د خوراک نړیوالې ادارې په افغانستان کې ټولو غریبو افغانانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د بودیجې په کمښت باندې یو ځل بیا اندېښنه ښودلې، خو بلې خواته یې د جنوبي کوریا مننه کړې چې افغانانو ته د خوراکي مرستو برابرو لپاره یې پینځه میلینه ډالر ورکړي دي.
ډبلیو ایف پي وایي په 2025م کال کې د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ 14 میلینه افغانانو کې یواځې له اووه میلینه کسانو سره د خوړو مرستې کولای شي.
د ډبلیو ایف پي د بیړنيو چارو د څانګې مشره پاولین ایلوف وایي، په نوي کال کې به یې اداره د کافي بودیجې د نشتوالي له کبله یواځې اوو میلیونو مجبوره افغانانو ته د افغانستان په مختلفو سیمو کې خواړه برابر کړي.
مېرمن ایلوف د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د ډبلیو ایف پي پر ایکس پڼه په یوه خپره کړې وېډیو کې ویلي، له هرو دوو کورنیو- چې د خوړو مرستو ته اړتیا لري- یواځې یوې کورنۍ ته به یې مرسته برابره شي:
"دلته په افغانستان کې ژمی ډېر سخت دی او ډېرې سیمې د واورو ورېدو له کبله بندې شي، د دې خبرې د باوري کولو لپاره چې زیاتې له زیان سره مخ کورنۍ د ژوندي پاتېدو لپاره ورته اړتیا لري موږ دوی ته کافي خواړه ورکوو چې له سخت ژمي را ووځي".
د ملګرو ملتونو د خواک د نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې بشري مرستو ته اړې کورنۍ د مرستو نه ترلاسه کولو په صورت کې خپلو ماشومانو ته خواړه نه شي برابرولی او یا هم په روان ژمي کې خپلې کوټې نه شي تودولای.
پاولین ایلوف په ټینګار سره ویلي، د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې مجبوره کسانو ته د مرستو رسیدلو په اړه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوالې ادارې ویلي، د واورو تر ورېدو وړاندې یې په هغو سیمو کې لا له وړاندې خوراکي توکي ځای پرځای کړي دي چې واورې یې لارې بندوي.
د خوړو د نړیوال پروګرام د بیړني حالت د څانګې مشرې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره دې له افغانستان سره مالي مرستې وکړي.
بلې خواته جنوبي کوریا له بېوزلو افغانو کورنیو سره د مرستو لپاره د خوراک نړیوالې اداې ته پینځه میلینه ډالر ورکړي دي چې دې ادارې یې هرکلی کړی دی.
ډبلیو ایف پي په یو بیان کې وویل، د دې مالي مرستې په پیسو به پر هغو بېوزلو کورنیو باندې خواړه ووېشي چې نه پوهېږي د بل وخت خواړه به له کومه کړي.
اداره وایي دا پیسې به د میندو د ملاتړ لپاره پر قوي غذا، د ابتدایي سکولونو ماشومانو ته د خوړو پر برابرولو او نورو بشري چارو باندې ولګوي.
په بیان کې د افغانستان لپاره د جنوبي کوریا د سفارتکارې مون سونګ هوان په حواله ویل شوي، ژمی رارسېدلی دی خو په افغانستان کې خلک روزګار او خواړه نه لري او کورنۍ حیرانې دي چې د خپلو ماشومانو لپاره خواړه او که د اور بلولو مواد چمتو کړي.
ډبلیو ایف پي وايي د جنوبي کوریا په دې مرسته به هغو تقریباً 73,000 بېوزلو افغانانو ته د اوړو، نباتي غوړیو، دالو او مالګې په ګډون 2000 ټنه خواړه برابر کړي.
د کابل په ګډون د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د جنورۍ له لومړۍ نېټې د روان ژمي لومړنۍ واورې پیل شوې دي، چې د موسمیاتو د ادارو د اټکل له مخې ټاکل شوې د جنورۍ تر څلورمې به دوام ولري.
د ملګرو ملتونود خوراک اداره په تېرو دوو کلونو کې د لازمې بودیجې د نه ترلاسه کولو له کبله دې ته مجبوره شوې چې له غریبو افغانانو سره د خوراکي توکو د ویشلو د پروګرام له لارې مرستې بندې کړي.
ډبلیو ایف پي په 2023م کال کې د بودیجې د کمښت له امله لس میلینو کسانو ته د خوړو د برابرولو مرستې بندې کړې وې.
ملګرو ملتونو په 2024م کال کې په افغانستان کې د بشري پروګرامونو د دوام لپاره له نړیوالې ټولنې د څه باندې درې ارب ډالرو بودیجې غوښتنه کړې وه، خو وایي نړیوالې ټولنې یواځې ددغو پیسو شاوخوا یو ارب ډالره ورته برابر کړل.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا په 2025م کال کې هم تېرکال ته د ورته حالت اټکل کړی او وایي په دې نوي کال کې به 22.9 میلینه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
اوچا ویلي په افغانستان کې 14.8 میلینه کسان د خوړو له نه خوندیوب سره مخ دي او 14.3 میلینه روغتیايي خدمتونو ته ډېره محدود رسایي لري. د اوچا د معلوماتو له مخې 7.8 میلینه ښځې او ماشومان قوي خوړو ته اړتیا لري.
اوچا ویلي په نوي کال کې یې له 22.9 میلینو مجبوره افغانانو څخه د 16.8 میلیونو کسانو لپاره د بشري مرستو د رسولو پروګرام ترتیب کړی، چې له مخې یې 2.48 ارب ډالرو بودیجې ته اړتیا ده.
افغانانو ته په 2025م کال کې د بشري مرستو په پروګرام کې د خوړو، د بیړنۍ استوګنې د ځایونو، روغتیايي خدمتونو، د غذایي خدمتونو، تعلیم، د څښلو د پاکو اوبو، د حفظانِ صحت د توکو او مختلفو هدفونو لپاره نغدې مرستې شاملې دي.
Forum