شوي چې دپاکستان دننه د راغلي د ویجاړونکي سیلاب له امله اوس هم اتیا لکه خلک بې کوره اؤ پې خیمو کې ژوند کولو ته مجبوره دي.

د رپورټ ترمخه پاکستان کې د بې وزلۍ کچه د دوه اعشاریه پینځه فیصدي نه ترڅلور فیصدي پورې د زیاتېدو ویره ده.

رپورټ وایي چې د روزګار دخرابېدو، فصلونو اؤ کورونو دتباه کېدو ،دسکولونو تړل کیدو، دناروغیو خوریدو اؤ دخوراکي شیانو په نرخونو کې داضافې له امله د بې وزله خلکو دشمیرې د ۵۸ لکو نه تر ۹۰ لکو د زیاتېدو اندېښنه ده.

دپاکستان انسټیټیوټ اف ډیویلپمنټ اکنامکس څېړنکار شاهد محمود ددې رپورټ په اړه ډیوه سره خبرو کې وایي پاکستان کې نزدې د څلویښت فیصدي خلکو روزګا د کرکېلې دڅانګې سره تړل شوی دی اؤ دا وخت په سېلاب ځپلو سیمو کې د کرکروندې زمکې په اوبو کې پټې دي.

هغه وایي د کروندې د زمکو دسېلابي اوبو لاندې د راتلو له امله کرونده ګر په تکلیف کې دي اؤ هغوئ دخپلو فصلونو نه سږکال هغه شان امدن نه شي ترلاسه کولی لکه څنګه چې مخکې په عام سېزن کې کوله.

هغه زیاتوي" هرکله چې فصل نه کیږي نو خام مال به له کومې راځي ؟ خام مال به بیا مونږ دبهر نه راغواړو اؤ دې سره به زمونږ تجارتي خساره نوره هم زیاتېږي"

دایشیایي پرمختیایي بینک دشمیرو ترمخه دپاکستان په ۲۲ کروړه ابادۍ کې له وړاندې څخه ۲۲ فیصدي ابادي دغربت له کرښې ښکته ژوند کوي.

نړیوال بینک دسېلاب له کبله دپاکستان اقتصاد ته دڅلویښتو اربو ډالرو دنقصان رسېدو اندازه لګولې ده اؤ وایي چې په روان دپاکستان داقتصادي ودې کچه دپینځوؤ فیصدو په ځاي دوؤ فیصدو پورې دپاتې کیدو امکان دی.

داقتصادي چارو خبریال اؤ کار پوهه طاهر امین وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي نړیوال بینک پخپل دې رپورټ کې دا هم ویلي چې پاکستان که دایي ایم ایف په پروګرام عمل جاري وساتلو نو ممکن ده چې دهیواد اقتصاد د دوه فیصدي کچې سره وده وکړي.

هغه زیاتوي که دایي ایم ایف په پروګرام عمل ونه کړل شو نو بیا د اقتصادي پرمختیا د کچې یو فیصد پورې دپاتې کیدو امکان دی .

وتلی اقتصاد پوهه ډاکټر عابد سلهري وي او ای ډیوه ته وایي اندېښنه ده چې دسېلاب له امله تر دې هم خراب وضعیت رامنځته شي.

هغه وایي دسېلاب له امله دخوراکي تحفظ ستونزه هم پیدا کیدای شي ځکه چې په سېلاب ځپلو سیمو کې د کر کروندې زمکې لا اوس هم په اوبو کې ډوبې پرتې دي.

ښاغلی سهلري دا اندېښنه هم ښایي چې سږکال به په سېلاب ځپلو سیمو کې دغنمو کرونده هم ونه شي

د نوموړي په وینا پاکستان لپاره به دایي ایم ایف پروګرام ته بیا کتنه ضروري وي اؤ که چرې داسې نه کیږي نو بیا به ګراني سیوا کیږي اؤ په دغه پروګرام به پاکستان لپاره عمل کول هم ګران شي .

دچاپېریال دبدلون په اړه دپاکستان دمرکزي وزیرې شیري رحمان وینا ده چې دپاکستان اقتصاد دومره توانمن نه دی چې خلکو ته مناسب پیکیج ورکړي ترڅو د روزګار موقعې پیدا کړل شي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG