د وایټ هاوس د قومي سلامتیا مشیر جېک سولېون ویلي امریکا نه غواړي چې د خپلو اېټمي وسلو شمېره زیاته کړي چې دا ډول د چین، روس او د نورو مخالفینو مخنیوی وکړي شي.
د وسلو د زیاتولو په ځای، سولېون وویل، واشنګټن اراده لري چې خپل موجوده اېټمي وسله تون کې جدت وکړي او به جدیدې ټېکنالوجۍ کې سرمایه کارۍ د دوام ورکړي.
سولېون د جمعې په ورځ په واشنګټن کې یوې غونډې ته وویل په نړیواله کچه د وسلې اېټمی وسلو د نوي مقابلې د مخنیوي دپاره د صدر جوبایډن حکومت د مذاکراتو امکان موجود ساتلی دی.
سولېون وویل واشنګټن دې خبرې ته ضرورت نه لري چې د مخالفینود مجموعي اېټمي وسلو په مقابل کې د خپلو اېټمي وسلو تعداد زیات کړي.
د ارمز کنټول اېسوسي اېشن نومې ادارې غونډې ته وویل د امریکې د مخالفینو مخنیوي دپاره د زیاتو وسلو په ځای د بهترو وسلو دریځ غوری دی. هغه زیاته کړه چې په موجوده وخت کې امریکا د خپل ضرورت سره سمې وسلې او صلاحیتونه لري.
د وي او ای د رپورټ ترمخه، سولېون د اېټمي وسلو د تعداد په اړه خبرې په داسې حال کې کړي دي چې روس او چین وسلو د مخنیوي او یا د اېټمي وسلو په موضوع خبرو دپاره غوښتنې رد کړي دي.
د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې د روس صدر ولادېمیر پوټن د امریکې سره شوي نیو سټارټ نومې معاهده کې د روس شرکت وځنډولو. پوټن اوکراین سره د امریکي او مغربي ملکونو د ملاتړ په سر دغه معاهده وځنډوله.
نیو سټارټ معاهده چې امریکې او روس په ۲۰۱۰ کې دسختط کړې وه چې دواړه ملکونه یې پابند کړي وو چې د ۱۵۵۰ نه زیاتې اېټمې وسلې به نه تعینات کوي او دواړه ملکونو به د یو بل د اېټمي مرکزونو معایعنې هم کوي.
امریکايي مامورینو په دې اړه هم تشویش څرګند کړی چې چین وسلو په مخنیوي نه متفق کېږي.
سولېون وویل واشنګټن د بيجېنګ او ماسکو سره په دې اړه جدا جدا خبرو ته تیار دی.
سولېون وویل روس او امریکې په تېرو وختونو کې دا ډول خبرې کړي دي او هغه د اینده دپاره هم پرامید دی.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي اوای خبریالانو جېف سېلډن او د پېټسی وېدا کسوار د رپورټ نه اخیستل شوي دي